لغمان کې له درې میاشتې ځنډ ورورسته د الکترونیکي پېژند پاڼو د وېش لړۍ بیرته پیل شوه

د ا.ا په راتګ د لغمان په شمول ډیرو ولایتونو کې د الکترونیکي پیژند پاڼو او پاسپورټونو د وېش لړۍ درېدلې وه، خو له درې میاشتو ځنډ وروسته نن د پیژند پاڼو د ویش دا لړۍ د لغمان د والي قاري ذین العابدین په شتون کې یوځل بیا پیل شوه. د لغمان خلک د پېژندپاڼو […]

د ا.ا په راتګ د لغمان په شمول ډیرو ولایتونو کې د الکترونیکي پیژند پاڼو او پاسپورټونو د وېش لړۍ درېدلې وه، خو له درې میاشتو ځنډ وروسته نن د پیژند پاڼو د ویش دا لړۍ د لغمان د والي قاري ذین العابدین په شتون کې یوځل بیا پیل شوه.
د لغمان خلک د پېژندپاڼو د ویش په بیا پیل کېدو خوښ دي او وایي چې د نویو پیژندپاڼو د ورکړې لړۍ هم باید پیل کړي.
د لغمان د احصايې امر مولوي عبدالحی په دې اړه وويل چې د شپږ زره پيژند پاڼو د ویش لړۍ یې له درې میاشتو ځنډ وروسته پیل کړه، نوموړي وویل د هغو کسانو پیژند پاڼ ورکوي چې له وړاندې دوى سره ثبت او راجستر شوي و.

والي قاري ذین العابدین ددې پیژند پاڼو د بیا پیل کیدو په اړه خوښي وښوده، هغه وویل چې د ښځينو کارکونکو او مراجعينو لپاره به مناسبه کاري چاپيريال چمتو کوي او خپلې چارې به پرمخ بیایي.