د کرنیزو محصولاتو ۲۹م خزاني نندارتون پرانیستل شو

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۴ د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن چهارشنبه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه د کرنیزو محصولاتو ۲۹م خزاني نندارتون پرانیستل شو. په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کرنې، […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۴

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن چهارشنبه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۶مه نېټه د کرنیزو محصولاتو ۲۹م خزاني نندارتون پرانیستل شو.
په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، بهرنیو ډیپلوماتانو، ملي سوداګرو، بزګرانو او ګڼ شمېر ملکي مسوولینو حضور درلود.
محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د رسمي شمېرو له مخې، شاوخوا ۶۸ سلنه خلک یې پر کرنه او مالدارۍ مصروف دي، چې متاسفانه لا هم له پخواني سیسټم استفاده کوي او کوم د پام وړ پرمختګ یې نه دی کړی.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې زموږ بزګران پر کرنه سربېره د اوبولګونې پخوانی سیسټم استفاده کوي او همدا وجه ده چې له خپلې اړتیا د زیاتو اوبو په مصرفولو سره سره بیا هم د پام وړ کرنیز محصولات نشي ترلاسه کولی. د محترم ملا صاحب په خبره، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مکلفیت لري چې د کرنې د میکانیزه کولو او د اوبولګونې د معاصرو سیسټمونو د عامولو او تطبیق په اړه بزګرانو ته ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځته او په دغه برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
محترم ملا صاحب په کور دننه د کرنیزو محصولاتو د جذب او سالم مدیریت په اړه ټینګار وکړ او په دې اړه یې اړوند وزارتونه او ادارې مکلفې وبللې، څو د کرنیزو محصولاتو د ښه جذب او په وخت تر مارکېټ پورې د رسولو په موخه د ترانسپورټ، سړو خونو، بسته بندۍ، په کور دننه او بهر کې ورته د بازارموندنې په اړه اړین سهولتونه رامنځته کړي.
په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول حکومتي ادارو غږ وکړ چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو پر مهال دې له کورنیو کرنیزو محصولاتو څخه استفاده وکړي.
د کرنیزو محصولاتو ۲۹م خزاني نندارتون د کابل په بادام باغ روزنیز او تولیدي فارم کې د کرنیزو محصولاتو د ملاتړ او په کور دننه او بهر کې ورته د بازارموندنې په موخه جوړ شوی، چې په سلګونو غرفو کې بېلابېل کرنیز محصولات پکې نندارې ته وړاندې شوي.