د م م استازو د ریاست الوزرا اداري مرستیال پر مهمو مسائلو خبرې وکړې

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۸ د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي همغږي کوونکي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۸
د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي همغږي کوونکي سره د ریاست الوزرا اداري مرستیال کتنه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې فریدون سینیرلي اوغلو له افغانستان څخه د خپلو ارزونو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، په افغانستان کې ښه پرمختګونه په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د امنیت او ثبات د تامین په برخه کې راغلي او موږ کوښښ کوو چې د افغانستان اسلامي امارت او بین المللي ټولنې ترمنځ ناسم پوهاوی رفع شي.
هغه زیاته کړه، افغانستان اوږده تاریخچه لري او موږ غواړو چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولرو او هیله لرو چې افغانستان له ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو او نړۍ سره په سوله او ارامي کې واوسي او د بین المللي ټولنې فعال غړی وي.
نوموړي وویل چې له افغانستان سره په تخنیکي او پراختیایي مرستو باید کار وشي، ځکه افغانان دغو مرستو ته اړتیا لري.
ورپسې د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، اسلامي امارت د متقابل درناوي او تعامل په فضا کې له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د مسوولینو ترمنځ دا ‌‌‌‌‌‌ډول ناستې د ناسمو پوهاویو په له منځه وړلو کې نېک کار دی او مسایل باید د خبرو او ‌‌‌‌‌‌ډیالوګ له لارې حل شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته مثبتو انکشافاتو ته په اشارې وویل، په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین شوی، د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق منع شوی، د اداري فساد مخه نیول شوې. عمومي عفوه اعلان شوې او په خپل قوت پاتې ده. لسګونه زره معتادین راټول او درملنه یې شوې. مطبوعات د اسلامي اصولو او ملي ګټو په چوکاټ کې فعالیت کوي او د هیواد د ټولو وګړو حقونه د اسلامي اصولو مطابق تنظیمېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، موږ غواړو افغانستان اباد کړو او د تېرو څلورو لسیزو په ټپونو ملهم کېږدو او اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو د امنیت پرضد ګټه واخلي.
محترم مولوي صاحب حنفي وویل، موږ هیله من یوو چې ستاسو په ماموریت سره د اسلامي امارت او بین المللي ټولنې ترمنځ ناسم پوهاوي حل شي.