د سالنګ لارې د درېيمې برخې د بيارغونې چارې پيل شوې

الاماره.: ۱۴۴۵ربیع الثاني ۱۳ ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د #سالنګ لویې لارې د درېیمې برخې د بیارغونې چارې پیل شوې دي. له دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لويې لارې دغه برخه، چې له #خنجان ولسوالۍ څخه تر #دوشي ولسوالۍ پورې غزیږي؛ ۲۱ اعشاریه ۳ کيلومتره اوږدوالی او ۷ متره […]

الاماره.: ۱۴۴۵ربیع الثاني ۱۳

ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د #سالنګ لویې لارې د درېیمې برخې د بیارغونې چارې پیل شوې دي. له دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لويې لارې دغه برخه، چې له #خنجان ولسوالۍ څخه تر #دوشي ولسوالۍ پورې غزیږي؛ ۲۱ اعشاریه ۳ کيلومتره اوږدوالی او ۷ متره سور لري. د سړک د دې برخې د بیارغونې په چارو کې مصنوعي ودانۍ، د پلونو او پلګوټو، کانکریټي خنډونو او استنادي دیوالونو رغونه په پام کې نیول شوي دي. د ټولګټو چارو وزارت چارسمبالي محمد عیسی ثاني د دې لویې لارې د بیارغونې د چارو د پرانیستې پرمهال له ۱۶ نمبر تونل او ګالرۍ څخه هم لیدنه کړې او قراردادي شرکت ته یې د ګړندي کار، کیفیت او په‌خپل وخت د بشپړېدو په اړه سپارښتنه کړې ده. د سالنګ د لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې شاوخوا درې میاشتې مخکې پیل شوې دي.