د لوګر په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د لومړنۍ دورې کلنۍ ازموینې پیل شوې

د لوګر ولایت په ۲۷۶ دولتي او ۲۲ خصوصي ښوونځیو کې له لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې د زده کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې. د یادو ازموینو د پیل په مراسمو کې، چې د حضرت عمر فاروق(رض) او بي بي آمنې د نجونو او هلکانو په لېسو کې جوړه شوې وه تدریسي مرستیال مولوي […]

د لوګر ولایت په ۲۷۶ دولتي او ۲۲ خصوصي ښوونځیو کې له لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې د زده کوونکو کلنۍ ازموینې پیل شوې.

د یادو ازموینو د پیل په مراسمو کې، چې د حضرت عمر فاروق(رض) او بي بي آمنې د نجونو او هلکانو په لېسو کې جوړه شوې وه تدریسي مرستیال مولوي عبیدالله هشام، د ښوونیزې څارنې او ارزونې آمرعنایت الله خالد، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.

د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې، د هلکانو او نجونو په ښوونځیو کې له ۱ ټولګي څخه تر ۶ ټولکي پورې د زده کوونکو کلنۍ ازموینې سرله نن ورځې پیل شوې، چې د را روانې لیندۍ میاشتې تر ۱۰ مې نېټې به دوام وکړي.

د نوموړو ټولګیو په کلنیو ازموینو کې شاوخوا ۹۴۰۶۹ تنو زده کوونکو برخه اخیستې ده، چې ۴۲۰۵۸ تنه یې نجونې دي.

د پوهنې وزارت د لارښوونې پر اساس، له ۷ ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پورې د هلکانو زده کوونکو کلنۍ ازموینې د راتلونکې لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه پیلیږي،چې د همدې میاشتې تر ۱۵ مې نېټې به دوام ومومي.

د یادو ټولګیو په کلنیو ازموینو کې شاوخوا ۴۲۳۶۶ زده کوونکي ګډون کوي، چې ۷۷۵۲ ارتقا کوونکې نجونې زده کوونکې هم په کې شاملې دي.

د پوهنې وزارت د پریکړې له مخې، له ۷ تر ۱۲ ټولګیو پورې نجونو زده کوونکو ته به له ازموینو پرته ارتقا ورکړل شي او یو ټولګی مخې ته به ولاړې شي.

د لوګر د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي عبیدالله هشام د نوموړو ازموینو د پیل په مراسمو کې وویل، چې د دغو ازموینو د اخیستلو لپاره په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځي کې لازم تدابیر نیول شوي دي.

هغه د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو له مسوولینو څخه غوښتنه وکړه،چې په خپلو اړوندو ښوونځیو کې ټولې ازموینې د پوهنې وزارت د نوې کړنلارې له مخې واخلي.

د یادونې وړده،چې د نوموړو ازموینو تر پای ته رسېدو وروسته به ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو ته د ژمي رخصتي ورکړل شي.