د شهید مولوي دستګیر صاحب ژوند او کارنامو ته کتنه

دامریکایي یرغل په خلاف د جهاد یوه توده او دښمن ځپونکي سیمه د هیواد په شمال غرب کې دبادغیس ولایت و، دا ولایت که څه هم دجهادي خوځښت په وړاندې خورا ډیر موانع او مشکلات په کې موجود و، چې له دې جملې په سیمه کې د امریکاپلوو ټوپکي قومندانانو او وسلوالو حاکمیت،ددښمن فشار، دوسلو، […]

دامریکایي یرغل په خلاف د جهاد یوه توده او دښمن ځپونکي سیمه د هیواد په شمال غرب کې دبادغیس ولایت و، دا ولایت که څه هم دجهادي خوځښت په وړاندې خورا ډیر موانع او مشکلات په کې موجود و، چې له دې جملې په سیمه کې د امریکاپلوو ټوپکي قومندانانو او وسلوالو حاکمیت،ددښمن فشار، دوسلو، جهادي امکاناتو نه موجودیت او دهیواد په جنوب کې له  ګرمو جهادي سیمو څخه لریوالی او دمجاهدینو محاصره حالت د یادولو وړ دي.

خو له دې ټولو موانعو او مشکلاتو سره سره ددې ولایت غیور اولس او ایثارګر مجاهدین وتوانیدل،چې د یرغل له آزمون سره ډغرې ووهي،د موانعو او خنډونو حصار مات کړي اوددښمن په وړاندې دجهادي خوځښت یو پایدار سنګر رامنځته کړي.

بادغیس د جهاد په تیره لسیزه کې د هیواد په سطحه یو نوموتی او غلیم ځپونکی سنګر و،چې بیا بیا په کې دښمن سخت تلفات ولیدل،سره له دې چې دبادغیس د جهادي فتوحاتو په امتیاز کې ټول هغه مجاهدین او مجاهد اولس شریک دی چې په تیرو لسوکلونو کې یي قربانۍ ورکړې،خو یو کس چې په دې ولایت کې د جهادي خوځښت محرک او مبتکر بلل کیږي اود بادغیس ولس ورته د خپل جهادي لارښود په سترګه ګوري شهید مولوي دستګیر صاحب و،هغه څوک چې په خپل جرأت، ایماندارۍ،اخلاص او قربانۍ سره یې  په بادغیس کې نه یوازې دعلني جهاد بنسټ کیښود بلکې جهاد یې ددې ولایت ګوټ ګوټ ته وغځاوو او اولس یي دجهاد هراړخیز ملاتړ ته تیار کړ.

راځئ دلته څوشیبې ددې مخورمجاهد په ژوند پیښو وغږیږو .

مولوي دستګیر رحمه الله

مولوي دستګیر د حاجي اصل خان زوی د حاجي فیض محمدخان  لمسی په قوم پښتون / نورزی  په ۱۳۹۷ هـق کال کې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د چلونک په کلي کې په یوه دینداره کورنۍکې زیږیدلی .

نوموړي دماشومتوب په مهال لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کې ترسره کړې،ورپسې یي د بالامرغاب د جهاندوستې په سیمه کې دمولوي محمدوزیرصاحب په نامه د سیمې له یوه مخور عالم څخه دیني تعلیمات ترلاسه کړل،وروسته نوموړي د بادغیس ولایت په مختلفو سیمو کې دغه راز د هرات ، فراه،کندهار او هلمند په ولایاتو کې په مختلفو دیني مدارسو کې خپله ددیني زده کړو لړۍ تعقیب کړه، داسلامي امارت د واکمنۍ په مهال ډیره موده دهرات ښار چهار راهي مستوفیت ته نږدې د یوې مدرسې ناظم و او هم یي خپلې دیني زده کړې تعقیبولې .

په ۱۴۲۷ هـ ق کال کې نوموړي د ددیني علومو څخه د فراغت سند د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې د شالدارې له مشهورې مدرسې څخه  ترلاسه کړ، د همدې سیمې د مشهور عالم شیخ الحدیث مولوي عبدالواحد صاحب څخه یې د احادیثو داجازې په اخیستلو سربیره  د فضیلت سپین دستار وتاړه .

