کندهار : ډاکټر سیداحمد عابد د پولیو د بېړنيو عملیاتو مرکز مُدیر وټاکل سو

ډاکټر سیداحمد عابد د پولیو د بېړنيو عملیاتو مرکز ‹‹EOC›› مُدیر وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري له لوري ددې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل سو، چي پرمهال یې د عامي روغتیا رئیس ډاکټرجمال الدین اعظمي، د کتلوي معافیت آمر ډاکټر حزب الله […]

ډاکټر سیداحمد عابد د پولیو د بېړنيو عملیاتو مرکز ‹‹EOC›› مُدیر وټاکل سو، چي د شنبې په ورځ د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري له لوري ددې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل سو، چي پرمهال یې د عامي روغتیا رئیس ډاکټرجمال الدین اعظمي، د کتلوي معافیت آمر ډاکټر حزب الله فطرت او یوشمېر نورو مسئولینو حضور درلود.

په پیل د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټرجمال الدین اعظمي د پولیو د بېړنيو عملیاتو مرکز ‹‹EOC›› د نوي ټاکل سوي مُدیر ډاکټر سیداحمد عابد د منظورۍ مکتوب ولوست، چي وروسته د کندهار د والي حاجي محمدیوسف وفا ځانګړي استازي قاري عبدالسلام عمري په خپلو خبرو کي تغیر او تبدیل د ښې حکومتولۍ یو اصل یاد کړ او ددې ادارې له مخکني مسئول څخه یې ځانګړې مننه وکړه، چي ټولي چاري یې په ښه ډول ترسره کړې.

قاري عبدالسلام عمري ددې ادارې له ټولو همږغو ادارو او کارکوونکو څخه وغوښتل، ترڅو د نوي ټاکل سوي مُدیر سره د کارونو د پرمختګ په برخه کي پوره همږغي او همکاري وساتي.