ملابرادر اخند د هرات له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۴مه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي امارتي پلاوي نن سهار هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ولایت ته له رسېدو سره سم زنده جان ولسوالۍ ته لاړ […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۴مه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي امارتي پلاوي نن سهار هرات ولایت کې له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ولایت ته له رسېدو سره سم زنده جان ولسوالۍ ته لاړ ‏ او هلته یې د زلزلې له امله زیانمنې شوې سیمې له نېږدې وکتلې او زیانمنو شویو هېوادوالو ته یې تسلیت او د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل. محترم ملا صاحب او مل پلاوي د شهیدانو په جنازه کې ګډون وکړ او هغوی ته یې د جنت الفردوس، قريبانو ته يې د جميل صبر او زخميانو ته د عاجلې شفاء دعا وکړه.
‏ او د هرات له شریف ولس سره یې ځان په دغه لویه غمیزه کې شریک وباله. محترم ملا صاحب وویل، اسلامي امارت د متضرر شویو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دی او تر هغو به یې همکاري او لاس‌نیوی وکړي، څو مو چې وران شوي کورونه بېرته ورغول شي او ژوند مو عادي حالت ته راوګرځي.