د عالیقدر امیرالمؤمنین د هدایت پر اساس هیواد ته د راستنېدونکو مهاجرو لپاره کمېسیون جوړ شو

الاماره: ۱۴۴۵ربیع الاول ۲۵ د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنين شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د ځانګړي هدایت له مخې نن د ا.ا.ا د رئيس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند په مشري د اړونده وزارتونو له وزيرانو سره غونډه ترسره شوه. په غونډه کې په ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو هیوادونو […]

الاماره: ۱۴۴۵ربیع الاول ۲۵
د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنين شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د ځانګړي هدایت له مخې نن د ا.ا.ا د رئيس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند په مشري د اړونده وزارتونو له وزيرانو سره غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې په ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو هیوادونو کې د افغان مهاجرو پر موجوده وضعيت بحث وشو او د ترلاسه شویو معلوماتو او راپورونو په رڼا کې د جاري ستونزو پر حل لارو تفصيلی خبرې وشوې. هیواد ته د راستنېدونکو ک‌‌‌‌‌‌ډوالو مشکلاتو ته د پر وخت رسېدو او د اړونده ادارو د چارو د ښه تنظيم په موخه یو کمېسيون جوړ شو.
د یاد کمېسیون د فعالیتونو د انسجام او شفافیت په هدف د ریاست الوزراء د اداري مرستيال محترم مولوي عبد السلام حنفي په مشري یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې یاد کمېسيون ته په عاجله توګه داسې طرز العمل جوړ کړي، چې له مخې یې د اړونده ادارو چارې په ښه توګه تنظيم او د هغوی تر منځ د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ روحیه او فضاء ایجاد شي.