پل علم ښاروالۍ د سړکونو او لويو لارو د پاکولو او وينځلو لړۍ پيل کړه

نن ماښام د پل علم ښاروالۍ مسوولينو او کارکوونکو د خپلو چارو په لړ کې يو ځل بيا پل علم ښار ته راووتل او ددغه ښار د سړکونو،فرعي لارو،لويو لارو او په ټوله د پل علم ښار د پاکولو او وينځلو لړۍ پيل کړه. دغه چاره د پل علم ښاروالی د رهبری د نظارت او […]

نن ماښام د پل علم ښاروالۍ مسوولينو او کارکوونکو د خپلو چارو په لړ کې يو ځل بيا پل علم ښار ته راووتل او ددغه ښار د سړکونو،فرعي لارو،لويو لارو او په ټوله د پل علم ښار د پاکولو او وينځلو لړۍ پيل کړه.

دغه چاره د پل علم ښاروالی د رهبری د نظارت او څارنې لاندې پيل شوه، چې د ښار ټولې برخې به تر پوښښ لاندې راولي.

په ورته وخت کې ټولو خدماتي کارکوونکو ته لارښوونه و شوه، چې په چارو کې ناغېړي ونه کړي او د هېواد د خدمت په لار کې خدای حاضر وګڼي.

پل علم ښاروالۍ تل هڅه کړې چې ښار پاک او منظم وساتي او په دغه برخه کې يې له هېڅ راز هلو ځلو درېغ نه دی کړی.ستاسو ښاريانو او لوګريو ولسونو ملاتړ او همغږي به زموږ چارې لا ګړندۍ او له لاسته راوړنو ډکې کړي.

 25/10/2021