مولوې محمد ظاهر زرکمر د کلیو بیارغونې اوپراختیا ریاست لپاره د سرپرست رئیس په توګه دنده پیل کړه.

د لغمان ولایت کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت څخه راغلي پلاوي مولوي بخت منیراحمد او د ولایت د مقام استازي مولوي کریم شاه د يوې غونډ په ترڅ کې مولوې محمد ظاهر زرکمر دکلیو بیا رغونې اوپراختیا ریاست کارکوونکو او اړوند برنامو ته دسرپرست رئیس په توګه وروپيژنده. دولایت دمقام استازي دکلیو بیارغونې اوپراختیا ریس […]

د لغمان ولایت کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت څخه راغلي پلاوي مولوي بخت منیراحمد او د ولایت د مقام استازي مولوي کریم شاه د يوې غونډ په ترڅ کې مولوې محمد ظاهر زرکمر دکلیو بیا رغونې اوپراختیا ریاست کارکوونکو او اړوند برنامو ته دسرپرست رئیس په توګه وروپيژنده.

دولایت دمقام استازي دکلیو بیارغونې اوپراختیا ریس په اړه وويل ښاغلی زرکمر په وطن مین شخص دی په تیرکې یې له مختلفو موسسو سره همکارې کوله په پروژو کې پوره تجربه لرې اوددې ریاست لپاره وړ دی.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت څخه راغلي پلاوي بخت منیراحمد ښاغلی مولوي زرکمر رسمآ د لغمان ولایت دکلیو بیارغونې اوپراختیا ریس په توګه ددې ریاست کارکوونکوته ورپيژنده اود ریاست له کارکوونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې په چاروکې ورسره پوره همکارې وکړې.