د لوګر والي: وظیفوی غفلت د افغانستان اسلامي امارت ته د منلو وړ نه دی

نن له غرمې مخکې د لوګر والي مالې‌خان او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ عمومي وضعیت یې و ارزاوه. په دې سفر کې د لوګر والي حاجي مالې‌خان د محمدآغې ولسوالۍ نظامي ولسوال مولوي مير‌هاشم حزب‌الله، ملکې ولسوال مفتي حماس، د محکمې مسوول مولوي بدرالدين‌خيالي […]

نن له غرمې مخکې د لوګر والي مالې‌خان او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ عمومي وضعیت یې و ارزاوه.
په دې سفر کې د لوګر والي حاجي مالې‌خان د محمدآغې ولسوالۍ نظامي ولسوال مولوي مير‌هاشم حزب‌الله، ملکې ولسوال مفتي حماس، د محکمې مسوول مولوي بدرالدين‌خيالي او د دې ولسوالۍ ښاروال مولوي ګلاب‌مصطفى سره وکتل.
لومړیو کی د محمدآغې ملکې ولسوال مفتي حماس د لوګر والي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې د محمدآغې ولسوالۍ په بشپړ امنیت کې ده او هیچا ته ګواښ نشته.
د محمدآغې ولسوالۍ نظامي ولسوال، مولوي مير‌هاشم حزب‌الله هم د هېوادوالو او په ځانګړي ډول د کابل_لوګر د لويې لارې د امنيت په ټينګښت کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.
د لوګر والي حاجي مالې‌خان وويل؛ محمداغې ولسوالۍ د لوګر ولایت یوه له مهمو ولسوالیو څخه ده.
د لوګر والي مالې‌خان د محمد اغې ولسوالۍ امنیتي مسوولینو ته په خطاب کې ټینګار وکړ، چې د هېوادوالو د ژوند خوندیتوب د دوی د کاري پلانونو په سر کې دی.
د لوګر والي زیاته کړه، چې وظیفوی غفلت د افغانستان اسلامي امارت ته د منلو وړ نه دی.