د شهید شیخ الحدیث مولوي عبدالسلام صاحب ژوند ته کتنه

د عالِم مرګ د عالـَم مرګ دی علم الهي صفت دی ، او علماء کرام نبي کریم صلی الله علیه وسلم خپل وارثان بللي دي ، له همدې ځایه دیوه عالم وفات دامت لپاره ستر مصیبت بلل شوی دی ، دلته که ددیني علم او علماء کرامو په ټولنیز او شرعي منزلت باندې تم کیږو […]

د عالِم مرګ د عالـَم مرګ دی

علم الهي صفت دی ، او علماء کرام نبي کریم صلی الله علیه وسلم خپل وارثان بللي دي ، له همدې ځایه دیوه عالم وفات دامت لپاره ستر مصیبت بلل شوی دی ، دلته که ددیني علم او علماء کرامو په ټولنیز او شرعي منزلت باندې تم کیږو شاید اصلي موخه رانه پاته شي ، خو دومره ویلی شو چې دیوه دیني مقتدا او عالم وفات په دنیایي ممکنو تحولاتو او حوادثو کې لکه څنګه چې عادي شمیرل کیږي په حقیقت کې کوم عادي یا معمول رویداد نه دی .

الله تعالی فرمایي ({أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا أَفَهُمُ الْغَالِبُونَ} [الأنبياء۴۴ ترجمه : آیا دوی نه ویني چې موږ له هرې خوا ځمکه راکموو؟ نو آیا دوی غالب کیدونکي دي ؟ . قال ابن عباس رضي الله عنه: خرابها بموت فقهاء وعلمائها وأهل الخير منها، وكذا قال مجاهد أيضاً: هو موت العلماء)رئیس المفسرین حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه او لوی مفسر حضرت مجاهد رحمه الله وایي چې دلته چې الله تعالی وایي ځمکه راکموو مراد یي د ځمکې خرابیدل دي په وفات د فقهاء او علماء سره ، ځکه چې علماء له ځمکې وکوچیږي نو جهل او فساد خپریږي.

دغه راز نبي کریم صلی الله علیه وسلم په یوه متفق علیه حدیث کې د دیني علماء کرامو درحلت په اړه داسې فرمایي (إن الله لا يقبض العلم انتزاعاً ينتزعه من صدور الناس، ولكن يقبض العلم بقبض العلماء، حتى إذا لم يترك عالماً اتخذ الناس رؤوساً جُهّالاً. فسئلوا فأفتوا بغير علم ؛ فضلوا وأضلوا.” (متفق عليه) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې بې له شکه الله تعالی علم په داسې ډول نه قبض کوي چې دخلکو له سینو یي وباسي، بلکې علم قبض کوي په وفات او اخیستلو د علماء سره، تر دې چې الله تعالی یو عالم هم په ځمکه پرینږدي،نو خلک به جاهلان خپل مشران مقرر کړي،نو دوی به له هغو پوښتنې کوي او هغه به پرته له علم څخه فتواوې ورکوي نو هغه به هم په خپله ګمراه شي او هم به نور خلک ګمراه کړي.

په لوړ آیت کریمه کې ثابته شوه ، چې دعلماء کرامو او فقهاء و وفات په حقیقت کې دځمکې او نړۍ لپاره نقصان او نړېدل دي ، دغه راز په نبوي حدیث کې هم دامت دعلماء رحلت دعمومي ګمراهۍ او ضلالت مقدمه بلل شوې ده ، دامت دعلماء کرامو په رحلت چې وخت په وخت دامت لویانو کوم تأثرات څرګند کړي ، له هغه څخه هم په څرګنده فهمولی شو ، چې دیوه دیني مقتدا وفات په حقیقت کې څومره ستر ویر دی ، چې زیاتره انسانان ترې ناخبره دي .

حضرت امام حسن رضی الله عنه فرمایي ( دعالم وفات په اسلام کې دیوه لوی شګاف ( چاود) مثال لري ، چې ترڅو ورځ او شپه راځي هیڅ شی به یې هم جبیره نه کړای شي ) حضرت امام احمد بن حنبل رحمه الله بیا دعلم دمنزلت په اړه فرمایي (الناس أحوج إلى العلم منهم إلى الطعام والشراب،لأن الطعام والشراب يحتاج إليه في اليوم مرتين أو ثلاثاً، والعلم يحتاج إليه في كل وقت ) خلک له ډوډۍ او څښاک څخه علم ته ډیر محتاج دي ، ځکه ډوډۍ ته خوبه په ورځ کې دوه یا دری ځله ضرورت احساسوي خو علم ته دژوند په هره شیبه کې محتاج دي .

