د شهید مولوي نور قاسم (حیدري )ژوند او کارنامو ته کتنه

د ۱۳۹۳ هـ ش کال د حمل میاشتې په ۱۸ نیټه رسنیو خبر ورکړ ، چې دکونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې دهمدې ولایت لپاره د طالبانو نظامي مسؤل /والي د امریکایي بي پیلوټه طیارې په برید کې په شهادت رسیدلی. له معمول سره سم د مولوي نورقاسم حیدري صاحب د شهادت خبر د ورځنیو […]

د ۱۳۹۳ هـ ش کال د حمل میاشتې په ۱۸ نیټه رسنیو خبر ورکړ ، چې دکونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې دهمدې ولایت لپاره د طالبانو نظامي مسؤل /والي د امریکایي بي پیلوټه طیارې په برید کې په شهادت رسیدلی.

له معمول سره سم د مولوي نورقاسم حیدري صاحب د شهادت خبر د ورځنیو عادي خبرونو په حیث په مطبوعاتو کې بدرګه شو،خو ددې نومیالي مجاهد دشهادت خبر کوم عادي خبر نه و، په هماغه ورځ په حقیقت کې افغان مؤمن اولس خپل یو کمساری باتور بچی له کفر سره دمقابلې په جګړه کې له لاسه ورکړی و.

هو کې، مولوي نور قاسم هغه مجاهد و چې د رجالو دقحطۍ په دې زمانه کې یي نه یوازې په جهادي ډګر کې دیوه نه ماتیدونکي، زړور، مخلص او لارښود مجاهد په حیث دنده اجراء کوله بلکې د خپلو ملګرو مجاهدینو ترمنځ په محلي کچه د یوه رهنما په موقف کې وه، چې په شهادت یي ډیر زړونه ودردیدل .

راځئ یوه شیبه ددې نومیالي مجاهد په ژوندپیښو، کارنامو او شخصیتي ځانګړنو سره وغږیږو او د یاد په تازه کولو یي دهجران تنده ماته کړو .

پیدایښت او زدکړې

نورقاسم حیدري د حاجي محسن زوی په ۱۳۵۲ هـجري شمسي کال د افغانستان د خوست ولایت دصبریو ولسوالۍ په نیکنام کلي کې په یوه دینداره کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړولې .

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د ماشومتوب په مهال په خپله سیمه کې د مسجد له ملاامام څخه ترسره کړې، د کمونیستي کودتا وروسته یي د هجرت په مهال د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې په مختلفو مدارسو کې د دیني علم حصول ته دوام ورکړ.

په دې لړکي نوموړي خپلې زده کړې په کوهاټ کي پیل کړې ورپسې یي   د هنګو ولسوالۍ مربوط د درسمند سیمې رحمانیه مدرسه ، په میرانشاه کي منبع العلوم مدرسه ،د خوست منبع الجهاد مدرسه ،د وزیرستان دشوې سیمې ریاض العلوم مدرسه ، د هنګو دکاهي سیمې سراج الاسلام مدرسه او دافغانستان او پاکستان په ګڼو نورو مدارسو کي یي دیني زده کړو ته دوام ورکړ تردې چې له دیني علومو د فراغت سند یي په ۱۳۷۶ هـ ش کال د هنګو مربوط زرګري سیمه کې واقع په جامعة العلوم الاسلامیه مدرسه کې له مشهور استاد شیخ الحدیث بهرمند صاحب څخه ترلاسه کړ.

مولوي نورقاسم حیدري صاحب خپلو دیني زدکړو ته په داسې مهال ادامه ورکوله چې ورسره یي جهادي فعالیت هم نه هیراوو نوموړی به دکال په اوږدو کې څه موده په سنګر کې او څه موده په مدارسو کې و، له دیني علومو له فراغت وروسته یي څه موده دخوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په مچۍ سیمه کې دشمس العلوم مدرسې دمهتمم او مدرس په حیث دنده اجراء کړه ددې مدرسې دبنست ډبره نوموړي په ۱۳۷۱ هـ ش کال کې ایښي وه چې تراوسه فعاله ده او دشهید حیدري صاحب دخیرجاري په حیث په کې طالب العلمان ددیني علومو زده کړې کوي .