په  بادغیس کې د علني جهاد پیل

مولوي دستګیر صاحب د نوې ځوانۍ له مهاله جهادي جذبه درلوده،د نوموړي نږدې ملګری مولوي حیات الله اکبري وایي: دامریکایي یرغل په لومړنیو کلونو کې  چې مولوي دستګیر صاحب په هلمند ولایت کې درسونه ویل له هغه وخته یې په جهادي عملیاتو کې شرکت کاوو،نوموړي خپل جهادي ژوند په هلمند او کندهار کې له جهادي فعالیت څخه پیل کړ.

په بادغیس کې سره له دې چې جهادي کارونه له  وړاندې پیل شوي و، او په دښمن خال خال بریدونه روان و، خو دې ولایت ته د مولوي دستګیر صاحب له راتګ مخکې جهادي کارونه ډیر کم او په مخفي ډول و،مجاهدینو وسلې ،امکانات او منظم تشکیلات نلرل خو په ۲۰۰۷ م کال کله چې مولوي دستګیر صاحب له دیني علومو فارغ او په لومړي ځل یي په خپله سیمه کې جهادي فعالیت پیل کړ په خپلو هڅو سره یې په دې ولایت کې یو بشپړ جهادي انقلاب راووست.

د نوموړی یو ملګری دبادغیس دمقر ولسوالۍ اوسیدونکی مولوي عبدالقدوس چې د جهادي خوځښت په پیل کې یي ملګری و داسې کیسه کوي: مولوي دستګیر صاحب خپل کار په ډیرو ابتدایي هڅو پیل کړ ، په لومړي ځل چې کله نوموړي دجهاد اقدام کاوو نو تش لاس و او یو میل وسله یې هم په لاس کې نه درلوده ، له ده سره یوازې زما په شمول څو تنه نور  ملګري وو،   لومړی دوسلو دپیدا کولو لپاره د بالامرغاب دپنیرک په کلي کې یوه پخواني جهادي قومندان ملاګلاب الدین  ته  ورغلو چې دوسلو کومک راسره وکړي ، هغه دې خیر یوسي دوه میله کلاشینکوف یې راپیدا کړل ،بیا دهمدې ولسوالۍ دغورتو دسیمې مولوي بازمحمد صاحب  یومیل راکټ راکړ  ، په دې توګه موږ یوڅو نور ملګري هم دوخت په تیریدو سره پیدا کړل او په همدې دری میله اسلحه باندې مو جهاد پیل کړ، یو وخت چې شمیر مو ۱۲ کسانو ته رسیدلی وو ، لومړی مو په سیمه کې ددښمن  دیوې NGO په ساتونکو برید وکړ بله شپه مو دبالامرغاب په ولسوالۍ برید وکړ او بیا مو په مختلفو پوستو بریدونو ته دوام ورکړ ،لومړی مو کارونه یوازې دشپې کول خو دوخت په تیریدو سره مو غنیمتونه ترلاسه کړل ، ملګري مو نور هم زیات شول او دوسلوله اړخه بسیا شوو ، دلته نوبالامرغاب ته نږدې  یوغرنۍ سیمه ده په نامه د ( حوض کبود ) دلته موږ مرکزیت جوړ کړ، او کله چې په بادغیس کې زموږ ددي جهادي قوي مرکزیت اوازه خپره شوه  ، نو له مختلفو ولسوالیو څخه خلکو له موږ سره روابط جوړ کړل  ، نو په دې توګه دمجاهدینو شمیر هره ورځ په زیاتیدو وو خپل علني  عملیات مو نورو ولسوالیو لکه  مقر ، دره بوم او نورو سیمو ته هم  وغځول او ډیرې پراخې سیمې مجاهدینو فتحه کړې.

مولوي حیات الله اکبري وایي: په پیل کې د بادغیس دمجاهدینو مشري  دمولوي عبدالرحمن په غاړه وه او مولوي دستګیر دنوموړي دمحاذد نظامي مسؤل په حیث دنده اجراء کوله،د نوموړي په راتګ سره په بادغیس کې علني جهادي کارونه پیل شول، مثلا نوموړي په لږه موده کې د بالامرغاب د سالوچار په سیمه کې په پوسته برید وکړ،ورپسې یي دبالامرغاب په ولسوالۍ حمله وکړه د مقر ولسوالۍ په مرکز یي عملیات وکړل،د بالامرغاب د اڅکزو په سیمه کې یي ددښمن په کمپاین برید وکړ،چې دې عملیاتو ددښمن سخت عکس العمل راوپاراوو او له هرات او بادغیس له مرکز څخه یي لویه قوه بالامرغاب ته راوسته ،د مولوي دستګیر صاحب په مشرۍ مجاهدینو د جوی کار د تنګي په سیمه کې له همدې قوې سره جنګ وکړ،دښمن شکست وخوړ او بیرته د ولسوالي په خوا وتښتیدل او مجاهدینو په همدې سیمه کې دښمن ته دفاعي کرښه جوړه کړه،دښمن چې په همدې جنګ کې شکست وخوړ نو پخوانی رعب او هیبت یي له منځه لاړ له همدې سره په ولس کې عمومي دجهاد جذبه راپورته شوه، او جهاد بشپړ علني شکل غوره کړ.