له لوړ وضاحت څخه څرګنده شوه ، چې دیوه رښتیني دیني عالم او فقهي رهنما رحلت داولس لپاره خورا دروند غم بلل کیږي ، خو دتأسف وړ داده چې نن سبا داخرالزمان په فتنو کې راګیر مسلمانان ددا ډول درنو غمونو او ویرونو   له درک او احساس څخه په بشپړ ډول عاجزه شوي دي .

په دې وروستیو کې د سترو مصائبو له جملې یو هم د مخورو علماء کرامو پرلپسې شهادتونه وو، د شیخ الحدیث مولانا عبدالغني صاحب ، شیخ الحدیث مولوي عبدالغني مهاجر صاحب ، شیخ الحدیث مفتي رحمت الله صاحب او نورو زبده علماء کرامو له شهادتونو وروسته په وروستیوکي تازه پیښ شوي د شهادت وقائع د شیخ الحدیث مولوي عبدالسلام صاحب او شیخ الحدیث مولوي عبدالله ذاکري صاحب شهادتونه وو، چې د ایمان او علم د خاوندانو زړونه یي سخت ودردول، په دې لیکنه کې د علم او شهادت دهمدې منورې قافلې د یوې لاروی شیخ الحدیث شهید مولوي عبدالسلام صاحب د ژوند او کارنامو په اړه درسره لنډ معلومات شریکوو، هیله ده چې راسره ویي لولئ .

شیخ الحدیث مولوي عبدالسلام صاحب

شیخ عبدالسلام صاحب د حاجي خانګل زوی په قوم خروټی بانزی چې اصلي وطن یي د پکتیکا ولایت د ګومل سیمه وه،په ۱۹۴۷ میلادي کال کې په یوه دینداره کورنۍ کې دنیا ته راغی،نوموړی د خپل ۴ وروڼو له جملې دریم و، چې پلار یي په ۴ کلنۍ کې د دیني علومو زدکړې ته رهنمایي کړ.

هغه مهال چې شیخ صاحب ماشوم و ددوی کورنۍ به په اوړي دافغانستان دزابل ولایت د دایچوپان سیمې ته تلله او د ګرمۍ موسم به یي د بلوچستان په سیوۍ/سبي او شاوخوا سیمو کې تیراوو، د شیخ صاحب ورور وایي چې نوموړی څلورکلن ماشوم و چې د خپل پلار لخوا دیني علم ته وقف شو، د دایچوپان په خاکران سیمه کې یو مشهور دیني عالم او مدرس و، شیخ صاحب په څلورکلنۍ کې د هغه په درس کې شامل شو، او چې کله به ددوی کډې د یخ په موسم کې سیوۍ ته تلې هم نوموړی به همالته په خاکران کې په کلیواله مدرسه کې پاته وو او دیني زده کړو ته به یي دوام ورکاوو.

د شیخ صاحب د قریبانو په وینا دده یو خصوصیت داو چې له دیني تعلم او تعلیم پرته یي بل هیڅ دنیوي مصروفیت نه دی درلودلی،ځکه نوموړی په څلور کلنۍ دیني زدکړو ته شامل شو، نوموړي تر ۱۳ کلنۍ پورې په خاکران کې دیني زده کړې کولې،په همدې عمر له دې سیمې لاړ او د زابل په نورو سیمو کې یي په مشهورو علماء کرامو لکه د زابل د شاجوی ولسوالۍ مشهور عالم مولوي سردار صاحب چې د پاسنو په اخندزاده صاحب مشهور و، د قلات ستر عالم مولوي عنایت الله اخندزاده صاحب چې د غبرګي په اخندزاده صاحب یي شهرت درلود،په دې سربیره یي په کندهار،میدان وردګو،غزني او دهیواد په نورو مختلفو سیمو کې یي له مشهورو علماء کرامو څخه دیني کتابونه ولوستل ، تردې چې دیني فنون یې په مکمل ډول پای ته ورسول .

