د پکتیا ولایت اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست ته نوی رییس ور وپیژندل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا د محترم مقام په منظورۍ، ښاغلی قاضي ثواب جان اسلام یار دپکتیا ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ رییس په توګه ټاکل شوی. نوموړی د پکتیا ولایت مقام د مرستیال ښاغلي مولوي انعام الله (صلاح الدین) اود یوشمېر دولتي ادارو […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا د محترم مقام په منظورۍ، ښاغلی قاضي ثواب جان اسلام یار دپکتیا ولایت د اطلاعاتو اوفرهنګ رییس په توګه ټاکل شوی. نوموړی د پکتیا ولایت مقام د مرستیال ښاغلي مولوي انعام الله (صلاح الدین) اود یوشمېر دولتي ادارو رییسانو په شتون کې د ربیع الثاني میاشتې په ۲۵مه نېټه، د یولړ مراسمو په ترڅ کې دپکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کارکوونکو ته دنوي رییس په توګه ور وپېژندل شو. د ولایت مقام مرستیال والي نوي ټاکل شوي رییس څخه وغوښتل چې چارې د افغانستان اسلامي امارت د پالیسیو سره سمې تر سره او په اړوند برخو کې هېوادوالوته خدمت وکړي.
قاضي ثواب جان اسلام یار لومړنۍ او ثانوي زده کړې پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په عالي لېسه کې ترسره کړي،لوړې عصري زده کړې یې د خوست شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو او سیاسي علومو پوهنځي دفقه او قانون په څانګه کې بشپړې کړي دي. دیادولوده چې اسلام یار له دې وړاندې دپکتیا ولایت بشري سرچینو او اداري پراختیا رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.