مولوي حیات الله صاحب وایي:  مولوي دستګیر صاحب د ګوتو په شمیر څو تنو ملګرو سره جهادي فعالیت پیل کړی و، چې وسلې یي هم نه درلودې خو دوه کاله وروسته دنوموړي له شهادته بعد چې دمجاهدینو احصایه واخیستل شوه دنوموړي تر قومنده لاندې یوازې دمسلحو بالفعله مجاهدینو شمیر ۳ زره تنو ته رسیده .

مهمې جهادي کارنامې

د جهاد له علني کیدو وروسته  د بادغیس ولایت په لراوبر کې دمولوي دستګیر صاحب تر نظامي مشرۍ لاندې جهادی عملیاتو زور واخیست  یوازې د ۲۰۰۷ م کال په جریان کې په دښمن ۵۲ اغیزمن عملیات ترسره شول دغه راز په ۲۰۰۸ م کال کې جهادي عملیات تردې هم زیات شول، په لاندې کرښو کې د مشت نمونه خروار په توګه څو هغو جهادي عملیاتو ته اشاره کوو چې دمولوي دستګیر صاحب ترمشرۍ لاندې یي صورت نیولی.

د جوی کار په سیمه کې له جنګ څخه وروسته د مرغاب د بوکن په سیمه کې د داخلي او خارجي عسکرو یوه قوه چې د غورماچ په خوا روانه وه، مجاهدینو ورباندې برید وکړ چې په نتیجه کې یي ددښمن ۱۸ مړي په میدان پاته شول،۵ رینجر موټر ترې مجاهدینو ونیول  یو خارجي ټانګ او دوه رینجر چې د جګړې په سیمه پاته وه امریکایانو بمبار کړل،مجاهدینو یوشمیر داخلي عسکر ژوندي ونیول او ډیرې وسلې یي هم غنیمت کړې،په دې جګړه کې چې کوم عسکر ژوندي پاته شول امریکایانو دڅرخکو په واسطه له سیمې پورته کړل او په دې توګه یي قوه له منځه لاړ، په دې جګړه کې ددښمن د بمبار له  امله ۷ تنه مجاهدین هم شهیدان شول .

د مرغاب د منګان په سيمه کې چې دښمن غوښتل پوستې جوړې کړي،د مولوي صاحب په مشرۍ مجاهدینو ورباندې برید وکړ چې په نتیجه کي یي دښمن ته د سر دزیان په اړولو سربیره ۲ رینجر موتر او نور غنائم هم مجاهدینو ونیول  ددښمن عسکر له سیمې وتښتیدل او پروګرام یي کاملا ناکام شو.

د بالامرغاب د مرکز په شاوخوا کې چې دښمن د محاصرې په حالت کې وه، یو ځل یي غوښتل چې عملیات وکړي په همدې موخه د ولسوالۍ له مرکز څخه راووتل خو مجاهدینو یي په وړاندې مقاومت  ته ادامه ورکړه دې جګړې نږدې یوه هفته دوام وکړ  چې په پای کې دښمن غوڅ شکست وخوړ او بیرته پر شا وتښتید .

مولوي دستګیر  سره  له دې چې د جهاد په پیل کې هم یوځل په کندهار کې ددښمن لخوا نیول شوی او لنډ توقیف یي تیر کړی و،د ۲۰۰۸م کال په لومړیو کې ددښمن لخوا په هرات کې ونیول شو او د کابل دپلچرخي زندان ته انتقال شو،نوموړي شاوخوا اوه میاشتې په زندان کې تیرې کړې ،څرنګه چې مولوي صاحب د بادغیس په عام اولس کې فوق العاده محبوبیت درلود دبادغیس ولایت  قومي مشرانو ،مخورو او علماء کرامو دنوموړي دخلاصون لپاره هڅې پیل کړې، تردې چې د ۷۰ کسانو یوه لویه ډله  کابل ته لاړه او له حکومته یي په کلکه غوښتنه وکړه چې مولوي صاحب راخلاص کړي، څرنګه چې دبادغیس ټول اولس دنوموړي په ملاتړ ولاړ و، حکومت مجبورا نوموړی له زندان څخه خوشی کړ.

