مولوي محمدالدین‌شاه محبط د لوګر امنیه قوماندان وټاکل شو

هغه مراسم چې د لوګر د نوي امنیه قوماندان د معرفي کولو په مناسبت د لوګر د امنیه قومندانۍ په تالار کې جوړ شوي وو، پکې د لوګر والي حاجي مالي خان، د لوګر مرستيال والي مولوي انعام الله صلاح الدين، د لوګر پخوانى مرستيال والي مولوي محمد حنيف تایب، د لوګر پخوانى امنيه قوماندان […]

هغه مراسم چې د لوګر د نوي امنیه قوماندان د معرفي کولو په مناسبت د لوګر د امنیه قومندانۍ په تالار کې جوړ شوي وو، پکې د لوګر والي حاجي مالي خان، د لوګر مرستيال والي مولوي انعام الله صلاح الدين، د لوګر پخوانى مرستيال والي مولوي محمد حنيف تایب، د لوګر پخوانى امنيه قوماندان مولوي ضياء الحق حامد، د لوګر امنیت آمر مولوي محمد خلیل ابو عرفان، د لوګر ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې آمر مولوي محمدآجان رهبر، د لوګر ولایت مقام د دفتر رییس مولوي میرویس، ولسوالانو، علماو، مشرانو، قوماندانانو او دلګی مشرانو حضور درلود.

غونډه د قران العظیم‌الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د لوګر والي حاجي مالي خان خبرې وکړې او ویې ویل چې په دولتي ادارو کې تغییرات او تبدیلات یو اصل دی، او دا بدلونونه د پخوانیو چارواکو د لری کیدو به معنی ندی؛ بلکې دوی ته لوی مسؤلیتونه په نظر کی نیول شوی دی.

د لوګر والي زیاته کړه، چې د لوګر ولایت چارواکي او ټولې دولتي ادارې به د هېوادوالو د لا ښه امنیت په موخه له امنیه قوماندانۍ سره په ګډه کار وکړي.

د لوګر والي حاجي مالي خان د لوګر له پخواني امنيه قوماندان مولوي ضياءالحق حامد څخه چې د اسلام دين او د افغانستان اسلامي امارت ته يې د خدمت په لاره کې د هغه د کار او ژمنتيا له امله مننه وکړه.

ورپسې د لوګر پخواني امنيه قوماندان مولوي ضياءالحق حامد په خپلو خبرو کې وويل؛ موږ په ټول اخلاص سره د لوګر ولايت او د هېواد په نورو سيمو کې جهاد کړې، هغه زياته کړه، چې ملت او مجاهدين هيڅکله یو بل نه جلا نه دي، د مولوي ضیاءالحق حامد په خبره، د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدین د ملت په زور بریالي شول.

د لوګر نوي امنيه قوماندان مولوي محمدالدين شاه محبط وويل: “موږ په تېر کې هم لوګر ولایت کې ماموريت ترسره کړی، ان شاءالله دا ځل به هم دغه دروند مسووليت په برياليتوب سره ترسره کړو.”

د لوګر مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح‌الدین په خپلو خبرو کې وویل؛ تاسو او زه چې نن په دې مقام کې یو، د افغانستان د اسلامي امارت د شهیدانو د وینو او د هغوی د کونډو او یتیمانو له برکته ده، دوی باید په هیڅ حالت کې هیر نشي. “