غزني والي: مرستندویه مؤسیسې دي بېوزلو کورنیو ته پایداره پروژې وړاندي کړي

  نن ورځ شنبه له غرمې مخکي د غزني والي خلیفه خلیف محمد اسحاق اخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ناروې مؤسیسې له مشر ‘”تاریا واټر ډال” او د غزني لپاره د ناروې کمېټې مسؤل “غفار رحمتي”سره لیده کاته ترسره کړل. په پیل کې ښاغلي واټر ډال په غزني ولایت کې د ترسره […]

 

نن ورځ شنبه له غرمې مخکي د غزني والي خلیفه خلیف محمد اسحاق اخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ناروې مؤسیسې له مشر ‘”تاریا واټر ډال” او د غزني لپاره د ناروې کمېټې مسؤل “غفار رحمتي”سره لیده کاته ترسره کړل.
په پیل کې ښاغلي واټر ډال په غزني ولایت کې د ترسره کړیو خدماتو ترڅنګ په راتلونکي کې په دې ولایت کې له بېوزلو کورنیو سره د مرستي او هغوی ته د کار زمېني برابرولو په برخه کې خپل ترتیب کړي کاري پلانونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې په شفاف ډول به د مرستو د وېش او بېوزلو کورنیو ته د کار زمېنې برابرولو په برخه کې کار کوي.

والي صاحب د دوی له ترسره کړیو خدماتو او په راتلونکي د کاري پلانونو د ستایني ترڅنګ زیاته کړه: ( مرستندویه مؤسیسې دي بېوزلو کورنیو ته داسي پایداري پروژې وړاندي کړي چې د هغوی مشکل حل او فقر یې تر ډېره حده او د تل لپاره له مینځه لاړ شي، دا یوه داسي کړنلاره ده چې په عملي کېدو سره به یې ډېری بېوزله افغانان په کار بوخت وي او د کار په بدل کې به یې مشکل حل وي).
همدارنګه والي صاحب د یادي مؤسیسې مشر ته د غزني ولایت اړوند د ځیني ویجاړ شویو پلچکونو او د ولسوالیو اړوند عمومي لارو د ترمیم په برخه کې لازمې مشورې او هڅوَني شریکي کړې او دوی ته یې د پوره امنیت او هر اړخیزي همکارۍ ډاډ ورکړ

۱۴۴۳/۶/۱۹
/۱۴۰۰/۱۱/۲