نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
فراه باختر خبري اژانس ۲۷ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳ ۰۸ / غوایی / ۱۴۰۱ نن پنج شنبه په فراه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ا.ا.ا د بنسټ ایښودونکي امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) نهم تلین او د ثور ۸ مه د اسلامي انقلاب د بریا ورځ […]
فراه باختر خبري اژانس ۲۷ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳ ۰۸ / غوایی / ۱۴۰۱
نن پنج شنبه په فراه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ا.ا.ا د بنسټ ایښودونکي امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) نهم تلین او د ثور ۸ مه د اسلامي انقلاب د بریا ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ولمانځل شوه.
یاده غونډه، چې نن په همدې موخه د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د فراه مرستیال والي ښاغلي مولوي عبدالکریم “جهادیار” په ګډون، د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست، رئیس ښاغلي مولوي عبدالحی “سباوون”، د ګڼو ریاستونو، رئیس صاحبانو، مجاهدینو، مخورو، علما کرامو، سپین ږیرو، ځوانانو او ګڼو خبریالانو هم ګډون کړی وو.
په نننۍ غونډه کې د ګڼو ویناوالو له خوا د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) د جهادي شخصیت، ژوند، قربانیو او سرښندو پر شالید بحث وشو، همدارنګه د غوایي (ثور) د ۸ مې د اسلامي انقلاب د بریا د ورځې په خاطر علما کرامو او مجاهدینو بیانونه وکړل او غونډه د ارشاد، حج او اوقافو ریاست، د رئيس ښاغلي مفتي غلام رباني په دعائیې سره پای ته ورسیده.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.