سعودي عربستان ته ۵۰۰۰ جلده پاسپورتونه ولېږل شول

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر محترم مولوي صاحب امیر خان “متقي” په حُکم او د قونسلي چارو د رئیس محترم مولوي صاحب محمد شفیق “خطیب” په هڅو (5000) پنځه زره جلده پاسپورټونه په سعودي عربستان کې د افغانستان لوي سفارت ته ولېږل شول. د بهرنیو چارو وزارت رهبري هڅه کوي چې د […]

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزیر محترم مولوي صاحب امیر خان “متقي” په حُکم او د قونسلي چارو د رئیس محترم مولوي صاحب محمد شفیق “خطیب” په هڅو (5000) پنځه زره جلده پاسپورټونه په سعودي عربستان کې د افغانستان لوي سفارت ته ولېږل شول.
د بهرنیو چارو وزارت رهبري هڅه کوي چې د نړۍ په کچه د خپلو ستړو او مسافرو افغانانو وروڼو ستونزو ته پوره رسیده ګي وکړي او په کور دننه او بهر د ټولو هېوادوالو ستونزې حل کړي.
همدارنګه د قونسلي چارو ریاست به د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ د محترم ریاست په همکارۍ په نږدې راتلونکې کې د سعودي عربستان په شمول د نړۍ نورو هېوادونو ته هم د اړتیا په صورت کې په تدریجي ډول د پاسپورټونو د لېږلو بهیر پیل کړي.