د یوناما دفتر مشر د بلخ ولایت له والي سره پۀ یو لړ موضوعاتو خبرې وکړې

دغه لیدنه چې د بلخ ولایت مقام دفتر کې تر سره شوه، په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې. د یوناما دفتر مشر د خبرو په لړ کې وویل، “چې ځینې خلک زموږ د دفتر په آدرس مراجعه کوي، چې ګواکي له امنیتي ګواښونو سره مخ دي، یوناما مشر وویل که څه هم […]

دغه لیدنه چې د بلخ ولایت مقام دفتر کې تر سره شوه، په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې. د یوناما دفتر مشر د خبرو په لړ کې وویل، “چې ځینې خلک زموږ د دفتر په آدرس مراجعه کوي، چې ګواکي له امنیتي ګواښونو سره مخ دي، یوناما مشر وویل که څه هم موږ ته معلومه ده، چې دا خبرې له حقیقت لرې دي؛ خو بیا هم حکومتي مسئولینو سره یې یادول اړین بولم”.

په دې لیدنه کې د یوناما دفتر مسئول د اوزبیکستان هېواد له لارې پر صادراتو لوړې محصولاتي تعرفې اړوند خبرې ؤکړې او د مالیې د کمښت د تحقق په اړه یې هم بحث او خبرې درلودې.

د یوناما مشر د رارسېدلو کومکونو په اړه هم نظر او پوښتنې وکړې او په ټوله کې یې د بلخ ولایت له امنیتي وضعیت څخه خوښي ؤښوده او خپله دایمي همکاري او ملاتړ یې له ا.ا څرګند کړ.

د بلخ ولایت والي ښاغلي قدرت الله “ابو حمزه” د یوناما مسئول ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې بلخ ولایت کې د ا.ا تر ولکې او عمومي عفوې، وروسته هېڅ کس ته نه تهدید شوی او نه څوک تر تعقیب لاندې دي، کوم کسان چې د خپل امنیتي وضعیت تهدید آمېزه راپورونه نشروي، هغوی فقط او فقط، ځان ته په بهرنیو هېوادونو کې د قبولیت کېس جوړوي.

همدا رنګه ابوحمزه صیب وویل چې د محصولاتي تعرفو د کمښت په اړه مو د اوزبیکستان له حکومتي مسئولینو سره خبرې کړې، خو تر اوسه یې عملي بڼه نه ده موندلې.

ښاغلي والي صیب بلخ ولایت ته د رارسېدلو کومکي موادو د توزېع په اړه وویل:” کومکونه ځینې اړمنو او مستحقو کسانو ته رسېدلي او نور هم د توزيع په حال کې دي.

ښاغلي والي صیب د بلخ ولایت د امنیت په برخه کې د یوناما دفتر ته ډاډ ورکړ، چې ا.ا، د عامه خلکو سربېره د نړۍوالو بنسټونو د امنیت او مصئونیت دنده هم پر غاړه لري او ژمنه یې ؤکړه، چې په هره برخه کې به د یوناما دفتر سره همکار او همغږی اوسي. ښاغلي والي صیب په وروستیو کې زیاته کړه، چې د ژمي موسم په رارسېدو دی؛ نو اړینه بلل کېږي، چې د بېځایه شوو او اړمنو کسانو سره بشري مرستې لا ګړندۍ او یوناما دفتر هم په دې برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د ا.ا تر حاکمیت وروسته نړۍوال سازمانونه او خیریه بنسټونه هڅې کوي، چې د اقتصادي بحران د کمښت او مخنیوي لپاره خپل مسئولیت او مکلفیت ادا کړي، یاد بنسټونه او سازمانونه په افغانستان کې له اوسني امنیتي وضعیت خوښي څرګندوي او ډاډ ورکوي، چې تر خپلې وسې به همکاري کوي.

1443/4/2