زابل: د پوهنې مسئولينو د پنځو ولسوالیو له ښوونيزو ادارو څخه ليدنه تر سره کړه

د زابل ولایت دتعلیم او تربيې مسئولینو ددې ولایت د شینکۍ، اتغر، شملزی، نوبهار اوشاجوی ولسوالیو د ټولو ښوونځیو او مدارسو څخه لیدنه وکړه او د تعلیمي ادارو دنظارت ترڅنګ یې په سیمه کې له قومي مخورو، سپین ږیرو او عامو خلکو سره هم دغونډو په ترځ کې وکتل، په یادو غونډو او لیدنو کې […]

د زابل ولایت دتعلیم او تربيې مسئولینو ددې ولایت د شینکۍ، اتغر، شملزی، نوبهار اوشاجوی ولسوالیو د ټولو ښوونځیو او مدارسو څخه لیدنه وکړه او د تعلیمي ادارو دنظارت ترڅنګ یې په سیمه کې له قومي مخورو، سپین ږیرو او عامو خلکو سره هم دغونډو په ترځ کې وکتل، په یادو غونډو او لیدنو کې ټولو ګډونوالو ته د تعلیم او تربیې په برخه کې د استاذانو د تعلیمي وړتیا او علمي ظرفیت د لوړوالي، د تعلیمي اصولو او مهارتونو د عملي کولو، د شاګردانو د تشویق او ترغیب په موخه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.

په دې غونډو کې ګډونوالو دخوښۍ اظهارو کړ. او د تعلیم او تربیې په برخه کې يې د ځايي مسئولینو سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د تعلیمي ادارو د ښوونکو او زده کوونکو د حاضرۍ کتابونه وکتل شول، همدا راز د ښوونکو دتعلیمي کیفیت ارزونه وشوه او د پوهنې د مسئولينو لخوا ښوونکو ته د درس اوتدريس په هکله لازمې سپارښتنې وشوې.۲۰۲۱/۷/۱۶