د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍکې د شهیدانو له لسگونوکورنیو سره نغدې مرسته وشوه.

  فراه باختر خبري اژانس ۲۵ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳ ۰۶ / غوایی / ۱۴۰۱ فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ ولسوال ،ښاغلي مولوي فدامحمد سعاد،په وینا نن سه شنبه په دې ولسوالي کې د نظامي او ملکي شهیدانو پر لسگونه کورنیو او یتیمانو باندې د ا.ا.ا د مشرتابه او لارښوونې سره سم نغدې مرسته […]

 

فراه باختر خبري اژانس
۲۵ / رمضان المبارک / ۱۴۴۳
۰۶ / غوایی / ۱۴۰۱

فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ ولسوال ،ښاغلي مولوي فدامحمد سعاد،په وینا نن سه شنبه په دې ولسوالي کې د نظامي او ملکي شهیدانو پر لسگونه کورنیو او یتیمانو باندې د ا.ا.ا د مشرتابه او لارښوونې سره سم نغدې مرسته ترسره شوه.

یادې مرستې په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د شهیدانو زیات شمیر کورنۍ او یتیمان له سخت اقتصادي وضیعت سره مخ دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو مرستو د ویش په وخت کې د دې ولسوالي په بندخونه کې له ځینو بندیانو سره د کالو او نورو د اړتیا وړ توکو مرسته هم وشوه.

په عین حال کې د دې ولسوالي د نظامي او ملکی مسؤلینو تر منځ ګډه ناسته هم ترسره شوه.

ناستې ته د ښاغلي سعاد، له خوا د ا.ا.ا د عالیقدر شیخ الحدیث امیرالمؤمنین مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله فرمانونه واورول شول، ده په ورته وخت کې د دندو او کار په اړه اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړي او یو لړ لازم چمتوالي ونیول شول.
دها خانواده شهدا در ولسوالی پرچمن ولایت فراه کمک نقدی دریافت کردند.

خبرگزاری باختر فراه
۱۴۴۳/۹/۲۴

به گفته مولوی فدا محمد “سعاد” ولسوال ولسوالی پرچمن ولایت فراه، امروز برای دها خانواده و یتیمان شهدای نظامی و ملکی این ولسوالی امروز نظر به هدایتا.ا.اا. کمک های نقدی توزیع گردیدند.

باید گفت که در جریان توزیع این کمک ها به برخی از زندانیان محابس این ولسوالی نیز پوشاک و مایحتاج دیگر نیز تهیه گردید.

همزمان با این، نشست مشترک بین مقامات نظامی و ملکی این ولسوالی برگزار گردید.

در این نشست آقای سعاد فرامین شیخ الحدیث امیرالمومنین مولوی هبة الله آخوندزاده بخوانش گرفت و به مسئولین مستقر در آنجا غرض اهتمام به وظایف شان هدایات لازم ارائه نمود.

لازم ذکر است که این کمک ها در حالی در ولسوالی پرچمن فراه صورت می‌گیرد که بسیاری از خانواده ها و ایتام شهدا در این ولایت با وضعیت سخت اقتصادی دست‌و پنجه نرم می‌کنند.