د کمونیزم په خلاف جهاد

مولوي نورقاسم حیدري د صورت او سیرت په لحاظ د جهاد او مبارزاتي ژوند یو مجسم تصویر و، په نوموړي کې د اسلام د لارې د یوه سرسپارلي مجاهد ټول صفات موجود و، تا به ویل دغه انسان الله تعالی یوازې د خپل دین ددفاع او دکفر په مقابل کې دجنګیدلو لپاره خلق کړی دی، ځکه نوموړي خپل ټول ژوند جهاد ته وقف کړی و، خبرې ، فکر او ټول کړه وړه یي د جهاد په اړه و، نوموړی په کشرتوب لا شوروي یرغلګرو او دهغوی له کمونیستي ګوډاګیانو سره وجنګېد، په تانده ځوانۍ کې یې د شر او فتنو په مقابل کې د جهاد سنګر وپاله او په نسبتا پاخه عمر کې یي دامریکایي طاغوت په مقابل کې د مسلح جهاد سنګر تر هغو تود وساته چې په همدې لاره کي یي د شهادت جام غړپ کړ .

د شهید حیدري د جهادي ژوند، اتلولیو او کارنامو داستان خورا اوږد دی چې دلته یي موږ په لنډو جهادي خدماتو ته اشاره کوو.

هغه مهال چي د شوروي اتحاد سرو لښکرو په افغانستان هجوم راوړی وو، او په زرګونو مسلح ځواکونه یي په خوست ولایت کې ځای په ځای کړي وو، هغه مهال چې خوست ولایت د اسلام او کمونیستي کفر ترمنځ د تودې معرکې په ډګر اوښتی وو، او د شوروي عسکرو د ډیرښت له امله یي د دوهم مسکو لقب ګټلی و، په همدغه وخت کې نورقاسم حیدري چې لا بیخي کم عمره وو دخوست ولایت په باک ، علیشیرو ، ځاځي میدان، یعقوبي ، ژوره او توره غاړه سیمو کې یي د کمونیزم په خلاف په جهادي تعرضونو کې برخه واخیسته، نوموړی له کوچنیوالي د مرمیو له باران ، د سکډ توغندیو له چاودنو او روسي مېګ او برګیو له بمبارونو سره بلد شو، دجګړو په لمبو او ماینونو په چاودنو کې رالوی شو، دخوست د بړي په ساحه کې زخمي شواو دالله تعالی په لاره کې د وینو دصدقې خوند یي وکوت ، له کفري لښکرو سره دمخامخ جنګیدلو او د کمونیزم په پوستو د ورختلو هنر یي عملا تجربه کړ، د خوست په عظیمه فتحه کې یي د یوه تاند مجاهدپه حیث رول ولوباوو، دخوست له فتحې وروسته د کمونیزم د ټغر ټولولو په نیت له نورو مجاهدینو سره یوځای د پکتیا د مرکز ګردیز په خوا لاړ ، په سټو کنډو ، مچلغو او ګردیز ښار په شاوخوا نورو سیمو کې یي د کمونیستانو خلاف په سختو جګړو او تعرضونو کې برخه واخیسته او ترهغه یي جهاد ته ادامه ورکړه تر څو کمونیستي حکومت ونړید .

د تنظیمي دورې په وروستیو کې چې د مولوي عبدالحکیم شرعي صاحب په مشرۍ په خوست ولایت کې دنظم راوستلو او فساد دمخنیوي لپاره کوم تشکیلات جوړ شول مولوي حیدري هم په کې ګډون وال و چي د خلکو دسر او مال د خوندي کولو لپاره یي ستر خدمتونه ترسره کړل.

د طالبانوپه اسلامي تحریک کې خدمت

په ۱۳۷۳ هـ ل کال کې چې دطالبانو اسلامي تحریک په کندهار کې ظهور وکړ ، مولوي نورقاسم حیدري چې دغه مهال یي په پاکستان کې دیني زده کړې کولې د خوست ولایت د یوشمیر طالبانو سره یوځای د بلوچستان له لارې کندهار ته لاړ او په هماغو ابتدائي شیبو کې له اسلامي تحریک سره ملګری شو، نوموړي د شهید ملا بورجان اخند، شهید ملا مشر او داسلامي تحریک د نورو مشرانو په ملګرتیا د غزني او میدان وردګو ولایت په تصفیه کې برخوال و، تر څو چې دطالبانو اسلامي تحریک تر خوست پورې ورسید، دغه وخت چې د طالبانو جنګي کرښه د کابل په چهار اسیاب کې وه مولوي نورقاسم د خوست ولایت د ۷۰ تنو طالبانو سره یوځای چهاراسیاب ته لاړ، دوی داسې مهال چهار اسیاب ته ورسیدل چې په همدې ورځو کې طالبانو د دهمزنګ او کارته سه په سیمو کې د حزب وحدت لخوا تخلیه کیدونکي سیمې نیولې،مولوي نورقاسم صاحب هم له خپلو ملګرو سره دکابل ښار په جنوب لویدیځ کې همدې سیمو ته داخل شو، وروسته چې په همدې سیمه کې مسعود ناڅاپه په طالبانو برید وکړ، د سختې جګړې په پایله کې مولوي نورقاسم صاحب هم زخمي شو،

