لغمان: د مرکز او ۵ ولسوالیو معیوبینو له والي سره خپلې ستونزې شریکي کړې

د لغمان د مرکز او پينځه ګونو ولسواليو يو شمېر معيوبېنو د لغمان والي صاحب سره دده په کاري دفتر کې وکتل او خپلې شته ستونزې ورته د حل په موخه وړاندې کړې. د مرکز او پينځه ګونو ولسواليو ددغو معيوبيو په استازيتوب څو تنو يې پخپلو خبرو کې د لغمان والي څخه په دې […]

د لغمان د مرکز او پينځه ګونو ولسواليو يو شمېر معيوبېنو د لغمان والي صاحب سره دده په کاري دفتر کې وکتل او خپلې شته ستونزې ورته د حل په موخه وړاندې کړې.

د مرکز او پينځه ګونو ولسواليو ددغو معيوبيو په استازيتوب څو تنو يې پخپلو خبرو کې د لغمان والي څخه په دې مننه وکړه چې د ولايت مقام دروازې د ولسونو پر وړاندې پرانيستي او د خلکو ستونزې اوري.

دوى خپل يو شمېر ستونزې چې د خپلو مادي حقوقو، د استوګنو رهايشي نمرو او کاري اسانتياوو برابرولو په برخه کې درلودى د حل په موخه د لغمان ښاغلي والي قاري صيب ﺯين العابدين ته وړاندې کړې.

ورپسې د لغمان والي قاري صاحب ﺯين العابدين دوى ته د ښه راغلاست ويلو پخوا کې ددوى پر قربانيو او سر ښندنو خبرې وکړې وويل تاسو ددې ټولې هغه حقداره طبقه ياست چې ددې هېواد او هېوادوالو د ازاد او هوسا ژوند د تيرولو لپاره د خپل خواږه وجود غړي قرباني کړي.

ښاغلي والي صيب ددوى ستونزې پر ځاى يادې کړې ورته ډاډ يې ورکړ چې ددوى ستونزې به له له مرکزي چارواكو سره تر شريکولو وروسته به د هغه د لارښوونو سره سم قانوني اجراآت وکړي.
10 ربیع الثانی 1443