لښکرګاه ښاروالي د ښار په مختلفو برخو کي ۱۰۰۰۰ لس زره نیالګي کښېنوي:

  هلمند کي د پسرلی د موسم په راتګ سره لښکرګاه ښاروالي  پلان لري چي د ښار په ټولو ناحیو کی زرګونه مېوه لرونکي او غیري مېوه لرونکي  نیالګي کښېنوي. همدا نن د لښکرګاه ښار په اوومه ناحیه  بیټون سیمه کي د ښاروالۍ له خوا د سلګونه زینتي نیالګیو د کښېنولو پروسه پیل سوه.   […]

 

هلمند کي د پسرلی د موسم په راتګ سره لښکرګاه ښاروالي  پلان لري چي د ښار په ټولو ناحیو کی زرګونه مېوه لرونکي او غیري مېوه لرونکي  نیالګي کښېنوي.

همدا نن د لښکرګاه ښار په اوومه ناحیه  بیټون سیمه کي د ښاروالۍ له خوا د سلګونه زینتي نیالګیو د کښېنولو پروسه پیل سوه.

 

د یادي سیمي د ګذر وکیل قاري محبوب او د دې سیمي اوسېدونکي محمد شریف دانش د نیالګیو پر ارزښت خبري وکړي.

دوی وایي: نیالګي د ښار د ښکلا او سمسورتیا په برخه کي ګټور دي، چي د هوا په پاکوالي او د ککړي هوا په مخنیوي کي مهم رول لري .

 نوموړو له ښاروالۍ  څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چي نیالګي ایښودل به یې د ثواب ترڅنګ  ښار ته  سمسورتیا  او ښکلا هم ورکړي.

دوی ژمنه وکړه چي یاد نیالګي  به تر ایښودنې وروسته په سمه توګه پالي او ساتنه به یې کوي.

 

د لښکرګاه ښاروالۍ د مطبوعاتو مدیر طاهر ابشار د باختر اژانس خبریال ته وویل چي لښکرګاه ښاروالي سږکال د ښار په ټولو ناحیو کي د څه باندي ۱۰۰۰۰ مېوه لرونکو او غیري مېوه لرونکو نیالګیو د کښینولو پلان لري چي دا مهال یې په ناحیو کي د کښېنولو پروسه روانه ده.

 

نوموړی وایي: نیالګي په ښار کي د پاکي هوا او د ککړ چاپیریال د مخنیوي په هدف کښینوي چي په وینا یې لښکرګاه ښاروالي خلکو ته د نیالګیو د روزني او پالني په برخه کي د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره اچولي خو بیا هم ښاریان یې ساتني او پالني ته توجه نه کوي.

هغه له ښاریانو او عامو خلکو غوښتنه وکړه چي ښار کي د نیالګیو د ساتني او پالني په برخه کي د لښکرګاه ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

 

همداراز د لښکرګاه ښار د اوومې ناحیې مدیر عبدالهادي آغا وویل چي وړاندي يې نیالګیو ته د هلمند سیند څخه په ټانکرونو کي اوبه راوړلې چي  په خبره یې  سږکال د آبیارۍ سیستم جوړ سوی او دوی کولای سي د ټولي ناحیې نیالګیو ته پرېمانه اوبه ورکړي او د وچېدو څخه یې وژغوري.

نوموړي د یادي سیمې له اوسېدنکو غوښتنه وکړه چي د نیالګیو ساتني او روزني ته پاملرنه وکړي او خپله هم په مختلفو برخو کي نیالګي کښېنوي.

 

د یادونې وړه ده چي لښکرګاه ښاروالي هرکال د پسرلي په موسم کي د ښار د ټولو ناحیو په بېلا بېلو ځایونو کي زرګونه نیالګي کښینوي چي وروسته زیات نیالګي د خلکو د نه پاملرنې له امله له منځه ولاړ سي.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۶ هـ ق