په خانشین ولسوالۍ کې د شري (میزل) واکسین له ټیمونو څخه نظارت ترسره شو

نن ورځ دوشنبه د هلمند د عامي روغتیا د ریاست دمرستیال  محترم دادمحمد(محمدي صاحب په مشرۍ د واکسین ګډ پلاوي د خانشین ولسوالۍ د شري د واکسین د تطبیق له ټیمونو څخه نظارت وکړ.   په یاد نظارت کي له ځایي واکسیناتورانو سره لیدنه وسوه او ورته لازمي سپارښتني وسوې دنظارت پر مهال یې یو […]

نن ورځ دوشنبه د هلمند د عامي روغتیا د ریاست دمرستیال  محترم دادمحمد(محمدي صاحب په مشرۍ د واکسین ګډ پلاوي د خانشین ولسوالۍ د شري د واکسین د تطبیق له ټیمونو څخه نظارت وکړ.

 

په یاد نظارت کي له ځایي واکسیناتورانو سره لیدنه وسوه او ورته لازمي سپارښتني وسوې دنظارت پر مهال یې یو لړ ستونزي د حل په موخه په لیکلې بڼه ثبت کړې.چې تر اړوند مسئولینو به ورسېږي.

 

په یاده ولسوالۍ کي د واکسین د مسؤلینو او د صحت مسؤلینو تر منځ ډېره ښه همږغي موجوده وه او یاد واکسین په ښه ډول ماشومانو ته تطبیق سو.

 

د یادوني وړ ده چي د یاد واکسین په زرق کولو سره  هر ماشوم ته یو صابون هم ورکول کېږی.

 

نېټه:۱۴۴۳/۵/۹/ هـ ق