له راخلاصیدو وروسته چې مولوي صاحب خپلې سیمې ته ستون دعاموخلکو او مجاهدینو له خورا پراخ هرکلي سره مخامخ شو، دعیني شاهدانو په وینا د مولوي صاحب راخلاصیدل په سیمه کې دیوه ولسي جشن به حیث تجلیل شول حتی عامو خلکو ډیر دشکرانې خیراتونه وکړل،ځکه نوموړي د یوه مخلص مجاهد په حیث د ولسي خلکو په زړونو کې ژور ځای خپل کړی و، دسیمي دخلکو اومجاهدینو په غوښتنه نوموړی د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا دبادغیس ولایت د عمومي جهادي مسؤل یا والي په حیث وټاکل شو، نوموړي دامارت دمشرتابه له لارښوونو سره په سیمه کې دولسوالیو  نظامي او ملکی تشکیلات، کمیسیونونه ،محاکم اونور ادارات له سره منظم کړل او په بادغیس کې منظمه جهادي اداره رامنځته شوه .

د مقر ولسوالۍ اوسیدونکی مولوي صدیق الله وایي: په همدې مهال دښمن غوښتل چې د مقر ولسوالۍ په سنجیتک سیمه کې چې د بادغیس دمرکز قلعه نو په ۱۰ کیلومترۍ کې پرته ده ،پوستې جوړې کړي،مجاهدینو ددښمن له دې پروګرام سره مخالفت وکړ او دښمن ته یي اجازه نه ورکوله چې دغلته پوستې جوړې کړي، په دې مهال دښمن د سیمه ایزو پخوانیو ملیشو او حکومت پلوه اولسي خلکو سره په ګډه په مجاهدینو هجوم ورووړ نه یوازې یي سیمه ایز مجاهدین تر برید لاندې ونیول بلکې د مجاهدینو او دهغوی دملاتړو مالونه یي هم چور کړل،کورونه یي وسوزول او دمجاهدینو دسیمي عام خلک یي په هجرت کولو او غرونو ته په تیښتیدلو اړ کړل، په دې برید کې دحکومتي ملیشو په لاس ۲۰ تنه عام مؤمن هیوادوال شهیدان شول او بې اندازې مالونه یي لوټ شول،دغه مهال چې مولوي دستګیر صاحب په بالامرغاب کې دهمدې جهاد پلوه اولسي وګړو د دفاع لپاره یي مجاهدین همدې سیمې ته راوستل اوددښمن له ملیشو سره یي جنګ پیل کړ، دې جګړې یوه هفته دوام وکړ، چې په نتیجه کي دحکومت پلوه ملیشو د مشر عثمان بیګ په شمول ګڼ لوټماران ووژل شول او یاده سیمه بیرته مجاهدینو له ملیشو څخه تصفیه کړه، په دې توګه  دسیمي بي ځایه شوي خلک بیرته ځای په ځای شول او حکومت پلوه ملیشو داسې شکست وخوړ چې بیا یی کله هم دداسې هجوم فکر ونه کړ ، په دې حادثه کې چې مولوي دستګیر صاحب دعام اولس د ملاتړي او مرستندوی په حیث راڅرګند شوی و او ولسي خلکو ته یي نجات ورکړی و په سیمه کې دمجاهدینو په حق کې اولسي اخلاص نور هم زیات شو.

د مولوي دستګیر صاحب جهادي کارنامې خورا ډيرې دي خو هغه کارنامه یي چې ډیره خبرسازه شوه ،هغه په په  ۲۰۰۸/۱۱/۲۷ میلادي نیټه په بالامرغاب ولسوالۍ کې پیښه شوه.

