سالنګ کې په یوې ترافیکي پیښه کې ۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)بیګا شپه ۱۱:۳۰ د شمالي سالنګ مربوط د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ مربوطاتو کې د یو عراده ۵۸۰ ډوله موټر د بې لارې کیدو له امله ۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د سالنګ د څار اوساتنې رئیس حافظ محمد رسنیو ته ویلي:   یاد ۵۸۰ ډوله موټر د بغلان ولایت خنجان […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)بیګا شپه ۱۱:۳۰ د شمالي سالنګ مربوط د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ مربوطاتو کې د یو عراده ۵۸۰ ډوله موټر د بې لارې کیدو له امله ۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د سالنګ د څار اوساتنې رئیس حافظ محمد رسنیو ته ویلي:   یاد ۵۸۰ ډوله موټر د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ مربوطاتو کې د چراغونو د خرابیدو له امله له سړک بې ځایه او سیند ته لویدلی، چې په کې ۵ تنه نارینه ۲ ښځې او یو ماشوم مړه، او تر ۳۰ تنو زیات ټپیان دي.
  ښاغلي یعقوب زیاته کړه: ټپیان په لومړیو کې د خنجان ولسوالۍ صحي مرکز ته وړل شوي، او هغه ټپیان چې ټپونه یې ژور وه هغوي کې د بغلان مرکزي روغتون ته لیږدولي.