په فراه ولایت کې د باران خیریه بنسټ او د سمسورتیا مدیریت په ګډه همږغۍ د نیالګیو کښینولو کمپاین.

  تيره ورځ په فراه ولایت کې د باران خیریه بنسټ او ښاروالۍ ریاست، د سمسورتیا او پاکي مدیریت په ګډه همغږۍ، په دي ولایت کې د نیالګیو کښينولو کمپاین پیل شو. په کمپاین کې د یاد بنسټ له خوا ګڼ شمیر ښکلي (زینتي) نیالګي اخیستل شوي، چې د رضا کار ورزشي ټيم له خوا […]

 

تيره ورځ په فراه ولایت کې د باران خیریه بنسټ او ښاروالۍ ریاست، د سمسورتیا او پاکي مدیریت په ګډه همغږۍ، په دي ولایت کې د نیالګیو کښينولو کمپاین پیل شو.

په کمپاین کې د یاد بنسټ له خوا ګڼ شمیر ښکلي (زینتي) نیالګي اخیستل شوي، چې د رضا کار ورزشي ټيم له خوا د څلورمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا په پارک کې کښینول شول.

دوی ټول د یو سمسور او پاک ښار په رامنځته کولو او د دې فرهنګ د جارې ساتلو لپاره له نورو ښاري اوسیدونکو څخه هم په ټینګه توګه غوښتنې وکړي او وې ویل، چې د ښار پاک ساتل یوازې د ښاروالي دنده نه، بلکې زموږ ټولو ده، ځکه چې ښار د ټولو ګډ کور دی، نو د کور د پاکولو لپاره باید سره یو شو.