د شهید ملا عبدالرحمن آخند ژوند ته کتنه

د ۱۴۳۵ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۸ مه نیټه د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د دښمن په یوه هوایي برید کې د هرات ولایت لپاره داسلامي امارت عمومي جهادي مسؤل ملا عبدالرحمن آخند له خپلو شپږو تنو نورو ملګرو سره په شهادت ورسید. دا په همدې کال کې داسلامي […]

د ۱۴۳۵ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۸ مه نیټه د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د دښمن په یوه هوایي برید کې د هرات ولایت لپاره داسلامي امارت عمومي جهادي مسؤل ملا عبدالرحمن آخند له خپلو شپږو تنو نورو ملګرو سره په شهادت ورسید.

دا په همدې کال کې داسلامي امارت دریم ولایتي مسؤل/ والي و چې دجهاد په تاوده ډګر کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید، تردې وړاندې د کونړ ولایت والي مولوي نورقاسم حیدري او دکندهار ولایت والي ډاکټر عبدالواسع عزام هم په جهادي ډګر کې په شهادت رسیدلي و،په دې لیکنه کې مو د شهید ملا عبدالرحمن آخند ژوند ته ځغلنده کتنه کړې هیله ده چې راسره ویې لولئ .

شهید ملا عبدالرحمن آخند

الحاج شهید ملا عبدالرحمن آخند چې په  نیکه سره یې شهرت درلود د ملامحمد هاشم زوی د ملامحمد رسول آخند لمسی په قوم پښتون /نورزی په ۱۳۹۷هـ ق کال  د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ په چیچه سیمه کې په یوه دینداره او علمدوسته کورنۍ کې زیږیدلی  .

د نوموړي پلار دیني عالم و ، چې له خورا کشرتوب څخه یي په نوموړي دیني درسونه پیل کړل،ابتدائي دیني زده کړې یې په خپل کور کې له خپل والد صاحب څخه ترسره کړي او بیا د بکوا ولسوالۍ د غازي اباد په سیمه کې د مشهور عالم شیخ الحدیث مولوي محمد حسین صاحب مدرسې ته لاړ ، په دې مدرسه کې له ډیره موده درس لوستلو وروسته د هلمند ولایت ته لاړ ، د هلمند په نوزاد ولسوالۍ او دپاکستان دبلوچستان ایالت په پنجپای سیمه کې یي په مختلفو مدارسو کې دیني زدکړو ته دوام ورکړو، نوموړې خپله ددیني زده کړو لړۍ پنځمې درجې ته رسولې وه ، چې په افغانستان کې دشراو فساد په خلاف دطالبانو اسلامي تحریک پیل شو ، هغه مهال چې طالبانو کندهار ښار نیولی و، خو دهیواد نورو سیمو ته لا نه و داخل شوي ملا عبدالرحمن آخند د فراه ولایت د تکړه جهادي مشر شهید ملامحمدصادق اغا تر مشرۍ لاندې دطالبانو په اسلامي تحریک کې شامل شو.

په اسلامي تحریک کې خدمتونه

 د کندهار له نیولو وروسته د طالبانو داسلامي تحریک عمده جنګي جبهات د کابل  او دهرات په استقامتونو جنګي خطوط و، چې همیشه په کې سختې جګړې روانې وې، ملا عبدالرحمن آخند دغه مهال څه وخت د میدان ښار په جنګي کرښه کې خدمت ترسره کړ او وروسته دهرات په استقامت د ګرشک او فراه جنګي کرښو ته لاړ، نوموړي  دګرشک او هرات ترمنځ په سختوجګړو کې چې څو ځله د اسلامي تحریک مجاهدین پرمخ لاړل او بیا راپه شا شول په دې ټولو جګړوکې یي شرکت درلود، تردې چې د هرات ولایت په تاریخي فتحه کې هم ګډونوال و .

د هرات له فتحې وروسته چې د بادغیس او فاریاب په حدودو کې دطالبانو دفاعي کرښه وه ، شهید محمدصادق اغا همدلته د نظامي قطعې مشر و چې ملا عبدالرحمن اخند هم ورسره د مشر ملګري په حیث وظیفه اجراء کوله،د فاریاب ، مزار اودشمال دنورو ولایاتو ترفتحي وروسته  چې شهید ملامحمدصادق اغا د فاریاب  دوالي په حیث وټاکل شو، د نوموړي د شهادت ترنیټې پورې ملا عبدالرحمن  اخند په فاریاب کې دنوموړي دنظامی ملګروله جملې د یو مشر ملګري په حیث په خدمت بوخت و چې دملامحمدصادق اغا ترشهادت وروسته څه موده د فاریاب ولایت د سرپرست والي په حیث هم پاتی شوی دی  په دې موده کې نوموړی د شمال په مختلفو سیمو کې جهادي کرښو ته هم تلو چې په  دې لړ کې  د تخار، دره صوف او غور په سیمو کې جهادي خدمت یي دیادونې وړ دی .