د نوموړي دهمدې صحنې یو ملګری وایي: طالبانو او دمسعود کسانو چې تردې وړاندې یي جګړه نه وه سره کړې په ډیره نږدې فاصله کې اوسیدل، ماسپښین مهال مسعود ناڅاپه په طالبانو برید وکړ، همدلته جنګ ونښت ، موږ د سرک په یوه غاړه وو او بلې غاړې ته په پنځه یا شپږ مترۍ کې دمسعود وسلوال و، زه له لږ جګړې وروسته ټپي شوم، اومولوي حیدري ته مې وویل چې له دې ځایه باید ووځو، ده په اطمینان راته وویل ته یو پټ ځای کینه زه په دښمن ګوزارونه کوم تر څو د وتلو لار پیدا شي، له نوموړی سره راکټ لانچر وو په دښمن یي پرلپسې څو ګوزارونه وکړل، چې ددښمن ګڼ کسان په کې له منځه لاړل ، دهمدې جګړې په مهال یوه ملګري په مولوي حیدري باندې غږ وکړ چې په نږدې ودانۍ کې ددښمن کسان دي چې هشتادودو ورسره دی، تاسو سر مه پورته کوئ هسې نه زیان درته ورسیږي، مولوي حیدري راکټ ته مرمۍ واچوله او ویل یي چې وار به پرې مخکې کړم، خو چې کله یي د فیر لپاره سر ورهسک کړ مخکې له دی چې دراکټ فیر پرې وکړي له مقابل جانب څخه د هشتادو فیر وشو، چې ددرانه انفجار په نتیجه کې مولوي حیدري په سر باندې په پرخچو ولګید او ځای په ځای بې هوشه شو.

کله چې راپه هوښ شو نو سره له دې چې سخت زخمي و بیا یي هم له موږ سره دچهاراسیاب په خوا تګ ته ادامه ورکړه همدغه مهال طالبان د کابل له غرب څخه بیرته د وتلو په حال کې و، موږ چهاراسیاب ته راغلو او څرنګه چې مولوي صاحب سخت زخمي وو د شپې مو خوست ته ورساوو، د خوست په روغتون کې ډاکټرانو چي ایکسري واخیستي او دده د سر ټپ یي ولید نو حیران شول چې څرنګه ژوندی پاته دی ځکه دده د سرهډوکي مات و او پرخچي یي په دماغو کې ښخې وې، ډاکټرانو وویل چې ددې علاج زموږ د وس کار نه دی او دژوند یي هم لږ احتمال شته، د ډاکټرانو د جواب نه وروسته موږ پیښور ته ورسولو، خو هلته هم چې ډاکټران ددماغو ټپ ولید نو له عملیاتو یي انکار وکړ، ډاکټرانو وویل چې دده ټپ ډیرحساس دی که عملیات یي وشي ژوند به له لاسه ورکړي ښه داده چي کور ته یي ورسوئ ترڅو له خپلو خپلوانو سره وروستۍ دژوند شپې تیرې کړي، ډاکټرانو ویل چې ددوی سخت ټپ سره سره موږ حیران یو چې څرنګه ژوندی پاته دی او په خپلو پښو ګرځي، دوی ویل چې دا یوازې ددې مجاهد کرامت کیدلای شي او بس .

کله چې مولوي حیدري ته د ډاکټرانو د ځواب خبره ورسیده ده دا آیت ووایه : اذا جاء اجلهم لایستأخرون ساعة ولا یستقدمون . یعني مرګ په خپل وخت دی او هیڅکله مخکي یا وروسته کیدلای نه شي.

