پکتیا کې د افغانستان د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس پیل شو

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۹ په پکتیا پوهنتون کې د افغانستان د اقتصادي پرمختیا کنفرانس چې نن يې د پیل لومړۍ ورځ وه، د ا.ا.ا لوړ پوړو چارواکو د ویناؤو ډیره برخه د افغانستان په اقتصادي ځان بسیاینې باندې ورټولې وې. د دغه کنفرانس لومړۍ ورځ تر ډیره ویناؤو ته ځانګړې شوې وه، چې د […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۹

په پکتیا پوهنتون کې د افغانستان د اقتصادي پرمختیا کنفرانس چې نن يې د پیل لومړۍ ورځ وه، د ا.ا.ا لوړ پوړو چارواکو د ویناؤو ډیره برخه د افغانستان په اقتصادي ځان بسیاینې باندې ورټولې وې.

د دغه کنفرانس لومړۍ ورځ تر ډیره ویناؤو ته ځانګړې شوې وه، چې د لوړو زده کړو، کانونو او پترولیم، د کورنیو چارو، اقتصاد او کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیرانو پکې ویناوې وکړې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم یاد ملي کنفرانس کې وویل، چې ژمن دي چې د علمي کنفرانسونو لپاره په ټولو پوهنتونونو کې وخت په وخت علمي کنفرانسونه داير کړي او غواړي چې مجربو او مسلکي استادانو ته اسباب برابر کړي، تر څو د هيواد پۀ اقتصادي پياوړتيا کې رغنده ګامونه واخلي.

د لوړو زده کړو علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه بیا وویل، چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې پوهنتونونه د هېواد په ملي موضوعاتو کې خپل ارزښمند رول ولوبوي.

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني دې کنفرانس کې ویلي، څه ډول چې اسلامي امارت د آزادۍ اخېستلو کې قربانۍ ورکړې، اوس د هېواد په آبادۍ کې قربانۍ ته چمتو دی. د وطن پۀ ابادۍ کې تر ټولو اړين امنيت دی، چې اسلامي امارت دغه ستره لاسته راوړنه لۀ ځان سره لري.

د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور ویلي، د دې لپاره چې سياسي، اقتصادي، ټولنيز پرمختګونه ولرو، باید چې خپل نوی نسل په بېلابېلو علومو سمبال کړو. د نوموړي په وینا افغانستان په تېرو دوه کالونو کې ډیر پرمختګ کړی په مختلفو پروژو کار روان دی، دغه هېواد بې شمېره کانونه او معدنونه لري نړیوال تجاران دې د استخراج په برخه کار وکړي.

د پکتیا پوهنتون مسؤلین وايي، چې له دغه کنفرانس جوړیدو څخه يې موخه د افغانستان اقتصادي پرمختیا، په اقتصادي پیاوړتیا کې د خصوصي سکتور ونډه، په ملي اقتصاد کې د کرنې، بریښنا او اوبو رول او په اقتصاد يې اغیزې دي.

د پکتیا پوهنتون استاد دوکتور عبدالوهاب حکمت په دې اړه وویل:
“دغه کنفرانس چې پکتیا پوهنتون يې کوربه توب کوي له دې کنفرانس څخه موخه د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې د شته ستونزو، ننګونو پیژندل او د هېواد د اقتصاد پرمختیا له پاره سپارښتنې او حل لارو پیدا کول دي، همدارنګه له طبعي منابع او د هغوی څخه د پایداره استفادې په برخه کې د لومړیتوبونو په نښه کول دي او په ټوله کې د هیواد اقتصادي پرمختګ ته یوه روښانه لار په ګوته کول بلل شوې.”

د اقتصادي پرمختیا ملي کنفرانس ارزښت په اړه د پکتیا پوهنتون مسؤلینو ویلي، چې دغه ملي کنفرانس په ټولنه کې د اکاډمیکو مرکزونو د څېړلو ارزښت په ګوته کوي او د هېواد پرمختګ او بهبود له پاره د نویو تر سره شویو څیړنو په رڼا کې د پالیسیو جوړونکو او ښکیلو اړخونو سره معلومات او اطلاعات شریکوي تر څو د افغانستان اقتصادي فرصتونو او ننګونې را برسیره او حل لارې وموندل شي.

د پکتیا پوهنتون د مسؤلینو په وینا دغه کنفرانس ته له بېلابېلو ولایتونو څخه تر ۱۲۰ پورې مقالې ور لیږل شوې، چې له جملې څخه يې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه ټاکل شوې ۵۶ څېړنیزې او علمي مقالې به پکې وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس به راتلوونکې دوه ورځې نوره هم دوام ولري.