شیخ صاحب د طالب العلمۍ په دوران کې دکابل د قلعه جواد له حضرت ضیاء المشائخ محمدابراهیم مجددي صاحب سره د تصوف بیعت وکړ ، او تر پایه یي د نقشبندیه مجددیه طریقې د یو سالک په حیث د تصوف او تزکیې لاره پاللـه،دا چې شیخ عبدالسلام صاحب په ډیر کشرتوب کې دیني زده کړه پیل کړې وه نو په ځوانۍ کې یي ټول دیني کتابونه پای ته ورسول او د احادیثو د لویې دورې لپاره د پاکستان او سیمې مشهورې مدرسې درالعلوم حقانیه اکوړه خټک ته لاړ .

شیخ عبدالسلام صاحب په درالعلوم حقانیه مدرسه کې د ستر دیني عالم او شیخ الحدیث مولانا عبدالحق صاحب سره د احادیثو دوره ترسره او د عمر په ۲۵ کلنۍ کې یي ددیني علومو د فراغت سند ترلاسه کړ.

تدریسي ژوند

شیخ الحدیث مولوي عبدالسلام صاحب له فراغت وروسته ددیني علومو په تدریس پیل وکړ، نوموړي دتدریسي ژوند په لومړیو دریو کلونو کې عام دیني کتابونه تدریس کړل او له هغه وروسته یي داحادیثو د کتابونو تدریس پیل کړ چې د وفات نیټي پورې یي د یوه پیژندل شوي شیخ الحدیث په حیث د صحاح سته تدریس ته دوام ورکړ .

شیخ صاحب لومړی تدریس د پاکستان دبلوچستان د سیوۍ/سبي په سیمه کې په مفتاح العلوم مدرسه کې پیل کړ، له هغه وروسته د کوټې په بروري روډ باندې په بحرالعلوم مدرسه کې مدرس شو، دلته له څه وخت تیرولو وروسته د کوټې په شابوکلي کې دارالعلوم قاسمیه ته لاړ ، او له هغه وروسته یي د کویټې په حاجي محمدایوب کلي کې واقع په خیرالمدارس مدرسه کې تر ۱۹۹۴ میلادي کال پورې تدریس ته ادامه ورکړه .

په ۱۹۹۴م کال کې د پاکستان د پښتونخوا ایالت ډیره اسمعیل خان ته لاړ، او هلته یي په پهاړپور سیمه کې دمولوي عبدالجبار صاحب په مدرسه کې د احادیثو تدریس پیل کړ، په همدې مدرسه کې یي ۳ کاله تیر کړل او بیا د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې مشهورې مدرسې دارالعلوم جنوبي وزیرستان کې د شیخ الحدیث په حیث مقرر شو چې شپږ کاله یي په همدې مدرسه نبوي احادیث تدریس کړل او ګڼو طالب العلمانو ترې د فراغت اسناد ترلاسه کړل .

په جنوبي وزیرستان کې له شپږ کاله تدریس وروسته دیوه کال لپاره بیا په ډیره اسمعیل خان کې دمولوي عبدالجبار صاحب مدرسې ته لاړ او له هغه وروسته په ۲۰۰۶ م کال کې یوځال بیا د بلوچستان مرکز کویټې ته لاړ او د حاجي محمدایوب کلي سیمه کې په خیرالمدارس مدرسه کې یي داحادیثو دوره پیل کړه، همدلته یي د شهادت تر نیټي ۲۰۱۴ م کال پورې د صحاح سته تدریس ته ادامه ورکړه چې هرکال به ورسره سلګونه داحادیثوطالب العلمانو درسونه ویل او په سلهاوو فاضلان به یی له مدرسې فارغیدل .

شیخ صاحب په خپل ژوند کې دری ځله په ۱۹۹۹ م –   ۲۰۰۵ م –   او ۲۰۰۹ م کلونو کې د حج د مبارکې فریضې داداء کولو لپاره حرمینو ته هم تللی و.

شهادت یي

شیخ الحدیث مولوي عبدالسلام صاحب په خپله مدرسه خیرالمدارس کې د نبوي احادیثو تدریس ته ادامه ورکوله دتدریس ترڅنګ د خیر او صلاح په چارو او داولسي مشکلاتو د حل په چارو هم بوخت و، نوموړي چې په عامو مسلمانانو کې یي پراخ محبوبیت درلود، هرچا یي خبرې ته غوږ نیو او دده په منځګړیتوب لو یې لانجې په ډیره اسانۍ هواریدلې .