په پیښور کې د ډاکټرانو له ځواب وروسته نوموړی ملګرو بیرته خوست ته راوستلو خو خپل کور ته تر رسولو وړاندې یي په خوست کې د بادشاه زار په نوم ډاکټر ته وروستلو ترڅو یي دخپل وس مطابق علاج وکړي، دې ډاکټر وویل چې د مولوي صاحب زخم ډیر ژور او حساس دی عملیات یي خطرناک دي چې به عملیاتو کي یي یوازې لس فیصده د ژوندي پاته کیدلو احتمال شته، زه یي په دې شرط عملیات کوم چې له کورنۍ او ملګرو څخه یي داجازې لاسلیک راته راوړئ، د ملګرو له مشورې وروسته نوموړي ته همدا لاسلیکونه راوړل شول، او نوموړي دمولوي صاحب د سر زخم عملیات کړ، د ډاکټر دعملیاتو له پیل سره یوځای دمولوي صاحب ملګرو د سورة یس ختم او مأثورې دعاګانې پیل کړې، لږ شيبه وروسته ډاکټر زیری راووړ چې دمولوي صاحب عملیات کامیاب شول او له اعصابو څخه یي هډوکي راوایستل شول .

دهمدې عملیاتو په نتیجه کې دمولوي صاحب د سرزخم یو مخ ښه شو، خوډاکټر ورته سپارښتنه کړې وه چې تر ډیر وخت پورې به په جنګ کې شرکت نه کوې او نه به په راکټ لانچر باندې فیر کوې ، خو دمولوي صاحب د جهاد جذبه خورا غالبه وه تردې چې له صحت یابۍ وروسته بیا داسلامي امارت جهادي لیکو ته لاړ او دامریکایي یرغل ترمهاله یي بیا بیا په جهادي تعرضونو کې شرکت وکړ نوموړی د چاریکارو په جنګ کي یوځل بیا زخمي شو او تر هغه وخته یي د شراو فساد په مقابل کې جهاد ته ادامه ورکړه چې امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ .

دامریکایانوپه خلاف جهاد

په افغانستان د امریکایانوله یرغل وروسته مولوي صاحب نورقاسم له مقدمو مجاهدینو څخه و چې دخوست په ولایت کې یي دامریکایانو په خلاف مسلح جهاد پیل کړ،د نوموړي دمدبرانه مشرۍ له برکته د خوست ولایت د صبریو ولسوالي په همدې سیمه کې دجهاد په یوه نه ماتیدونکی سنګر واوښتله، او امریکایانو په کې سخت تلفات ولیدل، سره له دې چې امریکایانو په دې سیمه کې خورا سخت ظلمونه او وحشتونه ترسره کړل، د صبریو او خوست د نورو سیمو په زرګونو خلک یي بندیان او شهیدان کړل خو بیا یي هم په اولس کې دجهاد جذبه ونه وژله .

مولوي نورقاسم صاحب چې څه موده د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د جهادي چارو مشر او ورپسې ډیره موده د خوست ولایت عمومي جهادي مسؤل/ والي و په دې ولایت کې ستر جهادي خدمتونه سرته ورسول.

نوموړي چې خپله یي په جهادي عملیاتوکې شرکت کاوو او دعملیاتو قومنده به یي په غاړه وه د خوست څلور ولسوالۍ باک ، علیشیر ،صبري او قلندر ولسوالۍ دغه راز دپکتیا مربوط جاني خیل ولسوالي یي په مکرر ډول فتحه کړې، دخوست په لراوبر کې ددښمن ډیرې پوستې یي هم بیا بیا فتحه کړې چې ددې عملیاتو په ترڅ کي يي نه یوازې دښمن ته درانه تلفات واړول بلکې بیا بیا یي لوی مقدار غنایم هم ونیول.

په خوست کې یوه سخته جګړه چې نوموړی په کې زخمي شو، دخوست په علیشیرو ولسوالۍ عملیات و،ددې عملیاتو په نتیجه کې نوموړي ددښمن ګڼې دفاعي پوستې فتحه کړې او دولسوالۍ مرکز ته ورسیدل، خو کله يي چې د ولسوالۍ په مرکز برید وکړ د مجاهدینو مهمات کم شول ، همدغه مهال دنوموړي همسنګر او تکړه مجاهد دکابل اوسیدونکی ملا مصطفی په شهادت ورسید، مولوي حیدري ملګرو ته وویل چې د مهماتو دنشتوالي له امله باید عقب نشیني وکړي او شهید له ځان سره واخلي د عقب نشینۍ په مهال په مجاهدینو امریکایي الوتکو بمبار وکړ چې د مولوي حیدري ګڼ تکړه مجاهد ملګري په کي شهیدان شول او خپله هم سخت ټپي شو، دا ځل هم د نوموړي ټپونو خورا سخت و او ډاکټرانو ویل چي ښایي د نوموړي بدن فلج شي، خوالله تعالی د ډاکټرانو د باور خلاف نوموړي ته یوځل بیا صحت ورکړ، له همدې زخمونو څخه له جوړیدلو وروسته مولوي صاحب له خپلو ملګرو سره یوځل بیا ددښمن په محاصره کې واقع شو، چې ټوله شپه له دښمن سره وجنګید، په دې جګړه کې نوموړی یوځل بیا په سرباندې دوه مرمۍ ولګید، خو دا چې الله تعالی د خپل دین دخدمت لپاره ورباندې ژوند لورولی و له سختو ټپونو سره سره بیا هم ژوندی پاته شو.

