د لوګر ولایت د امنیت آمر معرفي او په کار یې پیل وکړ

نن له غرمې وروسته، د لوګر امنیه قوماندانۍ کې د امنیت آمر د معرفي کولو په مناسبت یوه غونډه جوړه شوې وه چې لوړ پوړو امنیتي چارواکو هم پکې شتون درلود. مولوي خلیل ابوعرفان د لوګر د امنیه قوماندانۍ د امنیت د آمر په صفت د لوګر د امنیه قوماندان مولوي ضیاالحق حامد، لخوا معرفي […]

نن له غرمې وروسته، د لوګر امنیه قوماندانۍ کې د امنیت آمر د معرفي کولو په مناسبت یوه غونډه جوړه شوې وه چې لوړ پوړو امنیتي چارواکو هم پکې شتون درلود.

مولوي خلیل ابوعرفان د لوګر د امنیه قوماندانۍ د امنیت د آمر په صفت د لوګر د امنیه قوماندان مولوي ضیاالحق حامد، لخوا معرفي شو.

د مولوي ضیاالحق حامد په خبره، مولوي خلیل ابوعرفان د دغه ولایت په امنیتي سکتور کې یوه اغیزمنه څېره ده او زیاته یې کړه چې د امنیت آمر په صفت د مولوي خلیل ابوعرفان په ټاکل کیدو سره امید ده چې لوګر ولایت د کومې امنیتي پیښې شاهد نه وي.

مولوي خلیل ابو عرفان د لوګر ولایتي ادارې له باور څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې هغه به د لوګر معزز خلکو لپاره شپه او ورځ کار وکړي ترڅو د لوګر شریف ولسونه د اسلام تر بیرغ لاندې په خوندي او ورورولي فضا کي ژوند وکړي.

2021/10/23