د ۱۴۳۵ هـ ق کال د محرم میاشتې د ۲۷ په شپه چې کله شیخ صاحب له خپل یوه بل ملګري سره له یوه دعوت څخه بیرته د کور په خوا روان و، د شپې ۹ بجې ددوو تنو موټرسایکل سپرو کسانو لخوا په تفنګچه دوه مرمۍ وویشتل شو او سخت ټپي شو.

شیخ صاحب چې سخت ټپي شوی و، روغتون نه نقل شو،خو دری ورځې بعد د محرم د میاشتې په ۳۰ مه د شپې په ۱۱ بجې یي د سختو ټپونو له امله خپل روح خپل مالک ته وسپاره او دشهادت جام یي نوش کړ . انا لله وانا الیه راجعون

د شیخ صاحب د شهادت خبر د یوې غموونکي حادثې په حیث د علم او عمل د خاوندانو په منځ کې خپور شو، عام مسلمانان، طالبان او علماء کرام یي وژړول ، داحادیثو نیمه خوا شاګردانو یي په هجران اوښکې تویې کړې، دافغانستان داسلامي امارت رهبري شورا یي په اړه د غمرازۍ اعلامیه صادره کړه او ټول مؤمنانو ددې ستر عالم د شهادت له امله دده په نامرده قاتلانو نفرین ووایه .

د شیخ صاحب د جنازې لمونځ د محرم په دیرشمه نیټه د نوموړی دنږدې ملګري او دهیواد دتکړه عالم شیخ الحدیث هیبت الله اخندزاده صاحب په امامت اداء او له هغه وروسته په کویټه کې خاورو ته وسپارل شو.

د شیخ صاحب دری زامن پاته شول چې دوه یي فارغ علماء او دریم یي په دیني زده کړو بوخت دی .

د شیخ صاحب د شهادت په اړه د اسلامي امارت د رهبري شوری د تسلیت پیغام

اعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم
مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلا (الاحزاب 23)

په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دهيواد وتلی او منلی  عالم  جهادي  شخصيت شيخ الحديث والتفسیر مولوي عبدالسلام صاحب چې درې ورځې وړاندې داسلام اودین ددښمنان له لوري پرې ناځوانمردانه حمله ترسره شوه او شدید ټپي شو، تیر ماخستن ناوخته یې دهجرت په دیار دپاکستان هیواد دکوټې ښار په یوه روغتون کې داخیستوزخمونو له امله ساه ورکړه او د۶۷کالو په عمر په شهادت ورسید ، انالله وانا الیه راجعون.

څرنګه چې مرحوم شیخ صاحب  دافغانستان په سطحه یووتلي عالم او داسلامي امارت له پیاوړو علمي او جهادي شخصیتونو څخه وو،داستاد کل حیثیت یې درلود،زرګونو طالبانو ترې ددیني زده کړو او پوهې علمي فیض ترلاسه کاوه ، شهادت یې دافغانستان او سیمې دعلمي او جهادي خوځښتونو لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضائعه ده.

مرحوم شیخ صاحب (رحمه الله)  دحاجي خان ګل زوي دپکتیکاولایت اوسېدونکي وودنوموړي خپل ټول عمر ددین په خدمت کې صرف شوي ،نوموړی په ۲۵ کلنۍ کې له دیني علومو فارغ شوی،له فراغت دوه کاله وروسته یې دنبوي احادیثو(لوې دورې) ددرس په ورکولو پیل کړی له تیرو ۳۴ کلونو راهیسي په مختلفو مدرسو کې دلوې دورې په درس ورکولو بوخت وو. په جنوبی وزیرستان دارالعلوم وانه ،دډیره اسماعیل خان په لویه مدرسه او دبلوچستان دکوټې ښار دشیخ مانده په جامعه خیرالمدارس او داسي نورو مدرسو کې دحدیثو د شیخ او استاد په توګه پاته شوي .

