فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر مسؤلینو، د ګاونډ هیواد ایران له مسؤلینو سره، د دې بندر په پایانه صفرې نقطه کې ناسته ترسره کړه.

  فراه باختر خبري اژانس ۲۷ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳ ۰۸ / غوایی / ۱۴۰۱ تیره ورځ چهارشنبه، د ا.ا.ا، فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر مسؤلینو، د ګاونډ هیواد ایران له لوړ پوړو چارواکو سره، د دې بندر په پایانه صفرې نقطه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو او خنډونو […]

 

فراه باختر خبري اژانس
۲۷ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳
۰۸ / غوایی / ۱۴۰۱

تیره ورځ چهارشنبه، د ا.ا.ا، فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر مسؤلینو، د ګاونډ هیواد ایران له لوړ پوړو چارواکو سره، د دې بندر په پایانه صفرې نقطه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو او خنډونو د له منځه وړلو او حل کولو په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.

یاده ناسته د شیخ ابونصر فراهي بندر د کمیسار ښاغلي مولوي ساجد په مشرۍ رهبرې کیده، په غونډه د کمیسار ښاغلي ساجد په ګډون، د یاد بندر ګڼو مسؤلینو هم ګډون درلود.

غونډه لومړی د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پرانیستل شوه.

ورپسې د دواړو هیوادونو د مسؤلینو له خوا د سوداګریزو چارو د لا ښه سمون او د ستونزو د له منځه په خاطر له یو بل سره د سالمو اړیکو، همغږۍ، په پایانه صفري نقطه کې د څلورو دخولي او خروجي دروازو جوړولو، د دواړو لوریو له خوا په ۲۴ ساعته توګه کار کولو، د رخصتیو پر وخت د کارکونکو حاضریدلو، د اسکنرونو د نصبولو، په سوداګریزو چارو کې د روڼ میکانیزم په رامنځته کولو او نورو لازمو مواردو باندې بحث او موافقه وشوه.