په فراه ولایت کې د روږدو کسانو د درملنې کلینیک لخوا ۶۷ روږدي کسان تر ٤٥ ورځو درملنې وروسته رخصت شول!

  ۱۴۴۳/۹/۲۵ باختر فراه په هغه غونډه کې چې د روږدو کسانو د درملنې کلنیک په انګړ کې جوړه شوي وه، عامې روغتیا رئیس ډاکټر سراج الدین مزمل، د عامې روغتیا معاون ډاکټر عبدالجبار شایق، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې آمر مفتي شهاب الدین، د امنیه قوماندانۍ د محبس نماینده قاري سمیع […]

 

۱۴۴۳/۹/۲۵
باختر فراه

په هغه غونډه کې چې د روږدو کسانو د درملنې کلنیک په انګړ کې جوړه شوي وه، عامې روغتیا رئیس ډاکټر سراج الدین مزمل، د عامې روغتیا معاون ډاکټر عبدالجبار شایق، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې آمر مفتي شهاب الدین، د امنیه قوماندانۍ د محبس نماینده قاري سمیع الله سادات، د ا.ا یو شمېر مسوولینو او ډاکټرانو حضور درلودل.
د قران عظیم الشان د څو مبارکو آياتو تر تلاوت وروسته په فراه کې د معتادینو د کلینیک آمر ډاکټر عتیق الله بشارت په غونډه کې د روږدي کسانو د رواني او فزیکي زیانونو په اړه مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ هغه څوک چې په نشه یي توکو روږدي شي په مختلفو ناروغیو لکه (تور ژیړی، نري رنځ، سرطان، HIV او نور ) اوږدمهاله ناروغیو اخته کیږي.
ورپسې د فراه د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې آمر د انساني کرامت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې يوازې ناروغ نه، بلکې د ټولنې هر کس د روږدي کسانو د ژوند د ساتنې مسووليت لري.
نوموړي د دغه ولايت پر ټولو سوداګرو غږ وکړ، چې د روږدو کسانو له کلينيک سره دې همکاري وکړي، څو د دې خطرناکې پديدې په له منځه وړلو او مبارزه کې د روږدو کسانو ژوند وژغورل شي.
بیا د غونډې له اجنډا سره سم قاري سمیع الله سادات د فراه د امنیې قوماندانۍ د زندان په استازيتوب خبرې وکړې او د روږدو کسانو له ټولو کورنیو یې وغوښتل چې د دوی درملنې ته دې پاملرنه وکړي او د یاد کلنیک هڅې د‌ې له پامه نه غورځوي.
د غونډې په پای کې د عامې روغتیا رئیس د مسوولینو خبرې راټول او په نشه يي توکو روږدي کسانو ته یې په خطاب کې وویل: د عامې روغتیا رئیس او د کلینیک د مسوولینو هڅې مه هېروئ او ددې کړنې د پرېښودو ژمنه وکړئ که نه نو کلونه په زندان کې تیر کړئ.
نوموړي دغه راز د ولايتي ادارې پر مشرتابه او امنيه قوماندان غږ وکړ، چې په هغو سيمو کې چې نشه‌یي توکي پلورل کېږي، معلوم کړي او د نشه يي توکو له پلورنکو او پیرونکو سره دې جدي چلند وکړي.
داطلاعات اوکلتور،ریاست.
۱۴۴۳/۹/۲۶ق