شهیدشیخ صاحب یو ستر دیني عالم وو،دخپلې پوهې،تقوی او له  خپلو عقیدتمندانو  سره  دزیاتې مینې او  محبت کولو له امله یې دعامو خلګو په زړونو کې ځان ته ځاي پیدا کړي وو. نوموړی په سیمه کې دیوه وتلي شیخ الحدیث په توګه دشهرت ترڅنګ د ستر مبلغ  او جهادي بلوونکي په حیث پېژندل شوی شخصیت وو،همیشه به یې په سترو ناستو او جهاد ي غونډو کې په خپلو جراتمندانه ویناوو کې دمجاهدینو حمایت کاوه او دمجاهدینو د ذهن سازۍ او اصلاح ترڅنګ به یې عام خلګ داشغالګرو په خلاف ځاني او مالي جهاد ته هڅول.

شهید شیخ صاحب له کلنو راهیسي داحادیثو لویه دوره او دقران کریم تفسیر کاوه، هرکال تر یو نیم سلو زیاتو طالب العلمانو له نوموړي څخه علمی فیض حاصلاوه او دفضیلت ددستار تړلو ویاړ یې ترلاسه کاوه

دا چې دشهید شیخ صاحب ژوند او موجودیت ددین ښمنانو ونه زغملای شو، او دیوې بزدلانه حملې په ترځ کې یې نوموړی په شهادت ورساوه ،ددښمن دا کرغیړن عمل د شیخ صاحب  د دارینو سرلوړي او دقاتلینو لپاره ددنیا او اخرت دمختورۍ سبب شو.

.دافغانستان اسلامي  امارت ددې ستر ویر له امله دشهیدشیخ صاحب کورنۍ،شاګردانو او دحق دلارې مبارزو مجاهدینو او ټولو هیوادوالو ته دغمرازۍ او تسلیت مراتب وړاندي کوي،څښتن تعالی دي دمرحوم شیخ صاحب شهادت قبول او لوي خدای ج دي دنوموړي کورنۍ،زامنو،قریبانو او شاګردانو ته ددې ستر ویر دزغملو توان او دصبر جمیل توفیق ورنصیب کړي.

دافغانستان اسلامي امارت رهبری شوری

د شیخ عبدالسلام صاحب د شخصیت په اړه

شهید شیخ الحدیث مولوي عبدالسلام صاحب په دې سربیره چې متبحر عالم ، د احادیثو استاد او دقرآن دتفسیر، احادیثو او حنفي فقهې یو منل شوی پوه و، د روس ضد جهادپه مهال او اوس د امریکا ضد جهاد په مهال دجهاد کلک ملاتړی او دمجاهدینو لپاره یي د یو لارښود حیثیت درلود، نوموړي همیشه له مجاهدینو سره لیدل، هغوی ته یي توصیې کولې او دخپل توان په اندازه یي ورسره دخیر په چارو کې همکاري کوله ،

شیخ صاحب په خپل ژوند کې د تدریس ترڅنګ د عامو مسلمانانو په ژوندچارو کې هم دخیل شخص و، دخلکو جنجالونه او تنازعات یي هوارول او حتی د قومونه په سطحه د لویو لانجو مخنیوی یي کاوو، شیخ صاحب لکه څنګه یو دقیق عالم و په عامه عرف هم پوره خبر و،نوموړي د مسلمانانو ترمنځ د بدیو په شان لویې لانجې هوارولې مسلمانان یي سره پخلا کول او د مرګونو او جنجالونو مخنیوی یي کاوو، نوموړی د مسلمانانو په غم غمشریک شخص و او ډیر کوښښ یي کاوو چې مسلمانان له جنجاله خلاص او زړونه یي خوشاله شي .

د نوموړي نږدې ملګری جیدعالم شیخ الحدیث هیبت الله اخندزاده صاحب وایي: دحضرت شیخ صاحب سره زما ډیره علاقه اوملګرتیا وه اوډیر لیري اونږدې سفرونه موسره وکړه ،په مختلفومجلسونو اوجلسوکې به موشرکت کاوو، دحضرت شیخ صاحب امتیازي خصوصیت داو چي ده به ډیرکوښښ کاوو چي دیوه مؤمن مسلمان زړه خوشحاله وساتي اودمسلمانانوترمنځ به یې خصوصا دعلماءکراموداتفاق او اتحاد کوښښ یي ډیرکاوو، لهذاچي کله به موږ یوجلسي یایوفاتحي یادمسلمانانویوبل اجتماعي أمرته ورغلو،د بیرته راتلو به شیخ صاحب ویل: څه ښه کاروسوچي دغه مسلمانان خوشحاله سوه په تقریر کښې به یې علماء ته ویل چي تاسو ولي اختلاف کوئ له اختلافه ځان وساتئ .

