فراه ولایت د مستوفیت ریاست له خوا په راټول شویو عوایدو کې ۹۱/۷ سلنه لوړوالی راغلی دی.

    ۲۵ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳ ۰۶ / غوایی / ۱۴۰۱   د فراه ولایت د مستوفیت ریاست، مسؤلین د عوایدو په راټولو او پرمختګ کې د پخوا په پرتله، سږنی مالي کال ښه ارزوي، دوی د راټول شويو عوایدو ګراف لوړ بولي.   د فراه ولایت د مستوفیت ریاست، رئیس ښاغلي مولوي […]

 

 

۲۵ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳

۰۶ / غوایی / ۱۴۰۱

 

د فراه ولایت د مستوفیت ریاست، مسؤلین د عوایدو په راټولو او پرمختګ کې د پخوا په پرتله، سږنی مالي کال ښه ارزوي، دوی د راټول شويو عوایدو ګراف لوړ بولي.

 

د فراه ولایت د مستوفیت ریاست، رئیس ښاغلي مولوي عتیق الله “خالد” باختر خبري آژانس ته په خبرو کې وویل، چې زموږ د رهبرۍ او اداري پرسونل په هلو ځلو سره له بیلا بېلو برخو څخه د یاد ریاست د ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال د لومړنیو څلورو میاشتو ( مرغومې، سلواغې، کب او وري ) راټول شوی عواید (۱۶۱،۳۴۶،۰۸۱) افغانۍ دی، چې د دې ریاست د تیر کال عواید په یادو څلورو میاشتو کې (۸۴،۱۵۶،۷۹۶) افغانۍ وه، چې سږ کال د (۷۷،۱۸۹،۲۸۵) افغانیو په توپیر د تیر کال په نسبت (۹۱،۷) سلنه زیاتوالی راغلی او دولتي خزانې ته مو سپارلی دی.

 

ښاغلي “خالد” همدارنګه د ټولو مالیه ورکوونکو او عایداتي سرچینو له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د خپلو مالیاتو پر ورکړه، له موږ سره مرسته وکړئ او پر ټاکلي وخت یې د مستوفیت اړوندې څانګې ته وسپارئ.