په افغانستان د امریکایانو تر یرغل وړاندې نوموړي د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ  کې دولسوال په حیث دنده اجراء کوله ،کله چې امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ نوموړی خپلې سیمې ته راغی او د امریکایي یرغل په خلاف یي په جهادي ترتیباتو لاس پورې کړ .

د امریکا په خلاف جهاد

د امریکایي یرغل نه وروسته چې داسلامي امارت مجاهدینو د هیواد له ځینو سیمو عقب نشیني وکړه ملا عبدالرحمن اخند هم خپلې سیمې ته راغی،څه موده وروسته یي په جهادی ترتیباتو لاس پورې کړ،څرنګه چې هغه مهال دجبهه یي عملیاتو امکان لږ و اوترټولو مؤثره وسیله د انفجاراتو په توسط ددښمن له منځه وړل و، ملا عبدالرحمن تر هرڅه وړاندې له  نوروماهرو  مجاهدینو څخه د ریموټي بم د جوړولو او استعمال تخنیک زده کړ،وروسته یي په خپله سیمه کې دامریکایي یرغل په دوهم کال عملا په خارجي یرغلګرو بریدونه پیل کړل،دا په فراه ولایت کې لومړني جهادي تحرکات و د ملاعبدالرحمن اخند ورور وایي : نوموړي دامریکایي یرغل په دوهم کال په لومړي ځل دبکوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې دکندهار – هرات په لویه لاره دخارجیانو یو کروزینګ موټر په ریموتي بم والوزاوو ، له دې وروسته یې په همدې سرک دداخلي عسکرو یو دوه موټر په یوه کمین کې له منځه یووړل او ورپسې یي د ایټالوي یرغلګرو یو موټر په ریموټ کنټرول بم والوزاوو، په دې چاودونو سره په فراه کې په یرغلګرو د بریدونو لړۍ پيل شو ه چې وروسته  دا ولایت په یوه ګرم جهادي ډګر واوښت .

د یرغل په همدې لومړنیو کلونو کې چې داسلامي امارت د مشرتابه لخوا د ټولو ولایاتو جهادي تشکیلات جوړ شول ، په فراه ولایت کې هم پنځه جهادي محاذونه تشکیل شول چې د بکوا دجهادي محاذ مسؤلیت ملا عبدالرحمن ته وسپارل شو، وروسته چې دمحاذونو تشکیلات  د ولسوالیو په تشکیلاتو واوښتل او په هره ولسوالۍ کې دمجاهدینو ځانګړی جوړښت رامنځته شو، ملا عبدالرحمن دفراه ولایت د بکوا ولسوالۍ جهادي مسؤل وټاکل شو چې شپږ کاله یي هم همدا دنده په خورا ښه ډول ترسره کړه .

نوموړي شپږ کاله د بکوا ولسوالۍ د مسؤل په حیث دنده ترسره کړه بیا یو کال دفراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ دمسؤل په حیث پاته شو،له هغه وروسته یي یوکال بیا د بکوا ولسوالۍ دمسؤل په حیث وظیفه ترسره کړه ،چې ورپسې د نیمروز ولایت د جهادي مسؤل په حیث وټاکل شو په نیمروز کې یي ۸ میاشتې جهادي خدمت ترسره کړ،او بیا د هرات ولایت د جهادي مسؤل په حیث وټاکل شو،په هرات ولایت کې یي ۱۹ میاشتې  وظیفه ترسره کړه تردې چې د همدې وظیفې په مهال په شهادت ورسید.

د یادو وظائفو سره هم مهال نوموړی ډیره موده د فراه دولایتي کمیسیون دمشر په حیث هم دنده ترسره کړې دغه راز یي ترڅه وخته  داسلامي امارت د مرکزي نظامی کمیسیون غړیتوب هم درلود .

