هلمند کي د کرني او وترنری انستيتیوت محصلینو ته د نباتاتو په اړه په عملي شکل معلومات ورکړل سوه:

    نن دهلمند ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان څېړنیز فارم کي د کرني او وترنري انستیتیوت محصلینو ته په عملي شکل د نباتاتو د اصلاح کولو، اګرانومي امراضو ، د زراعتي تجاربو تطبیق او د تخمونو د اصلاح کولو او تولید په برخه کې د یاد څېړنیز فارم د […]

 

 

نن دهلمند ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بولان څېړنیز فارم کي د کرني او وترنري انستیتیوت محصلینو ته په عملي شکل د نباتاتو د اصلاح کولو، اګرانومي امراضو ، د زراعتي تجاربو تطبیق او د تخمونو د اصلاح کولو او تولید په برخه کې د یاد څېړنیز فارم د متخصصینو او مسلکي کارمندانو  له لوري د یاد انستیتیوت محصلینو ته په عملي شکل معلومات ورکړل سوه.

 

د یادوني وړ ده چي د بولان څېړنیز فارم د هیواد په سطحه د زراعتي عملي زدکړو لپاره ښه مرکز ګڼل کیږي، هر کال د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځۍ او د کرهڼي او وترنري انستیتیوت محصلینو  ته د عملي کار لپاره د یاد فارم د مسلکي استادانو لخوا په عملي ډول زده کړه ورکول کیږي.

 

د یاد انستیتیوت محصلینو د کرني ریاست د رهبرۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چي د کرنې ریاست د مسلکي کارمندانو لخوا ورته د کرهڼي په برخه کي هر اړخیز معلومات په عملي شکل ورکړل سوه.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۶ هـ ق