لښکرګاه کي درې تنه د غلا په تور ونیول سوه:

    تېره شپه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه درېیمه حوزه بولان سیمه کي د څلورو هغه نفرو دجملې څخه چي زموږ د یو هیوادوال د کورڅخه یې یو عراده موټرسایکل غلا کړی وو درې تنه ونیول سوه.   دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي تېره شپه څلور تنه عبیدالله، قدرت الله، عنایت الله او […]

 

 

تېره شپه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه درېیمه حوزه بولان سیمه کي د څلورو هغه نفرو دجملې څخه چي زموږ د یو هیوادوال د کورڅخه یې یو عراده موټرسایکل غلا کړی وو درې تنه ونیول سوه.

 

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي تېره شپه څلور تنه عبیدالله، قدرت الله، عنایت الله او عبدالحمید د یو بل هېوادوال شېر اغا کورته ورغلي او یو عراده موټرسایکل یې غلا کړی وو.

 

خبر زیاتوي چي د مسئولینو تر جدي اقدام وروسته درې تنه تورن کسان د موټرسایکل سره یوځای لاس په لاس نیول سوي او د عبدالحمید په نوم کس په تېښته بریالی سوی دی.

 

نیول سوي کسان اړوند ارګان او موټرسایکل خپل اصلي مالک ته وسپارل سو.

موضوع تر څېړني لاندي ده.

 

نېټه: ۱۴۴۳/۷/۲۷ هـ ق