مولوي حیات الله وایي : له هرات څخه ددښمن یوه خورا ستره قوه چې ۱۰۰ پوځي موټر به په کې وه  د بادغیس مرکز ته راغله او له هغه ځای څخه یي د عملیاتو په نیت  دبالامرغاب  په خوا حرکت وکړ،مجاهدینو ددې قوې د ماتولو لپاره په سیمه کې پوره امادګي نیولې وه،قوه چې د منګان سیمې ته راورسیده لومړی ورباندې همالته برید وشو،خو له هغه ځای څخه چې راتیره شوه د اکازو د جوی نو په سیمه کې مجاهدینو ورته د سرک په دواړو خواوو کمینونه نیولې وه، کله چې دغه قوه پوره دمجاهدینو سیمې ته ننوته مجاهدینو ورباندې برید پیل کړ، دغه جنګ چې غرمه پیل شوه ترمازیګره په کې ددښمن قوه په بشپړه توګه تارومار شوه،، په دې عملیاتو کې ددښمن د لسګونو  موټرو له جملې ګڼ  دمجاهدینو په لاس تخریب شول او ۲۱ رینجر  ۶ اکمالاتي موټر چې په وسلو بار وو   روغ رمټ مجاهدینو ونیول ، په دې عملیاتو کې ددښمن ۴۵ تنه  عسکرووژل شول او تر ۲۰ ډير  ژوندي ونیول شول په دې جګړه کې مجاهدینو دومره وسلې او مهمات غنیمت کړل چې ترراتلونکو دوو کلونو پورې ورباندې مجاهدین چلیدل په دې عملیاتو کې مجاهدینو ته په لسګونو میله سپکې وسلې ، هاوان ، هشتادو دو ، دهشکې ، ثقیل ماشیندار او نور ډول ډول وسلې په لاس ورغلې.

دې عملیاتو نه یوازې په نړیوالو مطبوعاتو کې غوغا جوړه کړه بلکې په کابل کې یي په حکومتي کچه هم سخت مخالفتونه او اعتراضونه راوپارول، مطبوعاتو ولیکل چې دا په تیرو څو کلونو کې حکومتي قواوو ته ترټولو درنه ضربه وه،له دې عملیاتو سره په نړیوالو مطبوعاتو کې دمولوي دستګیر صاحب نوم د اصلي طراح په توګه  یاد شو، نوځکه خارجي او داخلي دښمنان متوجه شول ترڅو دغه  قهرمان غازي په شهادت ورسوي.

مولوي حیات الله اکبري وایي له دې عملیاتو وروسته  د کرزي دحکومت د استخباراتو مرستیال ډاکټر عبدالله لغماني مولوي صاحب ته ټیلفون راوکړ او رسما یي دمرګ اخطار ورکړ، مولوي صاحب ورته وویل چې څه مو له وسه کیږي ویي کړئ ، زه داسې څوک نه یم چې له مرګه وډار شم .

شهادت  یې

مولوي دستګیر صاحب ددښمن تر سخت تعقیب لاندې و،تردې چې  د ۲۰۰۹ کال د فبرورۍ په ۱۶ مه چې د ۱۴۳۰ هـق د صفرالمظفر له ۲۱ سره سمون خوري ددښمن به بې رحمانه بمبار کې په شهادت ورسید.

مولوي حیات الله اکبري وایي: مولوي صاحب د ولسي خلکو د مشکلاتو او عرایضو له اوریدلو او لازمو کارونو دترسره کولو نه وروسته ماښام زموږ کور ته راغی او دڅو تنو نورو مجاهدینو سره یوځای یي همدلته په میلمه ځای کې  شپه شوه، په دې شپه طیارې بیخي زیاتې ګرځیدلې څرنګه چې مولوي صاحب ستومانه و د ماخوستن دلمانځه له اداء کولو وروسته  سمدستي ویده شو، زه هم  کور ته لاړم خو د شپې لس نیمې بجې شاوخوا به وې چې ناڅاپه دروند بمبار وشو.

کله چې راووتو الوتکو دمیلمنوځای په نښه کړی و او دری بمونه یي پرې غورځولي و،چې یو په کوټه او دوه نورهم ورته نږدې لګیدلي وه، په بمبار کې یوازې یو تن په زخمي حالت کې ژوندی پاته و او دمولوي صاحب په ګډون اوه تنه مجاهدین په شهادت رسیدلي و.

په شهیدانو کې د بادغیس ولایت یو تکړه مجاهدمعاون بازمحمد هم وه مولوي دستګیر هم چې په ځیګر یي دامریکایي بم پرخچه خوړلې وه په شهادت رسیدلی و،نوموړی چې په جنازه کې یي ګڼ شمیر خلکو او ملګرو ګډون کړی و، په خپل پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شو،د نوموړي یو زوی ترشا پاته شو چې دده دشهادت په مهال یي عمر ۸ میاشتې و .

