پروان: سیاه ګرد او کوه صافي کې د کابل ادارې ۱۲ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام پرون د پروان ولایت په سیاه ګرد او کوه صافي کې د مزدوري ادارې ۱۲ تنه عسکر د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې […]

د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام پرون د پروان ولایت په سیاه ګرد او کوه صافي کې د مزدوري ادارې ۱۲ تنه عسکر د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو.

د راغلو کسانو نومونه په لاندې ډول دي:

 ۱: نقیب الله د محمد زبورزوی د سیاګرد ولسوالۍ د قمچاق اوسیدونکی، پولیس

۲: محمدضمیر د محمدرفیق زوی د سیاګرد ولسوالۍ د فندقستان اوسیدونکی، عسکر

۳: محمد تمیم د محمدولی زوی د سیاګرد ولسوالۍ درنګاب اوسیدونکی اربکی

۴: محمدشفیق د شیررحمان زوی د سیاګرد ولسوالۍ د باغ ګودر اوسیدونکی، پولیس

۵: محمدرفیق د شیررحمان زوی د سیاګرد ولسوالۍ دباغ ګودر اوسیدونکی

۶: نورالرحمن د ښایسته میر زوی د سیاګرد ولسوالۍ د بالاکلا اوسيدونکى عسکر

۷: نور آغا د حاجي سردار د سیاګرد ولسوالۍ دوازغر اوسيدونکى، د کمپاین کارمند

۸: حفیظ الرحمن د خیرمحمدزوی دسیاګرد ولسوالۍ د قمچاق اوسيدونکى، ظابط

۹: نجیب الله دعزیزخان زوی دکوه صافي ولسوالي دمنډیقول اوسیدونکی، عسکر

۱۰: زعفران خان د بسم الله زوی دکوه صافی ولسوالۍ دمنډیقول اوسیدونکی، عسکر

 ۱۱: زرګل د سیدالرحمن  زوی دکوه صافي ولسوالۍ د باباغمبکي اوسیدونکی،اربکی

۱۲: اغاګل د نیازګل زوی دسیاګرد ولسوالۍ دشاهی خیلو اوسیدونکی، پولیس

تسلیم شوو، پولیسو، اربکیانو، عسکرو او نورو له جګړې او مخالفته د خپلې بیزارۍ په اعلانولو سره په تېرو اعمالو پښېماني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې ده، چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ فعالیت نه کوي.

‏2021‏/8‏/6