لغمان: علینګار کې له ۱۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

علينګار ولسوالۍ کې د لس زره امريكايي ډالرو په ارزښت د المواسات خيريه بنسټ له لوري په سلو بې سرپرستو کورنيو خوراكي او غير خوراکي توکو مرسته وويشل شوه. دغه مرستې چې د تېرو جګړو د يتيمو ماشومانو لپاره ځانګړې شوې وې نن د علينګار ولسوال قاري زاهدالله فاتح په لاسونو دغه اړمنو کورنيو ته […]

علينګار ولسوالۍ کې د لس زره امريكايي ډالرو په ارزښت د المواسات خيريه بنسټ له لوري په سلو بې سرپرستو کورنيو خوراكي او غير خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.

دغه مرستې چې د تېرو جګړو د يتيمو ماشومانو لپاره ځانګړې شوې وې نن د علينګار ولسوال قاري زاهدالله فاتح په لاسونو دغه اړمنو کورنيو ته وويشل شو.
د المواسات خيريه بنسټ مسول پر وينا دغه مرسته سلو کورنيو ته ځانګړې شوې وه چې تر دقيقې سروې وروسته نن ورته سپارل کيږي.

د علينګار ولسوال قاري زاهدالله فاتح د المواسات بنسټ څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې لا به هلې ځلې وکړي څو دې ورته نورې مرستې راجلبې کړي.

بيا مرسته اخيستوونکو د ا.ا او المواسات خيريه بنسټ څخه مننه وکړه چې په ډيرو مهمو حالاتو کې يې ددوى لاس نيوي وکړو او ورسره يې مرسته وکړه
دوى په نورو شتمنو هم غږ وکړو چې دوى سره دېته ورته د خوراکي او غير خوراكي توکو مرسته وکړي.

10 ربیع الثانی 1443