د لوګر والي د لوګر _کابل لويې لارې امنيتي حالت و ارزاوه

نن له غرمې مخکې د لوګر والي مالې‌خان د کابل_لوګر د لویې لارې د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه د افغان امنیتي ځواکونو له یو شمیر پوستو څخه لیدنه وکړه. د لوګر والي حاجي مالې‌خان د لوګر_کابل پر لويه لاره له مېشتو افغان ځواکونو سره په کتنه کې هغوى يې د وطن رښتيني زامن […]

نن له غرمې مخکې د لوګر والي مالې‌خان د کابل_لوګر د لویې لارې د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه د افغان امنیتي ځواکونو له یو شمیر پوستو څخه لیدنه وکړه.

د لوګر والي حاجي مالې‌خان د لوګر_کابل پر لويه لاره له مېشتو افغان ځواکونو سره په کتنه کې هغوى يې د وطن رښتيني زامن وبلل او زياته يې کړه چې تاسو د دې وطن اتلان ياست ځکه شپه او ورځ له خپلې کورنۍ څخه لرې د خپلو خلکو خدمت کوئ.

د لوګر والي حاجي مالې‌خان ژمنه وکړه، چې د دوی مشروع ستونزې او غوښتنې به ژر تر ژره حل کړي.