په خوست ولایت کې د نوموړي وروستي دوه ستر عملیات چې خپله یي مشري او ترتیب په غاړه و یوځل د خوست په خلبیسات سیمه کې دامریکایانو په ستره قرارګاه باندې لومړني فدایي عملیات و، چې پلان او نقشه یي مولوي صاحب جوړه کړې وه په دې عملیاتو کې فدایان په لومړي ځل دامریکایانو په اډه ورننوتل ، امریکایان یي سخت وځپل او د باوري سرچینو په استناد په دې عملیاتو کې تر سلو ډیر امریکایي عسکر مړه او ټپیان شول .

له همدې عملیاتو وروسته په ۲۰۰۶ م کال کې د مولوي صاحب په مشرۍ دخوست ولایت په دریو ولسوالیو صبریو ، باک او علیشیرو باندې په هم مهاله توګه ستر عملیات پیل شول چې دښمن ته په کې درانه تلفات واوښتل ، ددې عملیاتو په مهال مولوي حیدري صاحب چې دخلبیسات په سیمه کې ددښمن په پوستو په عملیاتو کې برخوال و، یوځل بیا ټپي شو چې دا په جهادي ژوند کې دنوموړي شپږم ځل ټپي کیدل و، خو په دې ځل هم الله تعالی دتیرو ځلونو غوندې کامله شفاء ورته نصیب کړه.

د کونړ ولایت د مسؤل په حیث

د ۲۰۱۲ میلادي کال په لومړیو کې شهید مولوي نورقاسم د اسلامي امارت د مشرتابه په فرمان د کونړ ولایت د جهادي مسؤل په حیث وټاکل شو، نوموړی له ټاکل کیدو وروسته له خوست څخه کونړ ته لاړ او په جهادي صحنه کې یي عملا د جهادي صفوفو په تنظیم او ابتکاري برنامو په تعمیل پیل وکړ، په کونړ کې دغه مهال یو ستر شکایت ددښمن له جاسوسانو څخه موجود و، مولوي صاحب په ټولو ولسوالیو کي د ځانګړو خفیه ګروپونو په ګمارلو سره وتوانید چې ددشمن ډیر جاسوسان تشخیص او بیایي له مینځه یوسي، په دې سربیره نوموړي د جهادي تهاجمي عملیاتو لپاره نوې طرحې وړاندي کړي چې په ډیری سیمو کې یي ښې نتیجې درلودې، په دې لړ کې د کونړ په مروره ، دانګام ، اسمار ، غازي اباد ،ماڼوګي او ناړۍ ولسوالیو کې ددښمن ۱۴ پوستې دمجاهدینو په عملیاتو کې فتحه شوې دښمن ته په کې درانه تلفات ورسیدل او مجاهدینو ډیرې وسلې او مهمات غنیمت کړل .

د مولوي صاحب د جهادي پلانونو په نتیجه کې په ناړۍ کې دانچه ګل په نامه ددشمن مهم مرکز چې تر ۴۰ پورې ددښمن ځواکونه په کې موجود وو فتحه شو، د کونړ په دانګام کې دښمن نیت درلود ترڅو دلته یو قوي مرکزي بیس جوړ کړي ، خو کله چي مولوي صاحب ددښمن له دې پلان څخه خبر شو په متقابلو عملیاتو او بریدونو سره یي ددښمن د دپلان د عملي کیدو مخه ونیوله او دښمن ونه توانید چې دلته خپل اهداف ترلاسه کړي .

په کونړ کې دمولوي حیدري صاحب د مسؤلیت په مهال یوه بله مهمه بریا د ۱۳۹۲ هـ ش کال د کب میاشتې په څلورمه د غازي ابادپه ولسوالۍ کې ترلاسه شوه په همدې نیټه مجاهدینو دیوه دقیق پلان له مخې د مزدورې اردو په یوه قرارګاه برید وکړ چې په نتیجه کي یي ددښمن شاوخوا ۲۵ تنه عسکر ووژل شول او ۶ تنه نور مجاهدینو ژوندي ونیول باید وویل شي چې په دې فتحه کې اساسي کردار د هغو نفوذي مجاهدینو و چې له مجاهدینو سره یي تماس درلود او مجاهدینو ته یي د دې بیس په اړه پوره معلومات ورکړي وو .

