مولوي حیات‌الله د کندهار ولایت مقام د مالي او اداري مرستیال په توګه رسماً معرفي سو

  کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د پنجشنبې په ورځ مخکي تر غرمې د یوې غونډي پرمهال د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال مولوي حیات‌الله په رسمي ډول معرفي کړ، چي د ولایت مقام ټولو کارکوونکو، مامورینو او اجیرانو حضورد درلود.   د یادي غونډي په پيل کي لومړی د کندهار ولایت مقام د […]

 

کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د پنجشنبې په ورځ مخکي تر غرمې د یوې غونډي پرمهال د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال مولوي حیات‌الله په رسمي ډول معرفي کړ، چي د ولایت مقام ټولو کارکوونکو، مامورینو او اجیرانو حضورد درلود.

 

د یادي غونډي په پيل کي لومړی د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله د کندهار ولایت مقام د نوي ټاکل سوي مالي او اداري مرستیال د منظورۍ مکتوب ولوست او وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په خپلو خبرو کي نوی ټاکل سوی مالي او اداري مرستیال د ا،ا،امارت مهم او د زیاتي تجربې درلودونکی شخص یاد کړ او په خپلو خبرو کي یې د ولایت مقام د ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل، ترڅو ځورېدلي ولس ته د ښه خدمت کولو په موخه د ولایت مقام د نوي ټاکل سوي مالي او اداري مرستیال سره په بشپړه توګه همکاري وکړي.

 

کندهار والي په خپلو خبرو کي د ولایت مقام د ټولو کارکونکو څخه هم رضایت وښود، چي د فساد څخه لیري یې په شفاف ډول ټولي چاري مخته وړي، چي په خبره یې همدا ددې شرعي نظام ښه استازیتوب دئ.

 

وروسته د کندهار ولایت مقام نوي ټاکل سوي مالي او اداري مرستیال مولوي حیات‌الله په خپلو خبرو کي لومړی د ا،ا،امارت د مشرتابه څخه مننه وکړه، چي دې ځورېدلي ولس ته یې د خدمت کولو زمینه ورته برابره کړه او په خپلو خبرو کي یې د کندهار ټول ولس ته ډاډ ورکړ، چي د کندهار والي سره په ګډه به ولس ته د هوسا ژوند برابرولو برخه کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي.

 

مولوي حیات‌الله د خپلو خبرو په وروستیو کي وویل، اوس ټول په یوې لویي ازمویني کي شتون لرو، چي په دې ازموینه کي د بریالیتوب په موخه باید ددې ځورېدلي ولس لپاره په ګډه کار وکړو، چي په دې برخه کي یې د کندهار والي او د ولایت مقام د کارکوونکو څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.

 

وروسته د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال د ولایت مقام د د مسئولینو له لوري د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو او په کارونو کي یې د بریالیتوب په موخه دُعا وسوه.

 

پنجشنبه: ۱۴۴۳/۵/۱۱