پروان مرکز کې پوستې فتحه، ګڼ ګوډاګیان مړه او ژوبل، وسلې ونیولي شوې

د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې پرون شپه مجاهدینو د پروان ولایت مرکز اړوند چاریکارو کې د مزدور دښمن د حرکاتو په غبرګون کې په دښمن وسله وال بریدونه ترسره کړل. دغه بریدونه د اوفیانو د غره د سر په پوستو ترسره شول چې ترسهاره یې ښه په توندۍ سره دوام درلود. د دغو […]

د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې پرون شپه مجاهدینو د پروان ولایت مرکز اړوند چاریکارو کې د مزدور دښمن د حرکاتو په غبرګون کې په دښمن وسله وال بریدونه ترسره کړل. دغه بریدونه د اوفیانو د غره د سر په پوستو ترسره شول چې ترسهاره یې ښه په توندۍ سره دوام درلود. د دغو بریدونو په نتېجه کې د دښمن ګڼې پوستې فتحه، یو شمېر عسکر او اربکیان مړه او ژوبل، ۱ تن ژوندی نیول شوی او نور له سیمې تښتېدلي دي.

دغه رنګه یاده فتحه کې له دښمن څخه ۵ ايم ۱۶ ټوپک، ۱پيکا، ۱راکيټ، ۱کلاشينکوف او یوه اندازه مهمات نیول شوي دي.

‏03‏/08‏/2021