په کونړ ولایت کې دمولوي نورقاسم بله کارنامه د خپلسریو له منځه وړل او په جهادي صفوفو کې همآهنګي رامنځته کول و نوموړي په دې لاره کې خورا ستر خدمات سرته ورسول او د ډیرو ناخوالو مخه یي ونیوله.

هغه غولیدلي افغانان چې ددښمن په ملکي او نظامي اداراتو کي یي وظایف اجراء کول مولوي صاحب ټولو ته دعوت ورکړ او حتی خطونه یي ورته واستول ترڅو له دې کار څخه لاس واخلي په دې لړ کې په سلګونو کسان د ډاډ له حاصلولو وروسته ددښمن له لیکو راووتل او خپل عادي ژوند ته ستانه شول ، دمولوي نورقاسم صاحب د مسؤلیت په مهال په کونړ ولایت کې د دعوت والارشاد / جلب او جذب پروسه په خورا بریالیتوب سره روانه وه ، په دې لړ کې یوازې دکونړ په شیګل ولسوالۍ کې ۱۲۶ تنه هغه کسان چي پخوا یي ددښمن په صف کې دنده اجراء کوله مجاهدینو ته تسلیم شول او له دښمنۍ څخه یي لاس واخیست .

د ولسمشرۍ د وروستیو انتخاباتو په لومړي پړاو کې مولوي صاحب نورقاسم د لومړني مسؤل په حیث خپله په صحنه کې و نوموړي له انتخاباتو لس ورځې وړاندې د کونړ ولایت مختلیفوسیموته سفر وکړ ترڅو ددښمن دغه پروسه شنډه کړي نوموړي په درست کونړ کې د انتخاباتو د شنډولو لپاره یو مؤثر پروګرام جوړ کړ، ټولو مجاهدینو ته یي قومنده ورکړه چې دانتخاباتو په ورځ د سهار له پنځو بجو څخه ددښمن په مراکزو ، پوستو ، د ولسوالیو په مراکزو او نورو دولتي اماکنو باندې بریدونه پیل کړي، ددې عملیاتو په لړ کې د ورځې په اوږدو کې په کونړ ولایت کې مجاهدینو ۷۰ لوی او واړه بریدونه په دښمن ترسره کړل، چې په نتیجه کي یي ددښمن ۸۸ تنه عسکر ، اربکیان او منسوبین له منځه لاړل او ګڼ نور ټپیان شول او په دې توګه په دې ولایت کې دانتخاباتو غربي منحوسه پروسه په بشپړه توګه شنډه شوه .

د مولوي نورقاسم شهادت

د ۱۳۹۳ هـ ش کال د دحمل د میاشتې په اتلسمه نیټه مولوي نورقاسم حیدري چې له خپلو څو تنو ملګرو سره د کونړ د شیګل ولسوالۍ په مربوطاتو کې روان و او نیت یي وو چې دکونړ ولایت له نورو جبهاتو څخه لیدنه کتنه وکړي، ناڅاپه دامریکایي بي پیلوټه الوتکې تربریدلاندې راغی چې په نتیجه کي یي مولوي نورقاسم حیدري له خپلو دریو تنو مجاهدو ملګرو مولوي عبدالکریم جانباز ، منصور او حمیدالله سره یوځای د شهادت لوړ مقام ته ورسید .

انا لله وانا الیه راجعون

مولوي صاحب نورقاسم خپل همیشني ارمان ته وصل شو او د شهادت په ابدي سفر لاړ او ترشا یي شپږ اولادونه ۳ زامن او ۳ لوڼې پریښول . رحمه الله تعالی