ملا عبدالرحمن اخند چې په فراه ولایت کې یي خورا فعاله ډلګۍ درلوده دده د ډلګۍ ځینو مجاهدینو په نیمروز او هرات کې هم د محلي مسؤلینو په حیث جهادي وظایف سرته رسول ، دنوموړي ترمشرۍ لاندې مجاهدینو په فراه کې خورا زیات عملیات ترسره کړي چې څو بیلګو ته یې په لاندې توګه اشاره کوو.

ــ ، د ۲۰۰۴ م کال په اوړي کې  د بکوا ولسوالۍ د بالبالک کاریز په  سیمه کې مجاهدینو ددښمن په یوه لوی کتار برید وکړ چې په نتیجه کې یې ددښمن  ۱۸ تنه عسکر ځای په ځای ووژل شول ، شپږ موټر مجاهدینو په غنیمت ونیول  او خورا زیاتې وسلې او مهمات هم مجاهدینو ته په لاس ورغلل.

ــ دالفتح عملیاتو په کال د بکوا ولسوالۍ د اسحاقزو په سیمه کې ددښمن په کاروان په حمله کې ددښمن ۱۴ موټر له منځه لاړل او ګڼ شمیر عسکر یي هم ووژل شول .

ــ دالفتح عملیاتو په اوږدو کې د نوموړي تر مشرۍ لاندې مجاهدینو  یوازې د فراه په بکوا ولسوالۍ کې ددښمن ۱۸۰ ټانګونه په انفجاراتو کې له منځه یووړل چې ددښمن سلګونه عسکر هم په کې  ووژل شول .

ــ  دالبدر عملیاتو په  لومړیو کې د بکوا ولسوالۍ د سیاواغا په سیمه کې مجاهدینو د امریکایي سیکورټیانو په کاروان برید وکړ چې په نتیجه کې یي ۵ موټر او ۱۵ عسکر ختم شول ، دسیکورټیانو مشر ژوندی ونیول شو او دجنګ په مهال ددښمن یوه طیاره هم راوغورځیده ، دالبدر عملیاتو په لړ کې یوه بله کارنامه د ګلستان ولسوالۍ د پیتاوک په سیمه کې ددښمن داکمالاتي کتار له منځه وړل و چې په ترڅ کې یي ددښمن ۲ سرف موټر او ۲۲    اکمالاتي کانتینر له منځه لاړل ، په همدې کال د ګلستان ولسوالۍ دچهارراه په سیمه کې ددښمن داکمالاتي کتار په موټرو چې په یوځای ولاړ و ۱۲    یوځایي انفجارات ترسره شول چې ددښمن کتار یي له منځه یووړ .

ــ د البدر عملیاتو په وروستیو کې چې دژمي موسم و،په امریکایي ساتونکو په برید کې ددښمن ۱۲ موټر او ۱۸ عسکر له منځه لاړل مجاهدینو ۱۲ ماشیندار ۴ ثقیلان او نور ډیر وسائل او مهمات غنیمت کړل .

ــ دالفاروق عملیاتو په لړ کې د ملاعبدالرحمن تر مشرۍ لاندې مجاهدینو د ګلستان ولسوالۍ د توت او چهارراه ترمنځ سیمه کې دداخلي ګوډاګیانو په یوه لوی کتار برید وکړ چې په نتیجه کې یي ددښمن تر شپیتو زیات عسکر مړه او ټپیان شول مجاهدینو ګڼ غنائم هم ونیول او ددښمن قوه یی له منځه یووړه خو له جګړې نه دستنیدو په مهال ددښمن الوتکو بمبار وکړ چې په نتیجه کې یي د دملا عبدالرحمن اخند ۲۲ تنه جهادي ملګري په یوه ځای شهیدان شول .

شهادت یې

د شهید ملاعبدالرحمن اخند کورنۍ یوه جهادي او شهیدپاله کورنۍ ده ، دامریکا ضد جهاد کې د نوموړي د دوو وروڼو شهید عبدالسلام او شهید عبدالغفار په شمول ددوی د کورنۍ ۱۱ کسان په شهادت رسیدلي دي،نوموړی په خپل جهادي ژوند کې دوه ځله  ټپي شوی و، په دې وروستیو کې دښمن ډیر کوښښ کاوو  چې نوموړی په برید کې له منځه یوسي ، دهمدې لپاره یي پخوا هم څو ځله ورباندې چاپې اچولې وې، دغه راز په وروستي ځل چې نوموړی د هرات ولایت  څخه په لیدنه کتنه بوخت و، لومړی ځل په شینډنډ او بیا د هرات په غوریان ولسوالۍ کې ورباندې امریکایانو چاپه واچوله ، دغوریانو په چاپه کې دری تنه مجاهدین شهیدان شول خو ده ته الله تعالی نجات ورکړ ، له هغه وروسته چې کله خپلې سیمې بکوا ته راغی ، دهمدې ولسوالۍ د دوشنبې په سیمه کې ددښمن د بې پیلوته طیارې تر برید لاندې راغی چې له شپږو تنو نورو مجاهدینو سره یوځای د شهادت لوړ مقام ته ورسید. انالله واناالیه راجعون

