په لوګر کې د ۱۰۰ ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ته د درسي توکو د مرستې پروګرام پیل شو

په لوګر ولایت کې د نجونو او هلکانو د ۱۰۰ ښوونځیو له ۵۰ زرو زده کوونکو او ۸۹ ښوونکو سره د درسي توکو د مرستې بهیر پیل شو. په دې اړه جوړو شوېو مراسمو کې،چې د الحاج غلام نبي سمسور د هلکانو په لېسه کې جوړه شوې وه د پوهنې ریاست مرستیال محمد عارف معاذ، […]

په لوګر ولایت کې د نجونو او هلکانو د ۱۰۰ ښوونځیو له ۵۰ زرو زده کوونکو او ۸۹ ښوونکو سره د درسي توکو د مرستې بهیر پیل شو.

په دې اړه جوړو شوېو مراسمو کې،چې د الحاج غلام نبي سمسور د هلکانو په لېسه کې جوړه شوې وه د پوهنې ریاست مرستیال محمد عارف معاذ، د آی، آر، سي او یونیسف موسسو استازو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

یاده مرسته د یونیسف موسسې له خوا برابره شوې ده ، چې د لسو ورځو په موده کې به د آی، آر، سي موسسې له خوا ووېشل شي.

یاده مرسته د ۱۰۰ ښوونځیو د ۸۹ نارینه او ښځینه ښوونکو سربېره  ۲۸ زره نجونو او ۲۲ زره هلکانو زده کوونکو ته ورکول کېږي،چې په کې د ښوونکو او زده کوونکو د اړتیا وړ درسي توکي شامل دي.

د لوګرد پوهنې ریاست مرستیال محمد عارف معاذ د یادې مرستې د وېش د پیل په مراسمو کې پر دغې مرستې خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې په دې مرستې سره به د ښوونکو او زده کوونکو د درسي توکو ستونزه تر ډېره هواره شي.

د یادونې وړده، چې د یونیسف موسسې په تېرو کلونو کې هم د لوګر د ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو سره د درسي توکو په برخه کې ورته مرستې کړې دي.

‏2021‏/11‏/7