خاطرې او د شخصیت ځانګړنې

د شهید مولوي نورقاسم یو ملګری مولوي احرار وایي : له امریکایانو څخه د هجرت د ژوند په مهال زه او مولوي صاحب حيدري په يو کور کې اوسيدلو، چې هغه کور په دوو برخو مشتمل وو، په يو حصه کې يې زه اوسیدم او په بله کې يې حيدري صاحب اوسيدلو، يوه ورځ حيدري صاحب په جهادي سفر ولاړ، دراستنيدو پرمهال په لاره کې دمنافقانوتر بريد لاندې راغی چې حيدري صاحب په سر دسترګو د کونجو په هډوکو ټپونه وخوړل، خو الله جل جلاله يې سترګې له ړنديدو وساتلې، او په همدې سفر کې يې چيرته په يوه روغتون کې ديوڅه مودې درملنې لاندې وو، کله چې کور ته راستون شو، زه له دې ناخبره وم چي حيدري صاحب ته مشکل پيښ شوي دي،هسې د پوښتنې په نیت مي د کور دروازه وروټکوله مولوي حیدري صاحب په دروازه کې سر رابهر کړ ګورم چې ډير سخت ټپي ده، ما ورته وويل چې دا ولې؟ ده کيسه راته وکړله، چې په لار کې دمنافقينو لخوا ټپي شوم، اوس دمجلس طاقت نلرم، ما ورته وويل چې ځه ولاړ شه آرام وکړه، ځکه ډير زيات په تکليف وو، په لمانځه کې يې دسجدې داداء کولو توان او طاقت نلرلو، کله چې راتلونکي شپه تيره شوه، نو سهار مې پوښتنه پري وکړه، چې اوس به څنګه وي دروازه مې ووهله چې کله بيرون راووتلو ما ترې وپوښتل چې څنګه يې؟ ده په ځواب کې راته وويل: چې نن جوړ يم، او راته ويې ويل چې بيګا شپه مې خوب وليدلو چې مفتي محمد فريد رحمه الله ( د دارالعلوم حقانیه مفتي او شیخ الحدیث )په خوب کې راغلو، او راته ويې ويل: چې صبا به جوړ يې، دحيدري صاحب په وينا چې سهار له خوبه راپاڅيدم چې کله په لمانځه ودريدلم بس جوړ تيار وم سجده مې هم وکړله، او پخوا مې سجده نشوای کولای، هيره دې نه وي، چې حيدري صاحب دمفتي محمد فريد رحمه الله مريد او مسترشد وو، او دطريقت تر شپږم سبق پورې وظائف یي سرته رسولي وو.

د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال د ریاست الوزراء مرستیال او ختیځ زون تنظیمه رئیس مولوي عبدالکبیر صاحب وایي :

مولوي نورقاسم زړور او متواضع شخص و، د خوست په سطحه له مقدمو مجاهدینو څخه حسابیږي چې نه یوازې په خپله سیمه صبریو کې ستر جهادي خدمتونه وکړل بلکې په درست خوست ولایت کي یي د جهاد په پراختیا کې ستر رول درلود ، په کونړ ولایت کې دمسؤلیت په مهال هم مجاهدین ترېنه خوشاله و، نوموړی د کافر په مقابل کې سخت او نه ماتیدونکی او دمسلمان په مقابل کې متواضع و، دمشر لپاره مناسبه وي چي په سخته مرحله کې خپله ځان مقاومت ته وړاندې کړي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د حنین په غزا کې په سخته مرحله کې مستقیم پاته شو، ټول صحابه په شا لاړل خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ځان قربانۍ ته وړاندې او ثابت پاته شو، په مولوي نور قاسم صاحب کې همدا دایثار او فداکارۍ صفت موجود و.

د خوست ولایت اوسیدونکی شیخ الحدیث مولوي افضل حسین صاحب د مولوي صاحب په اړه دوه لیدلي خوبونه داسې بیانوي : یوځل مي لیدل چې له مولويصاحب نه شاوخوا ډير زمريان تاو وي ټول دده پيره کوي مولوي صاحب له يوه زمري سره پنجه اچولي خو دزمري پنجه ترې لاندې وي او داسې ښکاري چې زمری ورته تسليم وي.

دوهم دا چې په خوب کې ګورم چې يو صندوق وي دمولوي صاحب يو مخالف دښمن يې دخلاصولو هڅه کوي نو څوک په خوب کې ورته ووايې چې دا دنبي کريم صلی الله عليه وسلم له طرفه محترم مولوي صاحب ته تحفه ده بل چا ته يې دخلاصولو اجازه نشته.

يو بل ملګری چې بيخي يې مولويصاحب ليدلی نه وو، کله یي چې دکونړ ولايت په وروستۍ نشر شوې ويډيو کي مولوی صاحب ولیدلو نو له يوه بل ملګري څخه يې وپوښتل چې دا څوک ده چې غږيږي هغه ورته وويل چې دا مولوي نورقاسم نوميږي په قوم صبری د خوست اوسیدونکی دی او اوس دکونړ ولايت جهادي مسؤول دی، هغه ورته وويل: چې قسم بالله څه وخت مخکې مې همدغه سړی له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په خوب کې څنګ په څنګ ليدلی وو.

