پکتیا: د ‏‏ولایت مقام څلورلارې پر سړک د اسفالټو بېنډر طبقې د قیریزي چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښاروالي وایي چې د ښار دویمې ناحیې اړوند، کابل عمومي سړک ‏پر مسیر د ولایت مقام څلورلارې شاوخوا سړک باندې د ترمیم او اساسي جوړونې رغنیزې چارې روانې دي؛ چې نن یې د اسفالټو بېنډر طبقې د قیر اچولو چارې پیل شوې. یادې پروژې به د سړو […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښاروالي وایي چې د ښار دویمې ناحیې اړوند، کابل عمومي سړک ‏پر مسیر د ولایت مقام څلورلارې شاوخوا سړک باندې د ترمیم او اساسي جوړونې رغنیزې چارې روانې دي؛ چې نن یې د اسفالټو بېنډر طبقې د قیر اچولو چارې پیل شوې.
یادې پروژې به د سړو موسم په را رسېدو ژر تر ژره نږدې ورځو کې په پوره تخنیکي او لوړ معیار سره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې ښاروالۍ لخوا په یوه بل ورکړل شوي خبر کې ویل شوي چې ګردېز ښار مرکزي برخو کې د پُلچکونو د ترمیم او بیارغونې کار جریان لري.

د دغې ترمیماتي پروژو د کار په جریان کې به د یادو پُلچکونو سرونه د اوسپیني تختو پواسطه وپوښل شي، چې د بندښت پر وخت به یې خلاصون چاره اسانه او اورښتونو پر وخت به زیاتې اوبه پرې کنترول او سړک ته د اوبو اوښتلو تر څنګ د سړک تخریب کېدو مخه هم ونیول شي.