خاطرې او یادونه

مولوي دستګیر په دې سربیره چې یوه زړور ،مخلص او تکړه مجاهد و دسیمې په سطحه اود مجاهدینو په منځ کې یي د یوه مشر په حیث غیرمعمولي محبوبیت درلودچې همدا یي دکامیابۍ راز و،ملایارمحمد اخند چي دنوموړي له  نږدې ملګرو څخه دی وایي: مولوي دستګیر صاحب په بادغیس کې خورا زیات محبوبیت او نفوذ درلود،دهغه دعامه محبوبیت وجه دا وه چې هیڅ تعصب یي نه درلود، قوم پالنه ،ډلګۍ پالنه او نور تمایلات په کې نه و، له هرچا سره یي د شریعت په رڼا کې چلند کاوو، خپل جهادي مسیر ته خورا وفادار و او همیشه یي خوښوله چې د خپل اولس په منځ کې واوسي،له هغوی سره همیشه په رابطه کې و ځان یي تر عامو خلکو لوړ نه باله او همدا نږدې تعلقاتو په دې باندې داولس باور پوخ کړی و، کله چې نوموړی له  زندانه راخلاص شو نو د بادغیس په عام اولس کې داسي خوشالي ګډه وه لکه د هرکور کوم غړی چې راخلاص شوی وي.

مولوي حیات الله اکبري صاحب هم همدې خبرې ته اشاره کوي او وایي: په هماغو شپو کې مې له یوه عام سړي څخه واوریدل چې په خپلو مرحومو قریبانو پسې مې دومره خیراتونه ندي کړي لکه دمولوی صاحب د راخلاصیدو په خاطر مې چې وکړل ،مولوي اکبري صاحب زیاتوي: کله چې مولوي دستګیر صاحب بندي و، زه او مولوي اسمعیل صاحب یوې لرې دښتي سیمې ته چې مالداران په کې اوسیږي لاړو او هلته د مالدارانو دکیږدیو  په منځ کې په یوه لوڅ جومات کې چې یوې کیږدۍ ته نږدې و کیناستو او له عامو خلکو سره مو مجلس کاوو، په همدې کې یوې زړې ښځې له کیږدۍ څخه راغږ کړ، او پوښتنه یي وکړه چې مولوي دستګیر نه دی راخلاص شوی؟

موږ ځواب ورکړ چې تراوسه نه دی راخلاص . په دې سره هغه بوډۍ ښځه ژړا واخیسته او ورسره یي دمولوي صاحب د راخلاصیدو لپاره دعاګانې پیل کړې، موږ یي غږ اورید او په داسې عجز یي دعاګانې کولې چې حتی موږ یي ورسره وژړولو .

مولوي حیات الله صاحب وایي:دمولوي دستګیر کورنۍ جهادي کورنۍ ده، دنوموړي پلار چې دروسانو په مهال مجاهد و پخوا وفات شوی او دامهال یي یوازې مور ژوندی وه، دمولوي صاحب مور یوه خورا دینداره او غیرتي ښځه ده چې خپل زامن یي په جهادي روحیه سمبال روزلي دي، دمولوي دستګیر له شهادت وروسته دده یو بل ورور هم په جهاد کې شهید شو او کله چې موږ دفاتحې لپاره ورغلو نو مور یي راغله مور یي موږ ته وویل چې دوه زامن مې په جهاد کې شهیدان شول خو تراوسه ما ورباندې ژړلي نه دي.

په دې مهال د مولوي دستګیر صاحب زوی چې کوچنی ماشوم دی راغی،د هغه په سر یي لاس تیراوو او ویل یي چې زه خپل زامن او لمسیان د جهاد لپاره لویوم اوتربیه کوم، او دوی مې دالله تعالی لارې ته وقف کړي خو که  دوی شهیدان شول په خپله هم حاضره یم چې دالله تعالی ددین لپاره وجنګیږم .

د نوموړي نور ملګری او هغه مجاهدین چې مولوي دستګیر صاحب سره یي نږدې وخت تیر کړی په دې خبره متفق دي چې نوموړی یو مخلص مجاهد او اغیزمن مشر و، چې ترپایه یي خپل جهادي کردار په ډیر ښه ډول ترسره کړ.

رحمه الله تعالی