د مولوي صاحب اقتصادي ژوند درست عمر د فقر او غربت ژوند و ، دبیت المال له پیسو سره یي سخت احتیاط کاوو، مولوي احرار وایي کله چې دامریکایانود یرغل په اوائلو کې مولوي صاحب هجرت ته اړ شو نو د هجرت په ژوند کي یي په يوه داسې خونه کې اړولي وو چې بيخي داوسيدو قابله نه وه، په همدې وخت کې به یي د ډوډۍ پخولو لپاره په خپله شا له غره څخه د مزرو او کيکرو ګيډۍ راوړلې، او کله به چې ځينې مجاهدين ملګري ورسره ميلمانه شول، نو په کور کې یي یوازې يو چاينک وو چې په هغه کې به يې چای جوشاوو هم او ميلمنو ته به يې هم پکې راووړ، نو کله به چې چای ختم شو چينک به يې کور ته يووړ بيا به يې چای جوشولو او ميلمنو ته به يې راوړلو، هغه مهال چې مولويصاحب دخوست ولايت جهادي مسؤليت په غاړه درلود بيا يې هم په خپله له غره څخه خس راوړل.

مولوي صاحب ظاهرا غریبانه او فقیرانه ژوند درلود خو نوموړي دایمان په پانګه غني او الله تعالی ورته لوی جرأت او اخلاص ورکړی و، مولوي احرار وایي : يو ځل ديو موټر بم جوړولو لپاره د څلور ټنه باروتو جوړولو او انتقالولو کار وو ملګري ډير وو خو شهيد مولويصاحب په خپله په کار مصروف و، ملګرو ډير اصرار پرې وکړ چې ته کار مه کوه موږ ډير يو، يوه سرګروپ ورته وويل چې هرڅومره ملګري دې پکار وي دکار لپاره له ما يې واخله خو ته کار مه کوه، شهيد حيدري صاحب ورته په ځواب کې وويل: چې زه هم دثواب دحصول لپاره راغلی يم، آخر هغه دلګی مشر هم له محترم مولويصاحب سره په کارپيل وکړ.

مولوي احرار د شهید حیدري صاحب د جهادي تاکتیکي بریدونو په اړه وایي : دمحترم مولوي صاحب په قيادت کې يو ځل مجاهدينو دخوست ولايت صبريو ولسوالی کې يو کور څو ورځې موقتا داسې معرفي کړ لکه د مجاهدينو مرکز چي وي، يو موټر بم يې جوړ کړ، او دهمدې کور په منځ کې يې ودرولو، او اطاقونو ته يې ګڼ شمير بوټونو چپلکې او څپلۍ کيښودلې او يو فدايې ملګری دننه په اطاق کې ناست و، چي د موټر بم شارټي مزی ورسره و ، دشپې چې کله په دوو درو چورلکو کې امريکايان د چاپې لپاره راغلل اوټول کور ته داخل شول چيغې يې وهلې چې تسليم شئ وسله پرزمکه کيږدئ، په دغه وخت کې استشهادي مجاهد موټر بم ته انفجار ورکړ، چې په لسهاوو امريکايې عسکر پکې مړه او ټپيان شول وروسته نور امريکايان ددغو مړو او ټپيانو دانتقالولو لپاره راغلل ملګرو له وړاندې له کور نه دماينونو حلقه تاو کړي او ټول يې په داسې ترتيب برابر کړي وو چې يوځای انفجار وکړي، کله چې امريکايان دمړو او ټپيانو په پورته کولو بوخت شول دملګرو له لوري ماينونو ته انفجار ورکړل شو چې په دې کې هم ښه پريمانه امريکايان مردار شول، دعيني شاهدانو په وينا په دغو کاميابو عملياتو کې دامريکايانو مړه او زخمیان له سلو اوښتي وو.

د مولوي نور قاسم صاحب د جهادي ژوند خاطرې او کارنامي خورا ډیري دي ، چې د ټولو یادول ددې لیکنې د توان خبره نه ده ، الله تعالی ته سوال کوو چې ددې رښتیني مجاهد او دحق سنګر د رښتیني ساتونکي قرباني او خدمات په خپل دربار کې قبول کړي او برکات یي په کورنۍ او ملګرو جاري ولري .

آمین یا رب العملین

۱۴۳۵/۸/۲۰ هـ ق