په فراه ولایت کې د ۸۲۰ مترو په اوږدوالي د شمالي کانال د جوړولو چارې رسما پیل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالسلام هجرت د دغې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل: د دغه ولايت شمالي کانال به د نوي شهاب شرکت له لوري د يو لک او یو پنځوس زره امريکايي ډالرو په لګښت په څلورو مياشتو کې په عصري او اساسي ډول جوړ شي. هغه زياته کړه، […]

د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالسلام هجرت د دغې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل:
د دغه ولايت شمالي کانال به د نوي شهاب شرکت له لوري د يو لک او یو پنځوس زره امريکايي ډالرو په لګښت په څلورو مياشتو کې په عصري او اساسي ډول جوړ شي.
هغه زياته کړه، چې په دې پروژه کې به هره ورځ ٥٠ کسان هم مهاله کار وکړي.
له بلې خوا د “نوی شهاب” شرکت مسوول انجنیر مصطفی د دې پروژې د کار د کیفیت په اړه د دغه ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې سیمه ییز انجینران کولای شي د دې پروژې د کار جریان او کیفیت وڅاري.
باید وویل شي، چې د فراه ښار جنوبي او شمالي دوه کانالونه لري، چې هر کال د سختو اورښتونو له امله پدغو کانالو کې سیلابونه راځي، چې لسګونه کورونه تخریبوي.

 

 

کار کانال شمالی ولایت فراه بطول ۸۲۰ متر رسما آغاز یافت.

۱۴۴۳/۹/۲۵

ملا عبدالسلام هجرت رئیس اداره احیا و انکشاف دهات در جریان افتتاح کار این پروژه گفت:
کانال شمالی این ولایت به هزینه یک لک و پنجا و یک هزار دالر توسط شرکت “نوی شهاب” بشکل عصری و اساسی در مدت چهار ماه اعمار می‌گردد.
وی علاوه کرد که در این پروژه روزانه ۵۰ نفر مشغول کار خواهد شد.
از سوی هم انجنیر مصطفی مسئول شرکت نوی شهاب، از کیفیت کار این پروژه به مردمان این ولایت اطمینان خاطر داد و افزود که انجنیران محلی می‌تواند از جریان کار و کیفیت این پروژه نظارت کنند.
باید گفت که شهر فراه دو کانال جنوبی و شمالی داشته که همه ساله از اثر باریدن باران‌های شدید، سیلاب‌ها در این کانال‌ها جاری می‌شود و دها منزل مسکونی را تخریب مي‌نمایند.