د نوموړي دشهادت پیښه د مجاهدینو لپاره یوه دردوونکي پیښه وه ، دنوموړي دشهادت په اړه داسلامي امارت ویاند ښاغلي قاري محمدیوسف احمدي په خپل بیان کې وویل :په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې  داسلامي امارت یو وتلی او نومیالی قومندان دهرات ولایت دجهادي چارو مسؤل الحاج ملا عبدالرحمن اخندچې په نیکه سره یې شهرت درلود  د اشغالګرو له لوري د الوتکې په هوایي برید کې دڅو نورو ملګرو سره یوځاي په شهادت رسیدلی. شهید ملا عبدالرحمن په فراه او هرات ولایتونو کې داشغالګرو ځواکونو او دهغوئ دګوډاګیانو په خلاف له څو کلونو را هیسې په وسلوال جهاد او مبارزه بوخت وو،نوموړي  دخپلو ګړندیو جهادي فعالیتونو او عملیاتو په توسط په سیمه کې د اشغالګرو عسکرو او هغوی دمزدورانو ژوند نا ارامه کړی وو،همدا لامل وو چې نوموړی ډیر وخت دډارن دښمن تر څار او تعقیب لاندي وو.

اتل شهید الحاج ملا عبدالرحمن  چې دجهاد په لار کې یو نه ستړی کیدونکي مبارز، قهرمان مجاهد او په خپله سیمه کې یو پیژندل شوی او بانفوذه جهادي شخصیت وو، دجهاد په لار کې یي  ډیر ستر خدمتونه ترسره کړي او په دې لار کې یې بې ساري قرباني ورکړې.

شهید الحاج ملا عبدالرحمن اخند د اسلامي امارت دحکومت په مهال او همدا راز داشغالګرو ځواکونو په خلاف  په اوسني جهاد کې  په ډیرو سختو او نامساعدو شرایطو کې  د هیواد په مختلفو ولایتونوکې دپام وړ جهادي فعالیتونه او خدمتونه ترسره کړي .

د قهرمان قومندان الحاج ملا عبدالرحمن اخند شهادت که څه هم یوه دردمنه پیښه او ستره ضایعه ده ، خو دښمن دي په دې نه خوشحاله کیږي چې دنوموړي شهادت به  په سیمه کې دنورو مجاهدینوپه مورال او جهادي فعالیتونو منفي اغیزه وکړي، د اسلامي امارت مجاهدین له شهادتونو سره اشنا دي، ان شاءالله ډیر ژر به رامنځ ته شوې تشه دنوموړي دسنګر ملګري ډکه کړي.

لکه څنګه چې داسلامي امارت د ویاند په څرګندونو کې ورته اشاره شوې، شهید ملاعبدالرحمن واقعا د هیواد په لویدیځ کې له مطرحو جهادي شخصیتونو څخه و چې په خپلو نه ستړي کیدونکو هڅو یي په همدې حوزه کې یو قوي جهادي صف رامنځته کړ ، نوموړي یوه قوي جهادي ډلګۍ درلوده چې دبالفعله مجاهدینو شمیر یې تر ۹۰۰ تنو زیات و.

نوموړي نه یوازې په  فراه ولایت کې دسلګونو مجاهدینو مشري په غاړه درلوده بلکې کله چې په هرات کې مسؤل وټاکل شو هلته یي هم خورا سترې جهادې کارنامې ترسره کړې ، نوموړی به اکثره وخت په جهادي جبهاتو کې و او په خپله یي په جګړو کې برخه اخیسته .

د نوموړي دنږدې ملګرو په استناد شهید ملاعبدالرحمن  په خپلو جهادي چارو کې همیشه له علماء کرامو سره مشوره کوله او جهادي چارې یي په ډیر تدبر او جرأت سره پر مخ وړې ، همدا لامل و چې نوموړي په خورا پیچلو شرایطو کې  خورا بریالۍ مبارزه وکړه او په پای کې خپل وروستي هدف شهادت ته هم وصل شو.                                        روح دې یي ښار اویاد دې یي تل وي