د هیواد د لوړپوړو مسؤلینو لخوا د قوش تېپې ستر او ملي کانال دویم فاز چارې پیل شوې

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۶ ددغه ستر او ملي کانال په پرانیست غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند، د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د هېواد د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني، د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا، د هیواد […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲۶

ددغه ستر او ملي کانال په پرانیست غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند، د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د هېواد د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني، د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا، د هیواد کرنې او ابولګونې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري ، د هېواد ملي دفاع وزارت وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ، د کانونو او پطرولیم وزیر شهاب الدین دلاور ، د لوړو زدکړو وزیر شيخ الحدیث ندا محمد ندیم او د هیواد له ګڼ شمېر ولايتونو والي صاحبانو،مرستیال والي صاحبانو،د علماء شوراء رئیسانو،مسئولینو،ولسي مشرانو،علماوو، تجارانو،ځوانانو د مطبوعاتو استازو ګډون درلود.

ددغه کانال د پرانیست غونډې په پیل کې د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله څخه نړۍ مننه وکړه چې پر دې مظلوم ملت یې لویه پېرزوینه وکړه،د قوشتېفې کانال د بودیجې د منظوري او د کارونو د پیل هدایت یې وکړ او ددغه ستر کانال په ارزښت باندې بشپړ معلومات وړاندې کړ او وویل چې په تېرو شلو کلونو کې دغه ډول ستر کارونه نه دي ترسره شوې خو الحمدلله د افغانستان اسلامي امارت په راتک سره انکشافي کارونه په چټکۍ سره دوام لري ، نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت ټول مسؤلین ددغه هېواد د آبادۍ او پرمختک ته ژمن دي او هيچاته به اجازه ورنکړو چې ددغه کانال د رغونې چارو کې مداخله وکړي، ښاغلي حاجي وفا صاحب د قوش تیپې کانال د جوړولو په برخه کې د هر ډول امنیت د تأمین او همکاریو ډاډ ورکړ.

همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له هڅو څخه هر کلی وکړ او وویل چې دا ډېر د ویاړ ځای دي چې د کورني انجینرانو پر مټ ددغه ستر کانال د لومړني فاز کارونه پای ته ورسېده او په پام کې چې دغه ډول نورې انکشافي پروژې هم پیل شي ، نوموړی زیاته کړه چې زمونږ ګاونډي هېوادونه دي هیڅ کوم تشویش ونلري مونږ د ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د ښي اړيکو غوښتونکي کې یو او ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکړ چې ددغې کانال چاری به د ګڼو هیوادوالو اقتصادي ستونزې حل کړي.

په ورته وخت کې د هیواد د کورنیو چارو وزارت وزیر محترم الحاج خلیفه سراج الدین حقاني صاحب ددغه کانال د دویم فاز مبارکي وويله او وویل چې الحمدلله دا ډېر د ویاړ ځای دي چې د هېوادوالو ارمانونه د پوره کېدو په حال کې دي ، نوموړی د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې دمګړۍ زمونږ هېواد د یوه لوی ناورین څخه راوتلی او زمونږ دا عزم او اراده ده چې دیته ورته نورې رغنیزې پروژې کارونه پیل کړو او تاسو ټول ګواه یاست چې اوسمهال مونږ په ډېرو کمو امکاناتو کې ډېرې پرمختيايي کارونه ترسره کړي چې دا زمونږ د یوالي برکت دي، ښاغلي خلیفه صاحب حفظه الله زیاته کړه چې مونږ پر خپله خاوره تجاوز نه منو او هیچاته به اجازه ورنکړو چې زمونږ پر خاوره یرغل وکړي او زمونږ پر کارونو کې مداخله ترسره کړي.

وروسته بیا د هېواد ملي دفاع وزارت وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت ټول مسؤلین کوښښ کوي چې تر خپل توان پورې بڼسټزې پروژې پیل کړي او دغه هیواد د سیالانو سره سیال کړي ، ښاغلي مجاهد ټولو هیوادوالو ته ډاډ ورکړ چې ددغه کانال چارې پر مخ به هیڅ کومه ستونزه نه یې موجوده او د اسلامي امارت ټول مسؤلین هڅه کوي چې دغه هیواد د پرمختللي هېوادونو په قطار کې راولی ، ښاغلي مجاهد ددغې پروژې د امنیت په برخه کې پوره ډاډ څرګند کړ او وویل چې دښمنانو ته به هیڅ کله اجازه ورنکړو چې ددغه هیواد یو موټی خاورې ته په بده سترګه وګوری.

همدارنګه د هیواد کرنې ابولګونې او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري دخپلو خبرو په لړ کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت نظام په ډېرو کمو امکاناتو د دښمن پر وړاندې بریاوو ته ورسېده او دمګړۍ په ټول هیواد کې بشپړ امنيت ټينګ دي او هیڅ کومه ستونزه نه ده موجوده ، د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي چې د هیواد اقتصادي په برخه کې هلې ځلې وکړي افغانستان یو کرنیز هېواد دي او مونږ بايد د کرنې په برخه کې ځان بساینې ته ورسیږو که ددغه کانال چارې بشپړ شي د سیمې او نړۍ خلکو ته به ګټه ورسوي او نورو هیوادونو ته به غله جات، سبزيجات ، او میوجات صادر کړي.

ناستې ته په وینا کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال شیر محمد عباس ستانکزی د یاد کانال د لومړی فاز د بشپړیدو څخه خوښي وښوده او وویل چې مونږ ټولو ته پته ده چې په دي وروستيو کې په ټول نړۍ کې اوبو ارزښت موندلې ځکه چې په نړۍ کې اوبه مخ په کمېدو دي او مونږ باید د الله تعالي څخه شکریه ادا کړو چې مونږ او تاسو ته یې طبعي نعمت په برخه کړی ، نوموړی زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت ټول مسؤلین هڅه کوي چې په هېواد کې دغه ډول بندونه جوړ کړي او خپل اوبه په سمه توګه محار کړي ، ښاغلي ستانکزی صاحب د ایران او پاکستان هېوادونو باندې غږ وکړ چې زمونږ هیوادوالو سره دي سم چلند وکړي او مونږ د ګاونډیو هیوادونو سره ښي او ډیپوماټکې اړیکې غواړو ستاسو پرمختګ زمونږه پرمختګ دي او مونږ ټول سره باید د اقتصادي په برخه کې هلې ځلې وکړو.

همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو ویناوو پر مهال خپلو ټولو افغانانو ورونو ته ډاډ او اطمینان ورکوو چې کومي ژمني مو خپل د ملت سره کړي سر ته رسوو او لکه څرنګه چې مو خپل ګران هيواد د اشغال څخه خلاص کړو همدارنګه د بیارغونې په برخه کې به یې هم هڅه او پوره کوښښ کوو.

د يادونې وړ ده چې د قوش‌تېپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلومټره اوږدوالی لري چې د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د آمو له سیند څخه پیلېږي؛ د حیرتان له اوږدو دښتو څخه تېرېږي او دولت آباد ولسوالۍ پورې رسیږي چې د قوش تیپې کانال لومړی فاز چارې له ټاکلې نیټې اته مياشتې وړاندې بشپړې شوې دي.

وروسته یاده غونډه د دوه سترو پلونو چې یو یې د رېل پټلي او بل یې د باروړونکو موټرو لپاره دي،د پټي په پرېکولو سره پرانیستل.