لغمان والي او امنیه قومندان له ټولو امنیتي حوضو لیدنه وکړه

لغمان والی قاري ذین العابدین او امنیه قومندان مولوي فیصل نن ماخام په لغمان کې له امنیتي حوضو لیدنه وکړه. والي او قومندان دواړو په لغمان کې د حوضو مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې چې د امنیت، نظم او د وضعیت د جوړیدو لپاره هڅې وکړي. هغوی د حوضو مسؤلینو ته وویل چې ښاري نظم باید […]

لغمان والی قاري ذین العابدین او امنیه قومندان مولوي فیصل نن ماخام په لغمان کې له امنیتي حوضو لیدنه وکړه.

والي او قومندان دواړو په لغمان کې د حوضو مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې چې د امنیت، نظم او د وضعیت د جوړیدو لپاره هڅې وکړي.

هغوی د حوضو مسؤلینو ته وویل چې ښاري نظم باید جوړ کړي ښار او شاوخوا سیمو کې چاته د ګډوډیو اجازه ورنه کړي.

د حوضو ځینو مسؤلینو خپلې لاسته راوړنې او ستونزې له والي او قومندان سره شریکې کړې او دوی یې د حل په موخه ډاډ ورکړ.

2/11/2021