د افغانستان وتلی جهادي شخصیت او دیني عالم مولوي فریدصاحب چې شهید شیخ صاحب یي له نږدې پیژاند د نوموړي په اړه وایي :د شهید علامه شیخ عبدالسلام رحمة الله علیه ژوند واقعا په دې پُرفتن دور کې د فخر او تقلید وړ و، داسلافو یوه نمونه وه ،صورت او سیرت یي په شریعت برابر و، باطن یي تر ظاهر ماته غوره ښکاریده ، بي ریا او مخلص انسان و، دشپې په آخر کې به راجګ شو د تهجد لمونځ به یي په پټه طریقه اداء کړ، بیرته به آرام پرې ووت ، خلکو ته به یي دا په خیال کې ورکوله،چې ګویا زه بالکل د شپې تهجد ته پورته شوی نه یم، ماله ده سره دملګرتیاپه وخت کې دده د احالت په خپله لیدلی دی.

ډیر باجرأته جید عالم ،خوش اخلاقه د شاګردانو محبوب او جذاب شخصیت و، د مسلمه امت په موجوده دربدره حالت او د کفري نړۍ په دسیسو خبر سړی و، همدا وجه وه چې ددین او وطن دښمنانو ته دده مبارک وجود د زغم وړ نه و، نو دسیسه په کار شول او مسلمانان یي د غم په ټغر کینول .

که خپلې خاطرې په لنډو ټکوکې راخلاصه کړم،نو باید ووایم چې که د شهید شیخ صاحب رحمة الله علیه په شان ډیر خلک موږ درلودلای ،نو دنیا ته مو د صحابه کرامو رضی الله عنهم په شان به زغرده دا اعلان کولای شوای چې : کونوا مثلنا .. یعنی لکه دا موږ داسې شئ ، چې دا قول به صحابه کرامو دنیاوالو ته کاوو.

د هیواد نومیالی عالم شیخ الحدیث و التفسیر مولوي عبدالحکیم صاحب د شهید شیخ عبدالسلام صاحب په اړه وایي : حضرت شیخ الحدیث شهید عبدالسلام صاحب مرحوم ډير عابد او متقي شخص و،زموږ سره په ډيرو سفرونو کې ملګری شوی و، دنوموړي یوه خاصه دا وه چې هرڅومره ستړیا به وه دتهجد لمونځ یي نه پریښود.

علمی استعداد یي دومره قوي و، چې کله به د یوې مسئلې ذکر وشو یا به د کوم حدیث شریف پوښتنه وشوه،نو ده به د کتاب له ذکر سره د هغه حواله ورکړه،په فقهي مسائلو کې ډیر محتاط و همیشه یي په معتبرو کتابونو حواله ورکوله،د اخلاقو او تواضع یي دا حال و چې یو وخت په سفر کې سره ملګري و، ملګرو خوراک تیاراوو، نو شیخ صاحب په خپله د اور په بلولو او خدمت باندې اخته و.

د نوموړي اخلاق د اسلامي اخلاقو یوه نمونه وه، د خوشطبعۍ یو ځانګړی مزاج یي درلود چې هیڅوک نه ورسره تنګیدل، دملګرو د طبیعت د راستګي لپاره به یي ډیر خوږ مجلس کاوو، له کشر او مشر سره به یي د هغوی د مرتبې په مناسب انداز خبرې کولې.

شیخ صاحب یو دلاوره او جرأتمند سړی وه ، ما هیڅکله د وهم او ویرې خبره نه ده ځیني اوریدلې،د مجاهدینو سره یي ځانګړی محبت درلود،همیشه یي له مجاهدینو سره لیدل کتل، ښې ښې توصیې یي ورته کولې او دهغوی پوښتنې یي په ډیر ښه انداز په سړه سینه ځوابولې .

د شهید شیخ صاحب په اړه د څو تنو علماء کرامو تأثرات مو د نمونې په حیث راواخیستل، د شیخ صاحب په اړه هرچا چې لیدلی همداسې نیک تأثرات لري، نوموړي ته الله تعالی خورا ښه اخلاق او ستر علمي استعداد ورکړی و، الله تعالی ته خواست کوو چې دده برکات یي په زامنو او شاګردانو کیږدي او دعلم خیر دي یي الله تعالی همداسې جاري ولري . آمین یارب العلمین