د نظري ورزشي کلب لخوا ۴۵ تنه ورزشکارانو ته کمربندونه وتړل سوه:

  نن په لښکرګاه ښار کي نظري وشو ورزشي کلب ۴۵ تنو ورزشکارانو ته له ازمويني وروسته نوي کمربندونه ديو لړ مراسمو په ترڅ کي وتړل.   دغه پروګرام چي په نظري ورزشي کلب کي جوړ سوی وو پکښي د ورزش آمریت استازو، د مختلفو کلبونو استادانو، استازو، ورزشکارانو او دورزش مينوالو ګډون درلود.   […]

 

نن په لښکرګاه ښار کي نظري وشو ورزشي کلب ۴۵ تنو ورزشکارانو ته له ازمويني وروسته نوي کمربندونه ديو لړ مراسمو په ترڅ کي وتړل.

 

دغه پروګرام چي په نظري ورزشي کلب کي جوړ سوی وو پکښي د ورزش آمریت استازو، د مختلفو کلبونو استادانو، استازو، ورزشکارانو او دورزش مينوالو ګډون درلود.

 

د پروګرام په پیل د قرانکریم تر تلاوت وروسته  د نظري ورزشي کلب مسول استاد الله نظر ( نظري) خبري وکړې، نوموړي وویل ددې پروګرام موخه  د یاد کلب ۴۵ تنو ورزشکارانو ته د نوي کمربندونو تړل او درې تنه هغه لوبغاړي چي څلورمه درجه کمربندونه یې تر لاسه کړي ستایل او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

 

ښاغلي نظري د عصبي او روحي ناروغیو کموالۍ، اعصابو ارامتیا او ځواکمن کېدل، حافظې پیاوړتیا، نشه یي توکو څخه ځان ساتل، د سالمي او پیاوړي ټولني رامنځته کېدل د ورزش ګټي یادي کړې.

 

استاد الله نظر  زياته کړه چي ورزش د صحت لپاره اړین دی،  همدا راز یې له ځوانانو غوښتنه وکړل چي د نشه یي توکو له کارولو او بیځایه وخت تېرولو څخه لاس واخلي او ورزش ته مخه کړي.

 

ورزشکارانو د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال خوښي وښوده او زیاته یې کړه چي نور به هم خپلو ورزشي فعالیتونو ته ادامه ورکړي او ترڅنګ یې  له نورو ځوانانو هم غوښتنه وکړل چي خپل وخت دي بې ځایه نه تېروي، ورزش ته دي مخه کړي تر څو د یوې ښې او سالمي ټولني څخه برخمن و اوسو.

 

په ننني پروګرام کي د ورزشکارانو لخوا بېلابېل ورزشي حرکات ترسره سول او ټولني ته یې پخپلو ورزشي حرکاتو سالم پیغام وړاندي کړ.

 

د غونډي په پای کي د مختلفو کلبونو استادان، ورزش امریت استازي، ژورنالیستان او ورزشکاران په ستاینلیکونو او ورزشي مډالونو ونازول سوه.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۲۶ هـ ق