د کندز په کوربتوب دافغانستان فول رزم څلورم پړاو سیالي  ترسره شوې.

يادي سيالی دافغانستان دفول رزم ملي فدراسيون له لوري دکندز فول رزم فدراسيون اوکندز ولايت بدني روزني او ورزش امريت په همکاري په داسي حال کې وشوې، چې د ۵ ولايتونو ورزشکارانو کړی و. په کندز کې د پنځو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم دغه په زړه پورې سیالۍ ترسره شوې. مسوولين وایي، د […]

يادي سيالی دافغانستان دفول رزم ملي فدراسيون له لوري دکندز فول رزم فدراسيون اوکندز ولايت بدني روزني او ورزش امريت په همکاري په داسي حال کې وشوې، چې د ۵ ولايتونو ورزشکارانو کړی و.

په کندز کې د پنځو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم دغه په زړه پورې سیالۍ ترسره شوې.

مسوولين وایي، د فولرزم څلورم پړاو دغه سیالۍ د افغانستان د فولرزم ملي فدراسيون له لورې د کندز په کوربتوب په لاره اچول شوې وې، چې د کندز، بغلان، تخار، بلخ او د زابل ولایتونو ورزشکارانو پکې ګډون کړی او د خپلو ولایتونو په استازولۍ یې له یو بل سره خپل بخت وازمایو.

مسوولين زياتوي د سیالیو پر مهال یو شمیر ورزشکارانو د غورې لوبې په ترسره کولو میډالونه او کمربندونه هم ترلاسه کړل او د سیالیو غوره لوبغاړي هم اعلان شوي دي.

سیالیو ته د کندز ولايت له د بیلابیلو ورزشي فدراسيونونو مسولین او د ورزش مینه وال هم راغلي و او له نږدې څخه یې په پوره لېوالتيا دغه سیالۍ ننداره کولې.

په کندز کې د فولرزم سیالۍ په داسې حال ترسره کیږي، چې یوه اونۍ وړاندې هم په کندز د غیږنیونې د فدراسيون لخوا د غیږنیونې سیالۍ په لاره اچول شوې او د تخار ولايت د غیږنیونې ورزشکارانو پکې ګډون کړی.

31/10/2021