په دلارام ولسوالۍ کې ویجاړ سوي پلچکونه رغول کیږي

زرنج، د جمادي الاؤلي ۱۳مه/ د لیندي د میاشتي ۲۷ مه   د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د یادي ولسوالۍ د ښاروالۍ له عوایدو څخه ویجاړ سوي پلچکونه بیرته جوړیږي.   د دلارام ښاروال، سیف الدین “بشرمل” په استول سوي ږغیږ کلیپ کې ویلي، چې د دې ولسوالۍ د ښاروالۍ د عوایدو څخه […]

زرنج، د جمادي الاؤلي ۱۳مه/ د لیندي د میاشتي ۲۷ مه

 

د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د یادي ولسوالۍ د ښاروالۍ له عوایدو څخه ویجاړ سوي پلچکونه بیرته جوړیږي.

 

د دلارام ښاروال، سیف الدین “بشرمل” په استول سوي ږغیږ کلیپ کې ویلي، چې د دې ولسوالۍ د ښاروالۍ د عوایدو څخه د ښار په مرکز کې هغه ویجاړ سوي پلچکونه بیرته رغول کیږي، چې خلکو ته یې ستونزي جوړي کړي وي.

 

ښاروال همداراز ویلي، په آینده کې د دې ولسوالۍ د پارک جوړولو، نیالګي کښینولو او سمسورتیا په برخه کې پلان لرو، چې یې وکړو.

 

د دلارام ښاروال، سیف الدین  “بشرمل” د دې ولسوالۍ د ولسونو څخه یې د ډیرو  همکاریو هیله هم وکړه.

 

دلارام د نیمروز ولایت یوه مهمه ولسوالۍ ده، چې زیات شمېر هټۍ/ دکانونه لري او پر عمومي شاهرا پرته ده.