په پروان ولایت کې لسګونه ځوانان له نظامي زده کړو څخه فارغ شول.

  په دغه فراغت غونډه کې د خالد ابن ولید رضي الله عنه د قطعې ۱۰۰ نفره مجاهدین چې د حضرت علي الله رضي الله عنه له معسکر (ښونیز مرکز) څخه فارغ شول، د پروان ولایت ګڼو لوړ رتبه مسوولینو ګډون درلود. په پیل کې د شرعي زده کړو استاد خبرې وکړې هغه وویل چې […]

  په دغه فراغت غونډه کې د خالد ابن ولید رضي الله عنه د قطعې ۱۰۰ نفره مجاهدین چې د حضرت علي الله رضي الله عنه له معسکر (ښونیز مرکز) څخه فارغ شول، د پروان ولایت ګڼو لوړ رتبه مسوولینو ګډون درلود. په پیل کې د شرعي زده کړو استاد خبرې وکړې هغه وویل چې باید دغه لړۍ دوامداره وساتو ځکه لویې اردو  ته اړتیا لرو.

ورپسې د معسکراتو مرکزي حلقې مسؤول مولوي اظهارالله ایوبي وویل چې افغانان دې  فکر نه کوي چې موږ به اوردو ونه لرو. هغه زیاته کړه که همداسې دا سلسله جاري ساتو  موږ به ښه اسلامي اردو ولرو. هغه په دغه غونډه کې خپلو نظامیانو ته وویل چې له ملت سره په ډیره نرمې چلند وکړئ؛ ځکه همدغه ملت وه چې په مرسته یې موږ لوی قوت ته ماته ورکړه.

د پروان ولایت امنیه قومندان مولوي عبدالقدیر حقاني مجاهدینو او مشرانو ته په خطاب کې وویل:

موږ باید خپل صفونه صفا کړو او له ولس سره په نیکي ګام پورته کړو.

د فارغینو له ډلې مولوي عبادالله عارف ولس ډاډ ورکړ چې ستاسې سر، مال او ناموس څخه هر ډول سرښندونو ته ولاړ یوو، او یاده یې کړه چې خارجیان دې زموږ د هیواد په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي. له تیر تاریخ څخه دې درس واخلي.

د غونډې په پای کې مرستیال والي مولوي دوست محمد حقاني د معسکراتو له استادانو او د پروان ولایت دقطعې له مسوول نه مننه وکړه. زیاته یې کړه چې موږ د نورو مجاهدینو روزولو لپاره هر ډول مرستې ته چمتو یو.

د پروان ولایت د قطعې مسؤل ملا عزیزالله حیدر  په لومړي سرکې ټولومجاهدینو څخه وغوښتل چې د ملت سرښندنې دې نه هیروي؛ ځکه په شلو کالونو کې یې زیاته قرباني ورکړې. هغه له ټولو مجاهدینو څخه وغوښتل چې له بیت المال څخه ساتنه وکړي.

د معسکراتو استاد مولوي محمد یوسف محمدي ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې موږ دا نه ویوو چې امریکا لاړه او موږ دې په خپل کورنو باندې کينو، ولس رانه غوښتنې لري، له نظامي فارغینو نه غوښتنه داد چې نور ملګري دې هم وروزي. د قطعې له مسوول څخه یې وغوښتل چې نور زده کوونکي دې ورمعرفي کړي.

د معسکراتو د مرکزي حلقې مسوول ژمنه وکړه چې د راتلونکي دورې لپاره به هم ۱۵۰ کسانو د زده کړو لپاره زمینه برابره کړو.

له تازه فارغو شو کسانو به د پروان ولایت په مرکز چاریکارو اړوند په بېلابېلو ځایونو کې په دندو وګومارل شي.

 پکتیکا: اداري اونېزه غونډه د پکتیکا والي په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده اونېزه غونډه کې د پکتیکا والي محمد عیسی یاسین تر څنګ مرستیال والي محیب الله حماس او د ټولو ملکي ادارو استازو او مسؤولینو برخه لرله.

په ناسته کې د نور په شان په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث وشو او جدي سپارښتنې وشوې چې ټولې ادارې دي خپل فعالیتونه ګړندي کړي او د چارو په سم ترسراوي کې دي د ولسونو مشورو ته ځای ورکړي.

د پکتیکا والي محمد عسی یاسین په دغه اوونېزه ناسته کې وویل: چې ډېر ژر به د دې ولایت مستوفیت او بانک سیستمونه فعاله شي او خلکو ته به په عادي ډول کړنې ترسره کوي.

یاسین زیاته کړه: د پکتیکا ولایت ټولو سیمو کې دي د شنو ونو د وهل کېدو کلک مخنوی وشي ځکه د شنو ونو او ځنګلونو وهل د هېواد چاپیریال ویجاړه وي او ښکلا یې له منځه وړي.

نوموړي وویل: هر هغه څوک چې د هېواد شنې ونې وهي او له چاپیریال څخه یې ښکلا اخلي هغه مجریم دی او باید د خپل جرم په سزا ورسول شي.

نوموړي د ا.ا.ا امنیتي برخې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې چې د دې ولایت له ټولو ځنګلونو دي په سم ډول ساتنه وکړي او چاته دي د شنو ونو د وهل کېدو اجازه نه ورکوي.

13/10/2021