پکتیکا: ارګون کې د اوبو ذخیروي بند جوړیږي

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۹ د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د ۴،۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو ذخیروي بند جوړېږي چې شاوخوا دوه زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي. په پکتیکا کې زراعت ریاست د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ د یاد ولایت په ارګون ولسوالي کې د اوبو […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۹

د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د ۴،۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو ذخیروي بند جوړېږي چې شاوخوا دوه زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
په پکتیکا کې زراعت ریاست د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ د یاد ولایت په ارګون ولسوالي کې د اوبو لپاره د ۹ مترو په لوړوالي، او د ۲۸۴ مترو په عمومي طول زخیروي بند جوړوي چې (۸۴۷۳۷) متره معکبه اوبه به زخیره کړي.
د سیمې خلک وایې په ارګون کې نیږدې یو سل اتیا کارېزونه وچ شوي چې د زخیروي بندونو په جوړولو سره به دا ستونزه را کمه شي او تر څنګ به یې د خطرناکو سیلابونو مخه هم ډب شوې وي.
په پلان کې ده چې په نېږدې راتلونکي کې به د ارګون په قاضي دره او د سروبي ولسوالۍ په لوند شاخ کې د ۱۰،۶ میلیونه افغانیو په ارزښت کانال، سر بند او چېک ډېمونه هم جوړ شي.